مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2019-10-18   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

کله چې د پاکستان پوځ ترینه ګټه تر لاسه کوي، بیا په پاکستان کې الکولي بیر او ویسکي منع نه دي

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : سرچینه : د سویس، نوی څوغیشه څیتونګ
لیکوال : فلیب بروو ژباړن: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ سرچینه : د سویس، نوی څوغیشه څیتونګ www.nzz.ch/feuilleton نیټه: ۰۸،۲۳. ۲۰۱۹ ساعت ۵:۳۰ دقیقي کله چې د پاکستان پوځ ترینه ګټه تر لاسه کوي، بیا په پاکستان کې الکولي بیر او ویسکي منع نه دي د پاکستان پوځ د مري الکولي مشروباتو شرکت کې ستره پانګونه کړي او ډیره ښه ګټه ترینه ترلاسه کوي . د مري الکولي مشروباتو فابریکه په پاکستان کې یوه تر ټولو د شرابو زړه فابریکه ده. دغه فابریکه په لوی لاس الکولي مشروبات تولیدوي. که څه هم په دغه اسلامي هیواد کې د ۱۹۷۷ کال راهیسې د الکولي شرابو څښل منع دي. خو د دې سربیره د سختو شرایطو وضع کولو لاندې اجازه ورکول شوي ده. ځکه دلته تل یو څوک شتون لري او هغه چمتو دی، څو سترګې پرې پټي کړی. څوک چې د ٬٬پاکستان ٬٬ نوم اوري، هغه لومړۍ په اسلامي سختدریځۍ، مذهبي تعصب او دولتي فساد باندې فکر کوي او هغه د کلونو راهیسې په ترهګرې باندې فکرکوي . هیڅوک په . Single –Malt--Whisky . (یو ډول مشهور انګریزي سکاټلندې ویسکي دي) ورسره د نیم درجن ډول ډول الکولي بیرو تولیداتو باندې فکر نه کوي، په داسي حال کې دوی د ۱۲۰ کلونو راهیسې د شراب جوړولو هنر لري. دا خبره د هیڅ چا په ذهن کې هم نه ګرځي. د پاکستان ۹۶ سلنه وګړي مسلمانان دي، د دوی ډیرې له مذهب سره ژورې اړیکې لري. دوی د له دې سره هیڅ جوړ نه راځي او سړی هیڅ داسي فکر نه کوي، چې د دوی په هیواد کې یوه فابریکه وي په هغه کې الکولي شراب ویسکي او بیر جوړیږي. که سړی وغواړې دا ډول فکر وکړي، خو هیڅکه دا فکر نه کوي چې د شرابو فابریکې لپاره هلته یوه ځانګړې سیمه شتون لري. تر ټولو لومړۍ باید د مري الکولي شرابو جوړولو فابریکي تاریخ وکتل شي. د دغي الکولي شرابو فابریکې مرکزي دفتر نن په راولپنډي کې د پلازمینې سلام اباد ته نږدې موقعیت لري او هلته د فابریکې ټول ماشینونه او سامانونه شته دي. په ۱۸۶۰ کال کې کله چې ټوله سیمه د برتانوي هند په نامه پیژندل کیده او د پاکستان هیواد نوم لا په راتلونکي کې شتون درلود، دې فابریکې د الکولي شرابو جوړولوپه تولید باندې کار پیل کړي وه. پاکستانیان د خپل شراب جوړولو دود باندې ویاړي هغمهال د انګریزي اعلیحضرتي سرتیرې د شرابو سخت تږي وه. انګریزانو ته خورا ګرانه پریوته، څو له برتانیا څخه برتانوي هند ته الکولي بیر او شراب ولیږدوي. هغمهال انګریزي سرتیرو د مري ښار ګوټي په پخواني هیل لښکر کوټ کې د الکولي شراب جوړولو یوه فابریکه جوړه کړه. اوسمهال د مري سیمه اسلام اباد ته نږدې د هوسایینې او لیدلو لپاره یو ډیر ښه ځاې دی. په ۱۹۴۸ کال کې کله چې له دې سیمې څخه انګریزانو ووتل او د وتلو په ترڅ کې پاکستان رامنځ ته شو، یوه خپلواکه د الکولي شرابو فابریکه یا شرکت هم رامنځ ته شو. ان هغمهال دا شرکت د هیواد په نورو ښارونو کې په پراخه کچه پراختیا ومنده. ټول هیواد ته د خرڅلو لپاره د الکولي شرابو محصولات لږدول کیدل. په ټول هیواد کې د شرابو پلورل په ښه مذه او خوند سره روان وو. د هند د نیمې وچې ویښ په ګدوډیو کې تر یو میلیون پورې خلک ووژل شول. همدغه د شراب جوړولو تاریخي شرکت په اور کې وسوځید. نن ورځ په راوړپندي کې د فابریکې ماشینونو یا سامانو یوازینۍ موقعیت دی، چیر ته چې الکول یا شراب تولیدیږي. موږ په غیرمعمولي توګه په خپل تاریخ او پر خپلو الکولي محصولاتو باندې ویاړو، د CEO شرکت مشر اسفندیار محمد بهاندرا دغه خبرې وکړه. دغه خبرې د یکشنبې په ورځ د راولپنډې په ښار کې د شراب جوړولو شرکت ۴۷ کلن مشر په خپل مرکزي دفتر کې د روژې په مبارکه میاشت کې وکړې. د شرکت مشر داسې هم وویل، چې په دې میاشت کې د مشتریانو ټګ راټګ او لیدنه دوه برابره کیږي، دا د پاکستان په شان هیواد کې یوه غیر معمولي خبره ده. معمولاً پاکستا ن کې د روژې په سپیڅلې میاشت کې ډیرې شرکتونه د روژې له امله د ورځې په بهیر کې غلي کیږي یا بندیږي. یا.لږ تر لږه یوازې تر یو محدود حد پورې کار کوي. سربیره پردې په پاکستان کې د سوداګري ټول شرکتونه یوازې په اوونۍ کې پینځه کاري ورځې پیژني. خو د مري الکولي شراب جوړولو په فابریکه د روژې په میاشت کې هم کار کیږي. دا فابریکه په اوونۍ کې شپږ ورځې شراب جوړوي. د شرکت لیدنې پر مهال په ډیره ښه توګه سړی د بوتلو ډکولو نوي دستګاوې یا ماشیونه ویني، دغه د اوبو ډکولو ماشینونه او د اوبو فلترکولو ماشینونه د جرمني څخه تازه راوړل شوي دي. د شرابو جوړولو لپاره د څښاک اوبه او د شرابو جوړولو نور کیمیاوي اجزاوې په یوه ځانګړې لابراتوار کې کنټرول کیږي. د شرابو جوړولو توکې د هیواد په کچه تر ټولو په غوره عصري زیرخونه کې ساتل کیږي. په دې زیرخونو کې شاوخوا یو میلیون لیټره ویسکی ه دوامداره ټوګه د ‌‌ذخیرې په ډول په زیرمتون کې ساتل کیږي. دلته په دې زیرخونه کې د ۲۰۰۳ کال د ویسکي تر ټولو زاړه بیرل ایښودل شوي دي. د شرابو ممانعت یا بندیز، خو دلته زغمل کیږي د اسفندیار محمد باندرا د شرابو شرکت د هیواد په بې ثباته او بدلیدونکي تاریخ کې زده کړي، چې ځان څنګه اعیار کړي. په ۱۹۴۸ کال کې کله چې دا هیواد رامنځ ته شو، دا هیواد یو سیکولر جمهوریت وه. په ۱۹۵۶ کال کې یوازې خپل نوم یې اسلامی جمهوریت ته واړولو. په ۱۹۷۷ کال کې د لومړۍ وزیر ذالفقارعلی بوټو د اسلامي ګوندونو خوشالو لپاره یو نوی قانون تصویب کړو او دوی ته یې ډالۍ کړو. د دې قانون له مخي د شرابو جوړولو فابریکي نوم او پیژندګلوي د تل لپاره وربدله کړل شوه. د شرکت مشر وايي تر دې مهاله ټولو پاکستاني وګړو زموږ الکولي مشروبات په قانوني ټوګه پیرل او څښل. که څه هم دا قانون د اسلامی قوانینو او احکامو سره مخالفت او مغایریت درلود. د دې نوي قانون د حکم پر بنسټ ټولو مسلمانانو او د بهرنیانو په شمول نوره ته اجازه نه وه، چې په پاکستان کې الکولي مشروبات وپیري او وڅښې. د دې نوي قانون له کبله موږ مجبور شو، ځان د نوي قانون سره اعیار کړو او له ځانه تنوع وښیو. له هغمهاله موږ د لیمو شربت، غیر الکولي مشروبات او حتی مربا هم تولید وو. په پیل کې موږ د الکول د نه پلورلو له کبله ډیرې سترې ستونزې درلودې او له ستر زیانونو سره مخامخ شوو او د خسارې جبرانول ګران شول. خو نن ورځ موږ د الکولي مشرباتو د تولید او د پلورلو له امله ځښتې ډیرې پیسې ګتو. دا خبر په ډیر ویاړ سره د الکولي مشروبانو مشر بهاندارا وکړه. بهاندارا د هیواد د پارسیبانو لږکیو وګړو پورې اړه لري. اوس هم په پاکستان کې نامسلمانه خلک لکه همدا پارسیبانان، عیسویان یا هندوان یوازیني خلک دي، چې په قانوني توګه د الکولي شرابو پیرلو او څښلو اجازه لري. دا لږ کې د پاکستان د ټول نفوس پینځه سلنه وګړې هم نه جوړوي. که په اټکلي توګه دا شمیر خلک وګڼل شي، د دغي شرکت الکولي مشروباتو محصولات احتمالاً د نهه میلیونو بالقوه پېرېدونکو وګړو لپاره جوړیږي یا تولیدیږي. د دې ځانګړې امتیازي ویاړ او د ښو اریکو له امله د شرکت مشر بهاندارا کورني ته ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۸ کالونو پورې په پاکستانې پارلمنټ یا ولسی جرګه کې یوه سیټ ځانګړې ریزف ساتل شوي او ورکړل شوې وه. پوځ په پاکستان کې تر ټولو ستر پیاوړې اغیزمن ځواک دی. د پوځ دغه ستر ځواک د شرابو جوړولو شرکت په ګټه تمامیږي. پوځ د شرابو پلورلو، د شرابو پیریدلو، له لاسه ورکولو یا تړولو سره، د شرابو اندازې او دوراني حالت سره هیڅ علاقه نه لري. او ان له هغه سره هم نه، کوم چې ډیرې محفاطه کاره مسلمانان د شرابوفابریکې تړل غواړي . د پاکستان پوځ د مري په الکولي شرابو شرکت کې ستره پانګونه کړي ده او ډیره ښه ګټه ترنه ترلاسه کوي. له ډیرو کالونو راهیسې په پاکستان کې دغه د الکولي مشروباتو شرکت د نورو شرکتونو په پرتله په ډیره چټکې سره وده کړي ده. یوازې د راولپنډي په څانګه کې تر ۲۰۰ ډیر کارګر په کار بوخت دي . د شرابو فابریکه په لوړه امنیتي حوزه یا ډاډمنه سیمه کې ده زما د شرابو فابریکې کارمندان په هیواد کې تقریباً زموږ ټولنه منعکسوي. دلته ډیرې کارګر مسلمانان دي، همدارنګه ډیرې پیریدونکي هم مسلمانان دي. بهاندارا وویل. کله چې هغه په خپل دفتر کې له خپل مرستیال مشاور صبیح الرحمان سره خبرې کولي، دا سړی د پاکستان پوځ یو پخواني میجر دی. دی له ډیرو کلونو راهیسې په دې شرکت کې کار کوي. دی د شرابو فابریکې ته د راتلونکو میلمنو او د بهرنیو هیوادونو استازو او پلاوې سره د لیدني کتني مسوولیت په غاړه لري. د صبیح الرحمان دغه مهمه دنده دلته تر پوښتنې لاندې ده، ځکه دغه د شرابو فابریکه د پاکستان پوځ په چک پاینټونو په منځ کې مواقعیت لري، تر سیمې خورا ډیرې امنیتي پوستې راتاو دي او ډاډمن امنیت نیولي شوي دی. دغي سیمې ته عام خلک هیڅ ور ننوتلي نشي او نه لاس رسي ورته لري. د دې بیساري کلکو امنیتي اقداماتو او تدابیرو نیولو لامل ډیر لږ د شرابو په فابرکه او د شرابو په محصولاتو کې نغښتي دي، بلکې دلته په ریښتیایني مانا سره د پاکستان د پوځ لوی درستیز اوسیږي.د پاکستان په دولت کې د ولسمشر او لومړۍ وزیر ورسته دویم ځواکمن سړی د پوځ لوی درستیز دي. د شرابو فابریکې ته مخامخ د پاکستان لوی درستیز د اوسیدو ځای او د کار دفتر دی. د پاکستان پوځ لوی درستیز تر سترګو لاندې د شرابو فابریکې محصولات چې په لفظي مانا کې هم نشي ترینه سترګې پټیداي. له دې نه بل ثبوت هیڅ نشته پوښتنه دا ده، چې څنګه یو پاکستاني او یو بهرني وګړي د شرابو فابریکي الکولي محصولاتو ته لاس رسي مومي ؟ د ۱۹۷۷ کال د الکولو بندیز سره سره په پاکستان کې ځښت ‌ډیر هوټلونه، رستورانټونه او نور چینلونه شته، چې په منظمه توګه په کې د شرابو پلورل او د شرابو څښل اجازه شته. که دا اداره شوي او جوازلیک درلودونکي هوټلونه او رستورانټونه وشمیرل شي، شمیر یې تر پنځوس پورې رسیږي. کراچۍ نږدې شل میلیونه نفوس لري، هلته د دریو نه تر پینځو د الکول پلورلو پلورنځې یا سوپرمارکیټونه شتون لري. د کراچۍ په ښار کې درې هوټلونه او یو رستورانټ شته، چې په کې الکول په ازاده توګه پلورل کیږي. په رسمي توګه په پاکستان کې هر جواز لرونکي باید چک کړي اوګوري، چې ایا د شرابو اخیستونکي سړی د پیریدولو او مصرف کولو مستحق دی، که نه ؟ له دې امله پیریدونکي باید د کورنيو چارو وزارت څخه یو اجازات لیک ترلاسه کړي. لږ تر لږه د کراچۍپه یوازینۍ رستورانټ کې له تاسوڅخه د یو بهرني په توګه نه د کاغذې جواز یا لایسنس پوښتنه کیږي. د یو چینايي څخه هم په هوټل او رستورانت کې پوښتنه نه کیږي. د شرابو پلورل په ‌ډیره ګړندي محتاطه او پټه توګه تر سره کیږي په دغه پلورنځي کې چیري ته چې په لویه کچه او په لوړه سلنه الکولي مشروباتو سوداګري کیږي، له بهره ظاهراً هیڅ داسی یو پلورنځی نه پیژندل کیږي، یوازې د پلورنځي دروازې مخي ته ګڼ شمیر واړه موترسایکل پارک شوي لیدل کیږي. د پلورنځي دروازې څخه یوې وړې خونې ته چې په اوسپنیزو پنچرو پوښلي شوی ده، ورننوځي. چېرته چې په خلکو کې ډیره وارخطايې، نارامي او بیروبار حاکم بریښي. اټکل پینځلس پیریدونکو په خپلو اوږده کړل شویو لاسونو کې پیسې نیولي دي، څو د پلورنځي کارکوونکو ته د شرابو پیریدولو لپاره ورکړي. د پلورنځي کارکونکي د الکولي شرابو بوتلو په چینایي اخبارونو کې تاووي بیا يي پلاستیکي کڅوړو کې نغاړي. همدا ډول دغه توکی په ډیره ګړندي او په احتیاط سره پلورل کیږي. اکثره مشتریان په ډیرشو ثانیو کې بیرته له دوکان څخه وځي. د جواز کاغذونو پوښتنه د هیچاڅخه نه کیړي. د پلورنځي څښتن یو هندو دی، دی د دې پوښتني تصدیق کوي، او وايي: دا یوه طبعیي خبره ده چې زما مشتریان اکثره مسلمانان دي. که ریښتیا ووایم ټول دي. په پاکستان کې خو داسي ده نو. د شرابو فابرکه موږ ته الکولي مشروبات رالیږي او په پای کې موږ ټول د شرابو د عایداتو او ګټي څخه خوشاله کیږي . حقیقت دا دی، چې په ټول پاکستان کې په قانونی توګه د الکولي مشربات کاروبار یا پیر او پلور تر سره کیږي. اسفندیار محمد بهاندارا دغه سوداګري ډیره ښه پوهیږي او پیژني، هغه وايي: زموږ ټول پیریدونکي قانوي جواز لري، دوی د حکومت څخه د الکولي مشروباتو کاروبار یا خرڅلو باورلیکونه ترلاسه کړ ي دي. هغه دا هم وویل، ٬٬له څنګه چې دوی الکول پلوري ایا دوی واقعاً د هر پیریدودنکي څخه د کاغذونو غوښتنه او پوښتنه کوي، دا د دوی مسوولیت دی، موږ پوري اړه نه لري، او موږ تر ورستي پیریدونکو پوري هم نه پلورو.٬٬ پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery