مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-05-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتنې قبیلې وپیژنی ۱۳۹-ناصر (ناصري ، نا صران ،نا صریان)

لیکوال. ډاکټر لطیف یاد


------------------------------------
نا صر چې په ناصری اوناصریانو سره هم شهرت لري له آره غلجي پښتانه دي چې ددې قبیلې دنسب شجره دخپل مشر نیکه نا صر ته رسیږي اوله همدې کبله دوی هم دخپل نیکه دنامه له کبله په ناصروسره یادیږي. داسې تاریخي روایتونه شتون لري چې دناصرمیرمنه دکسی غره دشیړانیو له قبیلې نه وه او پخپله ناصرهند ته ولاړ او هلته په یوه جګړه کې ووژل شو او مزاریې دهنددپنجاب دجلندر په ښار کې دی.
ویل کیږي چې نا صر او هو تک د درخي زامن ، دبارو لمسیان او او دتوران کړو سیان دي او دواړه سره ورونه ول ، خو ځینې نا صر ان دا ادعا نه مني ،ځیني نا صر شاه حسین غوري خپل نیکه بولي .
دتاریخ حیات افغاني لیکوال محمدحیات خان (۱۵۵)کلونه وړاندې دناصرو پښتنو په اړوند داسې لیکلي دي :
دوی غلجي پښتانه دي چې زیاتره یې کو چیان دي ،ددوی کډې په پسرلي اودوبي کې دتوخو او هوتکو غلجیو په سېمه کې شپې او ورځې تیروي او له دغه ځایه دخپل سوداګرۍ مالونه کابل ، کندهار او نورو ځایونو ته دخرڅلاو لپاره وړي او کله چې داوبو کموالی احساس شي نوزیاتره ناصر ددوبي په نیما یي کې درمو دڅرولو لپاره دوښو دپیدا کولو هڅه کوي ،دوی دمني دموسم په پیل کې سره یوځای کیږي او خپلې کیږدۍ ټولوي او تودو سیمو یعنې دامان ته چې په دیره اسماعیل خان کې ده ځي ،په دامان کې دناصرود قبیلې هرښاخ ځانته بیل بیل ځایونه لري چې هلته دوي په ژمي کې استوګنه غوره کوي او درمو دڅرولو په وخت کې په هرځای کې چې ښه څړ ځای وویني هلته دخپلو څارویو رمې او ګلې پیا یي.پوونده نا صر په سوداګرۍ او مالدارۍ خپلې شپې اوورځې تیروي. نا صر له خپلو مېږو نه دوړیو کیږدۍ ، ټغر او نور ضروري شیان اوبي او له شیدو نه یې کوچ ، پنیر او کورت ترلاسه کوي.په دوی کې دغوایانو ، اوښانو او په تېره بیادپسونو رمې ډیرې دي.دنا صرو کیږدۍ وړې او سپکې دي.ناصر زیاتره رښتوني او بې ازاره خلک دي.همداراز تاریخ حیات افغاني دناصرو دقبیلې دپخواني مشرانو، ملکانو او عالمانو نومونه هم یاد کړي دي چې په هغو کې خواجه میرخان ناصري لوی خان ، ملک شهزادخان ، ملک مددخان ، ملک الله داد خان ، ملک میرعالم خان او ملک دوست محمد خان ددوی مشهور ملکان او قلندر باچا ناصري پکې یو لوی عالم او فقیر تیرشوي دي.
دنا صرو دقبیلې ښاخونه :
----------------------
ناصر په تورو ، سرو او سپینو نا صروپرښاخونو ویشل شوي دي چې بیا هر ښاخ یې په ډیرو نورو څانګو ویشل شوي دي چې مشهورې څانګې یې په لاندې ډول دي:
مندي ، داوودخیل، ملي زي ، نسوخیل ، عمرزي ، اتمان خیل ، کمال خیل ، نعمت خیل ، سیداحمد خیل ، بوړي خیل یا باړي خیل ، بنو خیل ، زنګي خیل ،جلال خیل ، خڼخیل ، لونګ خیل،باړي زي ، خدرزي ، بابت خیل ، عزت خیل ، بابړ خیل ،یاخیل ، خدرزي ،بابت خیل ، اسحاق خیل ، فرمان خیل ، سپینکي ،تره کي ، سیورکي و شادزي ، اوړریاخیل ، سید احمدخیل ،ماڼک خیل ،بهرخیل ، بنو خیل، څلاک خیل ، یحیی خیل، عالم بیګ خیل ،اسحاق خیل ،خڼخیل شادزي او نور...
دناصرودقبیلې داستوګنې سیمې :
----------------------------
نا صر په افغانستان او جنوبي پښتونخواکې اوسیږي .په افغانستان کې نا صرپه لاندنیوسیمو کې ژوند کوي :
۱-دکابل ولایت په کوهدامن، شکردره ، ګلدرې ، پغمان او دڅرخي پله په سیمه کې .
۲- دزابل ولایت په شاه جوی ، کلات او اتغر کې .
۳-دلغمان ولایت دالینګار او قرغیو په ولسوالۍ کې.
۴-دکندهارښارختیز لوري ته او دارغنداب ولسوالۍ په جوی لاهور کې .
۵- دلوګر ولایت دمحمد آغې او پل علم کې
۶- د ننګرهار ولایت په حصارک ، بټي کوټ او چپرهار کې .
۷- دپکتیا ولایت دسیدکرم په ولسوالۍ کې چې زیاتره پکې تور نا صر اوسیږي.
۸- د پروان ولایت په چیکلو کې .
۹- دهیلمند ولایت دګرمسیرپه ولسوالۍ کې
۱۰- دغزني په ولایت کې .
۱۱- دپکتیکا ولایت په وازه خوا ولسوالۍ کې
همداراز دجنوبي پښتونخوا په کوټې اوکوټې ته څېرمه سېمې خروټ اباد،نا صر آباد اوهمدا راز په لورلایي،دوکي ،ژوب او پشین کې هم ناصرمیشته دي. دپښتو نخوا په دیره ّ اسما عیل خان اوډرابن کې هم نا صر پښتانه میشته دي.همدارازپه دیره غازي خان کې هم یوشمیر ناصراستوګنه لري،
دناصرودقبیلې مشهورشخصیتونه:
------------------------------------
۱-سیدال خان ناصر چې ملي ننګیالی اتل او دهوتکو دواکمنۍ سپه سالار اودهو تکو دواکمنۍ دوخت یو پیاوړي اتل او غښتلي پوځي سپه سالار و چې دهوتکو دواکمنۍ په وخت کې یې په ډیرو جګړو کې ونډه اخیستلې وه او دویاړه ډکې کارنامې یې د افغانستان اوپه تیره بیا دپښتنو په تاریخ کې له ځانه پریښودلې دي .
سیدال خان ناصر دابدال خان زوی او دپښتنو دنا صرو دقبیلې دباړي زيو په ښاخ پورې اړه لري.
۲- تورن جنرال محمد عمرخان ناصري مشهور په( سورجرنیل ) دنایب سالار غلام نبی خان ناصري زوی او په اووم پښت کې د سپهسالار سیدال خان ناصري (کودی) و(زوکړه ۱۲۵۲هجري شمسي -مړینه ۱۳۳۲ لیږدیز لمریز)) دی د افغان او انګریز په دریمه جګړه (۱۹۱۹ زیږدیز / میلادي ) کی د جلال آباد په جبهی کې یوپو ځي قوماندان و، ده په ختیزه جبهه کې دانګریزي دښمن پلیو او سپرو لښکرو ته ډیرزیانونه ورواړول
۳- پخوانی تورن جنرال محمداسحاق نا صري
۴- دملي دفاع وزارت پخوانی معین ارکانحرب (لوی درستیز) سردار عا لي محمد افضل خان ناصري .
-۵-رئیس فیض محمدخان ناصر ی (د مرکزی بانک رئیس اود افغانستان د ملی بانک بنسټ ایښودونکی. )
۶- پخوانی تورن جنرال محمد اسحق خان ناصری چې (دمشرقی فرقی قوماندان)و.
۷-ډګرجنرال (نائب سالار ) مرادعلی خان ناصری دملی دفاع وزارت پخوانی دپلټنې ( تفتیش) رئیس
۸-جنرال محمدرحیم نا صري چې دمحمدظاهرشاه دواکمنۍ په وخت کې دکونړ والي و.
۹-ملی او ټولنیز شخصیت ارواښاد خدای دادخان نا صري.
۱۰-په مشرانو جرګه کې دمحمد ظاهرخان دواکمنۍ په وخت کې منتخب سناتور ارواښاد حا جي باز محمد خان خان ملیزی نا صر.
۱۱- دکابل پوهنتون دژبو اوادبیاتو استاد شهید زمری نا صري ،
په اوسني وخت کې نا صر په کابل ، لوګر او ننګرهار کې قومي شوراګانې لري چې دنا صرو دقبیلې ځینې اوسني مشهورشخصیتونه په لاندې ډول دي :
الحاج نجیب ا لله ناصري ، انجنیر نقیب الله نا صري ، محمد ولو نا صري ، ملک ریدي ګل نا صري ، الحاج آمر مټان نا صري ، ګلالۍ نا صري ، محمد زمان نا صري ،حاجي اول خان ناصري ، انجنیر جلا ل نا صري ،عبدالهادي نا صري ، عبدالرشید نا صري ، حاجي اکبر نا صري ،محمد ابراهیم نا صري ، ویس نا صري
------------------------------------
ماخذونه اومنابع :
۱- حیات افغاني۲۹۴- ۲۹۵ او۲۹۶ مخونه ،دپېښور چاپ ،۲۰۰۷ کال ،
۲- پښتنې قبیلې، ۲۷۱او ۲۷۲ مخونه ، دپېښور چاپ .۲۰۰۷ کال .
۳- دپښتنو قبیلو شجرې او مینې ،۲۵۳، ۲۵۴، ۲۵۵او ۲۵۶ مخونه ،۱۳۸۳ لمریزکال ، دمیوند خپرندویه ټولنه ، پېښور.
۴- دبیلا بیلو چاپي او بریښنا یي رسنیواوسایټونو نه ترلاسه شوي معلومات.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery