مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2020-06-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پېښور او شاوخوا سیمې یې د انګرېز سفیر مونستیووارت الفنستن له نظره: د دوې پیړۍ مخ کې حال

آروین رهي

 

د نن پېښور د اهمیت، ټولنیز جوړښت او زغم له نظره د دوې پيړۍ مخ کې پېښور سره ډېر توپیر لري. د اهمیت له نظره، د اتلسمې پیړۍ له نیمایي څخه د نولسمې پیړۍ تر پیل پورې پېښور د ژمې په موسم کې د دراني امپراتورۍ پلازمېنه وه. دراني امپراتورۍ په لوېدیځ کې د خراسان ولایت څخه بیا په ختيځ کې تر اباسینه پورې، او په شمال کې د آمو دریا څخه په جنوب کې تر عرب سمندرګي پورې پرته وه. له دې تر څنګ، د درانیانو سیاسي اغیزه په هندوستان کې تر بنګال او میسور پورې رسېده. د ټولنیز جوړښت او زغم له نظره، پېښور یو داسي ښار وو چې په هغه کې د پښتنو او فارسي ژبو تر څنګ، قزلباشانو—چې په اصل کې ترکان دي خو فارسي ږغیږي—هزارګانو، او هندووانو څنګ تر څنګ کار او ژوند کاوه. که څه هم عام خلک په پښتو ږغېدل، د ښار رسمي او درباري ژبه فارسي وه.

کله چې په ۱۸۰۹ کې انګرېزانو خپل لومړی سیاسي پلاوی د مونستیووارت الفنستن (Mounstuart Elphinstone) په مشرئ افغانستان ته راولېږی، د افغانستان هغه مهال دراني واکمن شاه شجاع الملک، الفنستن او پلاوی يې په پېښور کې حضور ته ومنل. الفنستن د ۱۸۰۸ په اکتوبر میاشت کې د ډيلي څخه پېښور ته روان سو. پس له څلورو میاشتو سفر او وروسته له هغه چې د راجستان، بهاولپور، ملتان، ډېره اسمعیل خان او کوهاټ څخه تیر سو، الفنستن د ۱۸۰۹ په فېبروري کې پېښور ته ورسیدی. د پېښور څخه هندوستان ته له ستنېدلو وروسته، الفنستن خپل د سفر حال د یو کتاب په ترڅ کې چې د کابل سلطنت حال نومیږي بیان کړی دی. په دغه کتاب کې، چې یوه برخه یې د دې لیکنې موضوع ده، الفنستن د پېښور يو بې ساری انځور وړاندې کوي، چې تفصیل یې په لاندې ډول دی.

پېښور: د بېلابېلو خلکو، او د زغم څخه ډک، ښار

دوې پیړۍ وړاندې پېښور ته د زرګونو میلو لرې ځایو څخه خلک راتلل. همدا شان پېښور د جنوبي او منځني آسیا او د منځني ختيځ تر منځ د سوداګرۍ او سیاست مرکز وو. له همدې امله د یادو سیمو څخه پېښور ته ډول ډول سوداګریز توکې—په شمول د تازه او وچه مېوه—راتلل. د الفنستن په خبره: ”د پېښور سړکونه به د بیلابیلو ملتونو او ژبو له خلکو څخه ډک وه، چې ډول ډول جامې به یې اغوستې.“ په دې خلکو کې ځیني داسې کسان وه چې د دراني پادشاه سره د کابل څخه پېښور ته راتلل؛ خو پاته برخه یې عادي خلک او سوداګران وه چې د فارس، هندوستان، منځني آسیا (او نورو سیمو) څخه راتلل. څرنګه چې مخ کې ذکر سو، د پښتنو تر څنګ فارسي ژبو (د اوسني افغانستان تاجکان او ایرانیان، چې هغه وخت فارسي یا Persian نومېدل)، هزارګانو، ترکانو، او هندووانو په پېښور کې ژوند او کار او بار کاوه.

په پېښور کې د بېلابېلو خلکو ګډ ژوند او کار کولو یوه اخیزه مذهبي زغم او منځلاريتوب وو. نه یوازي پېښوریانو هندو سوداګران—چې ځینې یې د پېښور اوسیدونکي وه، او ځینې یې د هندوستان څخه راتلل—نه ځورول، دوی د الفنستن پلاوي مذهب ته هم درناوی درلود. د بېلګې په توګه کله چې الفنستن د پېښور یو مشهور دروېش، شیخ عوض، لیدلو ته ورغئ، د الفنستن په خوله یاد شیخ  ”پرته له مذهبه، نور په هره موضوع خوږې خبرې وکړې.“ سره له دې چې شیخ عوض په پېښور کې زیاته اغېزه درلوده او یو دروېش وو—د پښتنود مېلمه پالنې د دود سره سم، چې په هر حالت کې د خپل مېلمه د عقيدې احترام کوي—د الفنستن سره یې مذهبي بحثونه ونکړل. 

د زغم او منځلاریتوب ارزښتونه یوازي تر شیخانو او دروېشانو پورې محدود نه وه، بلکه عامو خلکو د شیخانو سره اوږه په اوږه پر دې ارزښتونه عمل کاوه. هر کله به چې پېښوریانو النفستن او د هغه پلاوی ولیدئ، د ”السلام علیکم“ په وویلو به یې روغبړ ورسره وکئ. الفنستن څلور میاشتې په پېښور کې تیرې کړي. په دا ټوله موده کې پېښوریانو نېک اخلاق او ښه فرهنګ نندارې ته وړاندې کئ. خو دې قاعدې یوه استثنأ درلوده. الفنستن وایي، ”کله کله به ماشومانو موږ د کړکۍ څخه ولیدو او ږغ به یې کئ ’هغه دي فرنګیان [بهرنیان].‘ دا کار به دې سبب وګرځېدی چې نور ماشومان او ښځې زموږ د لیدلو لپاره د باندې راووزي.“ بس همدا یوه استثنأ وه.

تر ټولو مهمه او حیرانونکې خبره دا ده چې د الفنستن او د هغه د پلاوي څخه د پېښور د شاوخوا په کلو کې تر پېښور څخه هم تود هرکلی وسو. عامو خلکو به انګرېز پلاوی د غرمې او ماښام ډوډۍ ته دعوتوئ، تر څو د پښتنو د دود سره سم یې مېلمه پالنه وکړي. د دعوت په ترڅ کې به انګرېز پلاوي ته ډول ډول خواړه وړاندې کېدل. پر انګیزانو د دې خواړو خوند خورا ګران وو، په دې چې د هندوستان خواړو غوندې یې مرچک نه درلودل او تر یو بریده د انګرېزانو خواړو ته ورته وه. د خواړو تر څنګ، مېلمه او کوربه به د خپلو ګډو تفریحي فعالیتونه په اړه هم خبرې کولې. د بېلګې په توګه، ښکار د پښتنو او انګرېزانو تر منځ یو ګډ شوق ګڼل کېدئ. يو ځل کله چې النفستن د ښکار سره د پښتنو مینه ولیده، ده دغه پښتنو ته د باز (hawk) په ذریعه د ښکار کولو لاره وروښودله. اس ځغلونه د مېلمه او کوربه تر منځ بله ګده تفریح وه. په ضمن کې، فارسي شاعري، لکه د خواجه شیخ الدین محمد حافظ شیرازي شعرونو هم کله نا کله د پښتنو او انګرېزانو د بحث موضوع ګرځېده. لکه پورته چې یادوونه وشوه، هغه مهال فارسي د دراني امپراتورۍ رسمي ژبه وه، او انګرېز پلاوي هم په فارسي ژبه روانې خبرې کولې.

لنډه دا چې د الفنستن لاندېنی بیان د کليوالو پښتنو مېلمه پالنه او لوړ اخلاق په ښه توګه رانغاړي:”د کليوالو خلکو مدني چلند بې ساری وو. موږ به ډیری وخت باغونه ته دعوتېدلو. په هر کلي کې چې هر څوک په مخه راتله، موږ ته به یې هرکلی وایه. کلیوالو به د پلاوي غړو څخه هیله وکړه چې دوی ته د کوربه توب وار او ویاړ ورکړي. کله کله خو به کلیوالو د انګرېزانو د اس واګې په لاس کې واخیستلې او تر هغه وخته به یې ټینګې ونیولې تر څو چې انګرېز وعده نه وي کړې چې په راتلونکي ورځو کې د سهار چای څېښلو لپاره کورته ورځي، د انګرېزانو د خبرې د تأییدولو په خاطر به دوی خپل لاسونه د انګرېزانو د لاسونه تر منځ کښېښودل.“

د پېښور او شاوخوا سیمو ښکلا

د الفنستن په نظر د پېښور او شاوخوا سیمو ښکلا او تازه هوا یې حیرانونکې وه. د یادوونې وړ ده چې هغه مهال په پېښور کې په لسګونه باغونه وه، او په دې لسګونو باغونو کې ډول ډول ګلونو او ونو شتون درلود. الفنستن وایي، د پېښور د باغونو ”تازه والی او ځلا د هندوستان په اوږد دوبي کې بې سارې وه...ټوله سیمه د باغونو ډکه وه، او په دې باغونو کې د ارغنج (آلو)، شفتالو، سېب، ناک، بهي، او انار پرېمانه ونې شتون درلود. د دې ونو شګوفو داسې منظر جوړ کړی وو چې ما یې پخوا ساری نه وو لیدلی.“ د پېښور د ټولو باغونه څخه د شاه زمان باغ دلته د نومونې وړ دی، چې د ” شمال څخه تر جنوب“ پورې د”سبر په ونو پوښل سوی وو. د سبر د ونو لاندې د سور، سپین، ژړ او چینایي ګلابو پلنې بوټې وې. د دې تر څنګ، د یاسمين سپین او ژړ او د ګلانو نور ډولونه وه چې ځینې یې ما په انګلستان او هندوستان کې لیدلي وه، خو نور ډولونه یې ما ته بالکل نوي وه. د باغ پاته برخه د میوو د ونو په پرېمانو ډولونو ډکه وه.“

سربېره پر دې، د الفنستن په خبره ”د هغه هموارې سیمې،“ چې په هغه کې پېښور پروت دی ”ډیری برخه په لویه کچه کرل سوې وه، او د بیلابیلو کارېزونو او کانولو له خوا خړوبه کېده.“ دې کرل سوې سیمې په پراخه پېمانه حاصل ورکوی، چې څو ډوله یې پورته ذکر سول. نه یوازې د پېښور سیمه ښه کرل کېده او حاصلخیزه وه، بلکه دا سیمه ډېره پاکه هم وه. الفنستن ادامه ورکوي:”کلي په عامه توګه غټ او په فوق العاده توګه پاک وه، او تقریباً ټوله د ونو ډک وه.“ د الفنستن پورتني تاریخي ویناوې د هغه افسانو سره، چې وایي پښتانه یوازي د ډوډۍ د لاسته راوړلو او نس مړولو لپاره پر هندوستان حمله کوله، په ټکر کې دي. د پېښور شاوخوا او اوسني قبایلي سیمې، چې بحث باندې د موضوع نه د باندې دی، په کافي اندازه کرهنیز محصولات تولیدول چې د شاوخوا سیمو د خلکو نس به یې ډکوئ. د پخواني صوبه سرحد انګرېز واکمنانو د دې خبرې پخلاینه کړې ده.   

پایله

کله چې انګرېزان د دوست په بڼه او د دوستۍ په نیت په ۱۸۰۹ کال کې پېښور ته راغلل، د دراني افغان پادشاه شاه شجاع المک او د سیمې د پښتنو له خوا ورته تود هرکلی وویل سو. دا تاریخي حقیقت د هغه ناسم انځور سره، چې پښتانه د ټولو بهرنیانو پر ضد دي او د هغوی وینې ته تږي دي، په ټکر کې واقع کیږي. انګرېزان چې د مېلمانه په بڼه راغلل، د پښتونوالي دودونو سره سم يې مېلمه پالنه وسوه. خو وروسته کله چې انګرېزان د یرغلګر او استعمارګر په بڼه راغلل، د پښتنو د کلک مخالفت سره هم مخ سول. لنډه دا چې، پښتانه د بهرنیانو څخه کرکه نه لري، خو خپل د عمل آزادي خوښوي. همدا موضوع ده چې د پښتنو او بهرنیانو (مغولان، انګرېزان، روسان او امریکاییان) تر منځ په وار وار ټکر رامنځ سوی دی. که د الفستن د کتاب نه سړی یوه مهمه پایله واخلي، هغه به همدا ټکی وي.  


آروین رهي د پروان والي پخوانی مشاور دی، او افغانستان ته اړوند پر مختلفو مسئلو لیکنې کوي. تاسي کولای سئ آروین سره په لاندې ایميل آدرس تماس اونیسئ: rahiarwin@gmail.com.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery