مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-01-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اصحاب کهف (د غار یاران) ځای کې ویده شولم.

صیام الدین پسرلی

 

د اصحاب کهف قيصه به مو اورېدلې وي، چې د وخت امپراتور ته يې سر خم نه کړ، دهغه په وړاندې يې د الله جل جلاله د وحدانيت اعلان وکړ.

اصحاب کهف د اردن په پايتخت عمان ښار کې موقعیت او د ځينې قرائنو له مخې تر پنځمې زېږیزې پيړۍ پورې اړه لري.

دا پيښه د دکيوس چې په عربۍ کې ورته دقيانوس وایي باچا په وخت کې تېره شوى ،چې د سلطنت په وخت کې یې مسيحيان ( د هغه وخت مسلمانان) سخت ځوريدل .

د ظالم مشر دقيانوس له لاسه چا ساه نشوه ايستلاى او نه مبارزاتي فعاليتونه کيداى شول ،په دې ترڅ کې ( ٧) تنه د ((طاغوت دقيانوس )) پرضد د طغيان او پر حق د ايمان پړاو ته رسيدلى وو مبارزه یې پېل کړل.

د پاچا څارونکي یې په لټې پسې شول او دوى ترې يوغار ته ننوتل او د غار خوله د زلزلې له امله ټپه شوه،څارونکيو ټوله سيمه وڅارله ؛خو پرموندو یې بريالى نه شول . دا ډله ٣٠۹ کاله په غار کې ويده کېږي؛ خو بې له دې چې پوه شي څومره وخت پرې تېر شوى، له ٣٠۹ کلونو وروسته، چې راويښېږى؛ نو فکر کوي ،چې يو ساعت په خوب ويده وو. د لوږى احساس کوي او پيسې له ځان سره اخلى ،چې له نژدې ابادې خواړه راوړي،ابادې ته، چې راورسيدل ګوري ،چې هرڅه بدل شوي. کوم خلک یې، چې پېژندل او ورسره یې ناسته ولاړه درلوده اوس یې نه ويني، نوى کهول او نوې منظرې یې تر سترگو کېږي، چې د خوړو اخستنې ته هټیوال ته پيسى ورکوي؛ نو هټیوال په حېرانتيا وپوښت، چې دا پيسې دې له کومه کړى؟ آيا خزانه دې موندلى؟ دوى ورته وایي : دا رايجى پيسى دي، هټیوال ورته وایې دا د درې سوو کلونو مخکې روپۍ دى اوس له رواجه لويدلى .

کیسه اوږده ده، زه چې کله هلته لاړم، نو بیخي ډېر وګرځېدم، ټول ځایونه مې وکتل، غار ته ننوتم، یو سترګه خوب مې هم وکړه، د افغانستان لپاره مې د زړه دعا وکړه.

 باید ووایم، چې په سختو شېبو کې الله تعالى حيرانوونکى او غييى مرستې کوي، خداى پاک له ناوړو ټولنیزو شرایطو اصحاب کهف داسې خلاص کړل، چې کلونه يې په خوب ويده کړل او بيا یې په مناسب وخت کې راويښ کړل او د (توحيدي لارې) د اتلانو په نامه یې وستايل او همداراز هغوى یې له خطرونو وژغول او د دوى د ساتنې لپاره یې د څارونکيو په زړونو کې ويره او وحشت پيدا کړ.

که خپل اعمال او ګفتار سم کړو، لرې نه ده، چې الله تعالی به پر موږ هم غیبي رحم وکړي او د اوسنۍ ستم، ظلم، دحشت او وحشت څخه موږ خلاص کړي.

 

د کهف سورت د قران کريم په پنځلسمه سپاره کې ١٨ سورت دى چې په مکه مکرمه کې نازل شوى ١١٠ ايتونه او ١٢ رکوع ګانې لري

د بدلون په هېله

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery