مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-01-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په سوریه کې د ناټو عسکر څه کوي؟

عبدالله لغمانی

 نن ورځ دا پوښتنه تر هر وخت څخه ډیره مهمه ده چې د سوريې جګړه تقريبا نوره پای ته رسېدلې ده او د داعش تروريستی ډله لکه د نورو لویو او وړو تروریستي سازمانونو په څیر په کوچنيو ډلو ویشل شوې ده او په ډېرو برخو کې خو ان له منځه تللې.  خو بيا هم د امریکا او اروپا نظامي قواوې د سوريې د عربي جمهوریت پریښودلو ته بېړه نه لري او نه ترې وځي.

خو په هر صورت ځينې شنونکي وايي  چې داسې شواهد شتون لري چې د ناټو د "تروریزم ضد" عملیات د  سوريي د وګړو د ځورولو غلا او مشکوکو سفرونو لپاره یوازې یو پوښ دی. او دوی کوښښ کوي چې ځينې تاريخي اثار لوټ او له همدې ځايه نورو سيمو ته د خپلو راتلونکو پلانونو د پلي کولو لپاره پاتې شي.

 دا کار دوی د سوریې د ناپیژندل شوي دیموکراتیک ځواک لخوا پرمخ وړي او له دې نظامي ډلې سره د دوی مستقیم نظامي او غير نظامي ملاتړ سره پرمخ وړل کیږي او د سوريې د ځينو سيمو په متشنج کولو کې هم دا ډله رول لري.

  دا معلومه ده چې خورا ارزښتناک تاريخي آثار کيندل کېږي او راټولېږي او بيا د ناټو ځینو هېوادونو خصوصا فرانسې ته لیږدول کېږي.  او له دې کار سره د فرانسې ان د دولت تر کچې ملاتړ په برخه دی او ګويا د تاريخي اثارو لوټ کول په سوريه کې د ناټو لخوا په دولتي کچه پر مخ روان دي.

خو له بله اړخه ناټو  بيا نړيوالو ته دا ورپه ګوته کوي چې موږ دلته د سوريې د بيارغونې او د اوبو بندونو د چارو لپاره په کيندنو او جوړولو مصروف يوو د مثال په توګه د Deir ez-Zur په سيمه کې د اوبو د يوه بند د کيندلو او پلان جوړونې په بهانه فرانسويانو غوښتل چې دلته ځينې تاريخي اثارو او مهم لاسوندونو ته لاس رسی پيدا کړي او په يو دول یې له دې هېواد څخه وباسي، په داسې حال کې چې ډېر ژرد بند د جوړولو له کار څخه لاس په سر شول او له کيندلو وروسته یې سمدستي دا سيمه پرېښودله او غنيمت یې تر ګوتو کړ.

کټ مټ لکه په دويمه نړيواله جګړه کې به چې نازي المان به سيمې نيولې او بیا به یې د هغو سيمو د تاريخي اثارو او کلتوري ارزښتونو په محوه کولو لاس پورې کاوه ترڅو د خلکو او ملت اړيکه یې له تېرمهال او تاريخ سره پرې شي او چې دا اړيکه د يوه ملت پرې شوه بيا ډېر په اسانه له منځه ځي او ډېر په اساني سره تر کنترول لاندې راتللی شي.

خو د تاريخي ارزښتونو خرابول او له منځه وړل د ملتونو له ډېر توند غبرګون سره هم مخ کېږي لکه په دويمه نړيواله جګړه کې چې جرمني ځواکونو د ځينو ملتونو له ارزښتونو سره دا کار کاوه او د خلکو او ملتونو له توند عکس العمل سره به مخ کېدل.  په کریمیا کې د نازیانو له ویرې او هم د  لوږې له امله سیمه ییزو خلکو خپل ځينې تاریخي آثار وپیرل او وار له مخکې دوی داسې لوږې ته برابر شوي و، چې ددې اثارو په پلورلو لاس پورې کړي ، او د دوی د ژوندي پاتې کېدو په بدله کې المانيانو ترې اخیستل. خلکو د مړه کېدا له وېرې د تاریخي ارزښتونو سره بیل شوي و او يوازې د ژوندي پاتې کېدا په فکر کې وو. خو د لرغون پېژندونکو د سازمان د څېړنو له مخې ددې سيمې کلتور او اثارو ته  يې خورا ډېر زيان ور واړوه.

په لاتينه امريکا کې جرمنيانو د خلکو په احساساتو ملنډې ووهلې د هغوی تاريخي اثار یې ترې راټول کړل اوهمدارنګه کې به ختيځه اروپا کې د اوکراين ، کريمیا او قفقاز د سيمو پخواني ځايونه  وکيندل او هغه ټول اثار یې د غنيمت په توګه جرمني ته ترې يووړل او يا به یې له خلکو څخه په ډېره ناچيزه بيه اخيستل او هغو ته به یې ډوډۍ او خوراکي توکي په بدل کې ورکول او په دې ډول یې خلک تر خپل استثمار او استعمار لاندې راوستل.  فرهنګي او کلتوري وراني تر بلې هرې ورانۍ او  زيان رسونې  د خلکو د افکارو په خرابولو او غلام کولو کې جوت رول لري.

له بده مرغه نن سبا هماغه لوبه په سوريه کې هم روانه ده ، د ناټو ځینې نور هېوادونه هماغه د جرمنيانو په پلونو پل ږدي او کټ مټ هماغسې کار تکراروي.  د فرانسې هغه خلک چې يو وخت د جرمني د فاشيست نظام پر وړاندې جنګېدل او دا کار یې د جرمنيانو ډېر بد او بدترين باله نن یې زامن او لمسیان هماغسې کارونه کوي او د ملتونو د کلتوري ارزښتونو د غارت او محوه کولو په چارو لګيا دي.

په داسې حال کې چې فرانسه د نړۍ د کلتوري ميراثونو د ساتنې د سازمان (يونسکو) کور هم دی او په ۱۹۷۰ زېږدي کال کې یې د بنسټ ډبره په فرانسه کې د فرانسويانو په غوښتنه او هڅونه اېښودل شوې ده او ګویا ښودل یې چې د نړۍ له نورو متلونو په پرتله ډېر فرهنګي ارزښتونو ته په درنښت قايل دي خو بيا هم د يونسکو سازمان د فرانسې په دې کارونو سترګې پټې کړې دي ، خو لکه د ملګرو ملتونو نورې برخې چې هېواد او هېوادبازي او ډلبازي پکې روانه ده په يونسکو کې هم همدا کار تر سترګو کېږي او نور متحدين یې دې کار ته چندانې د بد کار سترګه نه ګوري.

د فرهنګي ملکیتونو د ساتنې کنوانسیون په څرګند ډول د نړۍ د هر ملت تاریخي میراث اهمیت په ګوته کوي.  دلته هیڅ بله خبره شتون نه لري ، هر فرهنګي ارزښت او هر قسم اثار په هغه ملت پورې اړوند دي د کوم ملت په قلمرو کې چې د کيندنو په پايله کې پيدا کېږي او په هر حال او ان جنګ کې باید د هغو ساتنه وکړل شي او متخاصمې خواوې بايد په احترام ورته قايلې وي، له ورانولو او ماتولو یې په کلکه ډډه وکړي.

په هرصورت ، دا موضوع یوازې په تاریخ او کلتور پورې محدود نده.  داسې معلومات هم شته  چې لویدیځ کارپوهان ، د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه تر نامه لاندې په سوریه کې تر کنټرول لاندې سیمو کې د کانونو د موندلو لپاره د جیولوژیکي سپړنې کارونه هم کوي ترڅو نفت او نور د ژوند او ګټې مهم عناصر ومومي او د هغو د هضمولو او ځان ته وړلو لپاره خېټه پرې واچوي او لکه له نورو عربي هېوادونه په تدريج سره ترې ټول دغه توکي وزبېښي اوخپلو هېوادو ته یې ترې يوسي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery