مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دصلحي پروسه او ددوږغ ډبره - دوهمه برخه

عبدالستار ایوبي

 

 (۲۷ جدي ۱۳۹۹)

ډونلډ ټرمپ خو د کابل فاسد رژیم تر ډېر فشار لاندي راوستی وو او د افغانانو د قتل عام پروسه که محدوده سوې نه وه د دریدلو طمعي ورته پیدا سوي وې. د کابل ټیکنوکراټان چي پخوا پر څلورو تلل، پر دو پښو یې د تګ هڅي پیل کړي وې او لوړ پوړو چارواکو یې په ګوډه و ړنده پښتو باندي ژبه یو څه رو سوې وه، خو د جو بایډن واک ته رسیدلو سره داسي ښکاري چي د کابل د ټیکنوکراټانو په فرمایش به بیا هم د امریکایي ځواکونو په لاس د افغان ولس قتل عام زیاتیږي. د امریکایانو لپاره دا مسائل دومره مهم نه دي. د امریکایانو ریښتني اندېښنې دا دي چي د بهر څخه د مریانو او مینځیانو په ماریکټونو کي مریان او مینځیاني خریداري کیږي، امریکا ته راوړل کیږي او په امریکا کي د سیاسي او اداري واک مهم موقفونه ورسپارل کیږي. امریکایان به هم لکه فرانسویان او جرمنیان په خپل هیواد کي د مملوکو انسانانو حیثیت غوره کوي. هغه ملت چي غالب اکثریت یې خپل سرنوشت پوسټبکسونو ته ورپرېږدي، باید داغسي تاریک سرنوشت سره مخامخ سي. ډونلډ ټرمپ چي په خپله بریا ډاډه وو، علت یې دا وو چي ده د امریکا د ملي ګټو او ځای میشتو امریکایانو د حقوقو لپاره عملي ګامونه پورته کړل. ده دافکر کاوه چي ټول ځای میشتي امریکایي رهبران به د ده سره دریږي. دی خپل د ضعف یوې نقطې ته نه وو متوجه چي هغه دا وه چي دده مینډیټ یوازي د امریکا د سپینپوستکو پروي محدود وو. که ده په خپل شعار کي د امریکا ټولو ځای میشتو خلګو ته ځای ورکړی وای چي ټول هغه سور پوستي، تور پوستي او سپین پوستي پکښي راځي چي څو پښته یې په امریکا کي ښخ وي نو د ده د بریا مخه هیڅ چا نه سوای نیولای. اوس هم که دی دا منتقي شعار د خپلي مبارزې اصل وګرزوي چي هغه ګرین کارډ لرونکی امریکایي په هیڅ صورت سره تر هغه امریکایي افضل نه دی چي د څو نسلونو راهیسي په امریکا کي اوسیږي. په افغانستان کي د دې موضوع مثال داسي دی، که د افغانستان کمپیوټري تذکره لرل د لمړۍ درجې د اتباعو حقوق په افغانستان کي یوچا ته ورکوي نو لبنانۍ کافره رولا غني به د افغانستان ولس مشري حق ولري او ملت هغه ریښتني وګړي چي دا سوو کلونه یې په خپلو وینو دا هیواد ساتلی دی او د فاسد نظام سره د نامواقوالي له سبب کمپیوټري تذکره ونه لري، هغه به د دې حق څخه محرومه وي. د افغانستان د ولسونو سرنوښت به د هغه کمپیوټري تذکرو لرونکو ماشومانو لاس ته لویږي چي په دې تذکره کي د یوه نوم پوټین او د بل دا اوباما وو. ډولنلډ ټرمپ خو پریږده، ټولي نړۍ مشاهده کړل چي په ډیرو جدي ملي مواردو کي د ده د امر لاندي خلګو لخوا د ده دلارښونو څخه جدي سرغړونه وسول او ده هیڅ هم ونه کړای سول. د ټرمپ جدي امر وو چي د چین څخه راستنیدونکي امریکایان باید هیواد ته راستانه نه سي څو د قرنطین دوره یې پوره کړې نه وي. دی لکه چي پوهیدی چي د کرونا ویروسونه د هیواد په داخل کي په وافره اندازه تولید سوي او پاشل کیدو ته اماده دي. د چین څخه راستنیدونکي امریکایان فقط د دې بیولوجیکي وسلې استعمال ته پلمه برابروي. هیڅ جدي تحقیقات ونه سول چي ولي په دومره مهمه موضوع کي د ولس مشر امر تر پښو لاندي سو. ایا د ملیونونو امریکایانو د ژوند ژغورلو مسئولیت یوازي د ټرمپ وو؟ بیا چي د کرونا په پلمه د پوسټبکسونو د لاري رایه ورکول مجوزه ګرزول کیدل، په امریکا کي د ډیموکراسي یوازینی طرفداره ټرمپ وو چي د ټاکنو غیر معیاري کیدلو غم ورسره وو؟ ریپبلیکن ګوند یو پراخ ګوند وو، استخباراتي ادارې هم مکلفي وې چي په ملي پروسه کي د درغلیو پلانونه کشف او خنثاء کړي. په سلهاوو کورونو کي د ملیونونو په شمیر د جعلي رایو پارسل بندي شروع وه، د پرېمانه رسنیو په هیواد کي چي هر کور انټرنیټ سره وصل دی، هیڅ څوک هم نه سو خبر؟ بیا چي ټرمپ پر خپلو پلویانو باندي د سیاسي مبارزې د پیلولو ږغ کوي. د ریپبلیکن ګوند رهبران خپلو پلویانو ته امر کوي چي پر پارلیمان وروخیژئ. دا موږ چي وایو منافقین نه کافران دي او نه مسلمانان او دا طبقه هم په کافرانو کي موجوده ده او هم په مسلمانانو کي. د شر او فساد اصله مبع دوئ دي. نبي علیه صلوات و وسلام د دوئ پر ضد جهاد جهاد اکبر بللی دی او د کفارو سره یې جهاد جهاد اصغر ګڼلی دی، دا یې د پوهیدو ځای دی. دلته په افغانستان کي موږ لیړۍ والا و دوکانداران پوهیږو چي د امریکا ملت ته دام ایښودل سوی دی. امریکا ډیر ژر بیرته دیوې کالونۍ جیثیت غوره کولو ته روانه ده چي ټول ځای میشتي خلګ به یې مریان او مینځیاني وي او د داسي لویالیسټو مریانو او مینځیانو په لاس به اداره کیږي چي د دوئ سره به هیڅ کلتوري او نژادي اړیکي ونه لري (لکه اوباما و کملا هندواڼۍ). او په دې دسیسه کي د ډیموکراټ ګوند او هم د ریپبلیکن کوند مشران د روبوټانو په ډول اطاعت سره کومکي رول لوبوي. د میدان په ډګر کي یو خوار ډونلډ ټرمپ دی چي عملاً پښې او لاسونه وهي. مرسته خو څوک نه ورسره کوي، د بدنامۍ لوشي هم پر پاشي. هلته په امریکا کي د رهبري په کچه به څوک نه وي په خبر؟ داسي توقع کیږي چي د جو بایډن واک ته رسیدو سره سم به دا ځل د کابل ټیکنوکراټان نه یوازي پر څلورو ځي بلکه لکیاني هم وکړي. دا چي د شانګهای تړون هیوادونو په وړاندي د ډیموکراټانو تقویوي پالیسي او د امریکا څخه د سترو کارپوریشنونو د لاري او نړیوالو مرامونو په پلمه د موسساتو د لاري د ثروت ایستلو ستراتیژي نه یوازي د امریکا اقتصاد ته سخته ضربه ورکړې وه بلکه دسعودي عربستان څخه د امریکا او انګلستان اقتصاد ته تغذیه برابرونکي تیلو پر انتقالاتي لاره باندي د شانګهای تړون هیوادونو تسلط ګواښ هم تر بل هر وخت زیات واضح دی . په تیرو ټاکنو کي د هیلري شکست او ټرمپ بریا اصلاً په نړیوال سیاست او اقتصاد باندي د امریکا، برطانیې او عربي هیوادونو د سهم د سقوط د مخنیوي هڅه انګېرل کېدل. په امریکا کي دا ډیموکراټ ګوند دا څو کاله په قوت کي روان وو، خو په تیرو ټولټاکنو کي یې د ګټلو لپاره فوق العاده تکتیکونو ته اړتیا پیدا کړل لکه د کورونا مرض خپراوی چي ډېر انسانان یې ووژل، د تورپوستو او سپینپوستو تر منځ د کرکي پارولو فعالیتونه، د ولس د خالي صلاح کولو لپاره پر عادي وګړو وسلوال بریدونه او بالاخره د پوستې د لاري رایي راټولول خو داسي کار وو چي د ډیموکراسي سیاسي نظام د پوهانو په نیزد کفر مطلق ګڼل کیږي. تر کومه پوري چي د ډونلډ ټرمپ خبره ده، هغه منحیث د یوه شخص که خپله بریا ثابتول وغواړي تنها دغومره غوښتنه دي د ملي محاکمې څخه وکړي چي د پوستې د لاري راټولو سوو رایو او مستقیماً د خلګو لخوا بکسونو ته اچولو سوو رایو شمیرنه او نتایج دي په بیل ډول اعلان سي. حد اقل دغومره خو دی حق لري چي پوه سي چي د پوستې د لاري ګرسره یو چا ټرمپ اغا ته رایه ورکړې ده که یا؟ که چیري د پوستې د لاري رایو کي هم د ټرمپ کافي اندازه رایي وي بیا نو د امریکا د پوسته رسانۍ د ادارې او ټرمپ د سیاسي حریفانو مسلکي ځیرکتیا ته په درناوي باید د دوئ ټولي درغلئ په نادرغلیو قبولي کړو او ټرمپ اغا ته ووایو چي نور کرار کښینه. د نامي زو داغه افتخار دي بس ده چي په یوازي سر دي د خپل ګوند سیال ګوند تر وهلو په زغلولو ستړی کړ. الله تعالی ج هر څه درکړي دي. د خپلو ملاتړو په تقویه او تنظیم لګیا سه. امریکایان پرېږده چي د کارپوریشنونو سره خپلي معاملې پر مخ بوزي. هر کله چي دوئ په خپل منځ کي په جنجال واوښتله، لکه وهیل ماهی د اوبو څخه باندي راووځه او خپل هدف دي په نښه کړه. او تر هغه وخته دغومره پر ځان فهم کوه چي تر سړکه اوښتلوپر مهال دي موټر ونه وهي. البته ټرمپ شاید دا ویره لري چي د امریکایانو لپاره دا د (now or never) موضوع ده. دا یو ځل ولس مشري، کانګریس او سینیټ ځواک په لاس کي نیولو سره به ډیموکراټان د امریکا د امکاناتو څخه د مخفي سازمانونو په ګټه اعظمي استفاده وکړي او داسي ضربه به امریکا ته ورکړي لکه د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته چي جرمني ته او افغان جګړې بایللو وروسته روسانو ولیدل. دلته داسي اوازې راځي چي په امریکا کي د ایل جي بي ټي کیو ټولنو غړو د جوبایډن لپاره د پوستې لاري استول کیدونکي رایو د پارسلونو په ترتیبولو کي شپه او ورځ کارونه کړي دي. هر یوه په زرهاو زرهاو رایو پارسلونه ترتیب کړل. جو بایډن اراده لري چي په خپل حکومت کي ډیري لوړي چوکۍ و دوئ ته ورکړي. دا زموږ د معلم غنو زوی هم هلته د دغه ډلي غړیتوب لري. په افغانستان کي چي به د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون به د ساحو څخه راتلونکي بکسونه یو ځل د اور په کوره کي خالي کړل، بیا به یې د پاکو خواپاکو د مسلکي اشخاصو (اهل حل وعقد) په لاس ډکو سوو رایو څخه یې ډکول. هغه د خپلواک کمیسیون درغلي لا یو څه په پرده کي وه، اوس که دا د پوستې د لاري رایي په ټوله نړۍ کي مروجي سي لکه د کرونا کلتور د یوه مهم عنصر په توګه چي یې تبارز کړی دی، د عامو وګړو بنسټیز سیاسي حقوق به د کوم سرنوشت سره مخامخ کیږي؟؟؟؟؟ دا تصور ګران نه دی چي د نړۍ د قانوني دولتونو تر انتظام لاندي کلیو او ښارونو کي اوسیدونکي عام وګړي به د روم او یونان په سترو ښارونو کي اوسیدونکي مریانو څخه زیات سیاسي حقوق ونه لري. وایي چي د ایتن او روم په ښارونو کي یوازي خپلواک خلګ د ډیموکراټیکو حقوقو څخه برخمن وه. د څلورو زرو وګړو په ښار کي به یوازي څلور سوه خلګو د رایي حق لاره، نور به ټول مریان او مینځیاني وې. په اوس عصر کي په افغانستان کي د ۳۹ ملیونه ولس د سرنوشت د ۱ نیم ملیون په رایو راغلي غلو لخوا ټاکل کیږي. که داقصې وې نو د سوسیالیزم او ډیموکراسي توپیر به ورک سي. کیدای سي چي د ټولي نړۍ د اهل السنت مسلمانانو راتلونکی د چین هغه محبسونه وي چي اوس چینایانو یو ملیون ایغور مسلمانان د اسلامي کتور د ساتلو په ګناه پکښي ساتلي دي. تر کومه ځایه پوري چي د افغانستان موضوع ده، افغانستان ته امریکا چي په کوم زور راغلې وه، اوس شاید هغه زور نه وي ورپاته او د امریکا لخوا په کابل کي نصب سوی رژیم هم تر پخوا زیات کمزوری سوی دی. د امریکا د ټولو ائتلافیانو پالیسي په افغانستان کي د شکست سره مخامخ ده. دا چي دا ځل ډیموکراټانو ته د امریکا تام سیاسي تصمیمګیري واک ورسپارل سوی دی نو حتماً به دا توقع ولرو چي د ډیري ستري خرتوبي پلان موجود دی. که ډیموکراټان هغه خپل پخواني پلانونه داغسي پر مخ بوځي نو د افغانستان څخه د ناټو اهتلاف هیوادونو وتل او د شانګهای تړون هیوادونو لاسته د دې هیواد لویدل یقیني خبره ده. ایران، چین او روسیه به د مهمو بحري او زمیني لارو د قبضه کولو اهدافو ته ځانونه ورسوي او شیعګان به پر اسلامي تهزیب او تمدن حاکم سي. دا چي چین په رسمي ډول د اسلام سپیڅلي دین او د هغه پیرویانو ته هیڅ درناوی نه لري، طبعي ده چي د اسلامي نړۍ ډیرو کالونیو مدیریت وروسپارل سي نو د مسلمانانو ژوند به خرابیږي. دا په افغانستان کي چي ملګري ملتونه او د دوئ تر سیوري لاندي نړیوال موسسات د یو شمیر لاسته راوړنو خبري کوي چي د افغاني کلتور سره په مستقیم ټکر کي دي او د هغه لاسته راوړنو تداوم د صلحي لپاره د یوه شرط په توګه مطرح کوي. دا کار په خپله دوئ افغان ولس ته د جګړې د یو طرف په صفت معرفي کوي. تر اوسه پوري خو افغان ولس او طالبانو ملګري ملتونه او د هغه موسسات په افغان جګړه کي یو نړیوال بې طرفه اړخ بللې وو. دا چي اوس دوئ په افغانستان کي د بې ستري او فحشاء کلتور خپله د تیرو کلونو یوازینۍ لاسته راوړنه بولي او د صلحي لپاره یې په بشپړ بې شرمي سره د شرط په توګه وړاندي کوي، په غیر مستقیمه توګه افغان ولس ته دا پیغام نه دی چي تر اوسه پوري چي ستاسو کلي هواریدل، ماشومان مو بمباریدل، په ښځو کي مو داخلي و بهرني لنډغړ ګرزیدل او د شپې مو کورونو ته در اوښتل دا هر څه د همدې لاسته راوړنو په خاطر وه.... او کله چي د افغانستان ۳۷ نیم ملیونه ولس دا پیغام درک کړي بیا به نو ښه د دې لاسته راوړنو ساتنه وسي. بدل د افغاني کلتور یو مهم اصل دی. د مظلوم مقتول توی سوې وینه نه په اوبو پاکیږي او نه هم په بل شي. یوازي د هغه ظالم قاتل په وینه پاکیږي چي د مظلوم مقتول وینه یې بهولې وي. او تر څو چي د مظلوم مقتول توی سوې وینه پاکه نه سي، هغه ځمکه به د هغو وګړو په جسدونو ځان مړوي چي د دې دوو جهتونو په قضیه کي بې طرفه پاته سوي وي. تر اوسه پوري خو افغانانو روانه جنګي فاجعه د دې څخه بلل چي زموږ کسبکاره علماوو چي ملا محمد عمر زموږ امیر المومنین را وټاکی، دوئ نه وه خبر چي ملا محمد عمر یو کرک په ګنډه کي ساتلی دی چي اسامه نومیږي. هغه چي خبر وه، هغه بیا په دې نه وه خبر چي دا کرک دومره تکړه ملګري لري چي په امریکا کي به د ۹/۱۱ غټه خرابي پیښه کړي. اوس نو کار تر کار تیر سوی دی. موږ باید د امریکا او د هغه ائتلافیانو بمبارونو ته ځانونه ټینګ کړو. دا چي اوس د کابل یو څو نازکي راپورته کیږي چي د ملل متحد د همکارانو او خپلو بهرنیو ملګرو لخوا پر شا ټکول کیږي چي تر هغه وخته پوري د افغانانو سره صلحه مه کوئ چي زموږ د فحاشي ادامه یې راتضمین کړې نه وي. دا خو ښکاره اعلان دی چي آ افغانانو پوه سئ چي تر اوسه پوري پر تاسو راغلو ناخوالو اصل علت موږ یو. ۹/۱۱ هم موږ پيښه کړل څو امریکایان ستاسو پر وژلو مامور کړو. او که زموږ سره لاره یو نه سئ، په راتلونکي کي به هم تاسو ته ستاسو په وینه کي غسلونه درکوو. دا فاحشې او سیکسورکران د طالبانو په عالي سیاسي رهبري کي هم خورا ډیر ملاتړي لري، خو هغوئ د ځینو مصالحتونو په اساس ځانونه پټ ساتلي دي. غواړي چي دا موضوع د دې چینله مطرح سي. په کابل کي میشت بهرني موسسات، سفارتونه او ځیني داخلي حلقات چي په دې وخت کي دا غوښتني نن مطرح کوي دوئ ته به حتماً بد عواقب ولري. دا دومره خطرناکه خبره ده چي کیدای سي په راتلونکي وختونو کي د کابل میکرویانونه د دې میکرویانونو د اوسیدونکو پر هدیرو باندي بدل کړي. د ملګرو ملتونو ادارې، داخلي او بهرني موسسات اوس د هیواد په مختلفو سیمو کي یو څه ښه نوم لري چي بې طرفه دي. دا چي د صلحي په پروسه کي د فشار راوړلو افزار ځني جوړیږي، زور به یې حتماً د دې ادارو ترهغه پرسونلو وځي چي په لیري پرتو ساحو کي فعالیت کوي. کله چي  ملګري ملتونه او د موسساتو اتحادیې په نړیوالو پلیټفارمونو کي د غني و عبدالله یو ملیونه بانډ په افغانستان کي د ولسواکي او نړیوال بشریت د دوو لسیزو تش په نامه لاسته راوړنو ساتونکي معرفي کوي نو د هیواد په ولسوالیو کي د دې ادارو د کارمندانو او ملي اردو د سرتیرو توپیر به څه وي. مجرد چي د افغانستان ۳۷ نیم ملیون ولس او طالبان په دې پوه سي چي دا موسسات د غني و امرالله صالح د قاتل رژیم سره همږغي دي نو منتقي خبره ده چي حتماً د دې موسساتو کارمندان او د غني وسلوال قاتلین هم سره همږغي دي. د دښمن وسلوال هغه مهال وژل کیږي چي کله جګړه پېښه سي خو د دښمن جواسیس د صلحي په وختونو کي هم د تشخیص کیدو سره سم د وژل کیدلو لیاقت لري. بناً ملګرو ملتونو ته نه وه په کار چي په افغانستان کي د کلتور او فرهنګ د بدلون هڅي په دومره رسوا ډول مطرح کړي. کله چي امیر امان الله خان د افغان ولس څخه د وخت د ابرقدرت پر ضد د جنګیدلو غوښتنه وکړل. پښتون ټبر په ورین تندي دا غوښتنه ورسره ومنل او خپل په زرهاو زړه ور جنګیالي زلمیان یې د بولدک او خیبر غزاوو ته ولیږل چي تر کویټې او پېښور پوري سیمي یې د وخت د ابرقدرت د ځواکونو څخه ونیولې. خو کله چي داغه امان الله خان د دې ولس څخه د ږیرو د خریلو، د پګړیو او پرتوګونو د ایستلو او د شپو(پیکداره خولۍ) و پتلون د اغوستلو غوښتنه وکړل..... ولس ورته وویل چي دا ستا کار نه دی. ده ناحقه مرچک وکړل چي دا خلګ زما خبره ولي نه مني. اصلاً امیر امان الله خان په مسجد یا مدرسه کي د عامو افغانو ماشومانو سره یوځای دیني زده کړي نه وې کړي، د شاهي محل په ژوبڼ کي رالوی سوی وو. چي په ښه وبد پوه سو، خپلي کم عقلي مور غربي ټولني ته د ژوند زده کړي لپاره وړاندي کړ. بیا یې په سیاست، اخلاقیاتو، فلسفه او قانون پوهنه کي هم عالي زده کړي نه وې کړي. په دې نه پوهیدی چي لباس، کړه وړه، خبري اتري چي په مجموعه کي د یوې ټولني فرهنګ بلل کیږي دا د یوې وني په شان د کلنو، لسیزو او پیړیو په درشل کي قوت او پختګي ته رسیږي. کله چي موږ یوه ونه د بیخه کاږو، باید دا احساس راسره وي چي دغه ونه د کلونو او لسیزو په جریان کي دومره لرګی  جوړ کړی دی. په یوه ورځ کي د بیخه ایستل کیږي او ټوټه ټوټه کیږي خو د دې د بینه تللي وني ځای چي یوه بله ونه نیسي باید څو کلونه او لسیږي انتظار وباسو. که امیر امان الله خان پوهیدلای نو په افغانستان کي د یوه فرهنګي انقلاب راوستلو د هڅو پر ځای به یې د ځایي فرهنګ زده کړي ته توجه کړې وای. په بغره کي به د هیواده نه وتلای او نن به د یو څو فاسدو ټیکنوکراټانو پرځای د ټول افغان ولس اتل وای. ملګري ملتونه، بهرني سفارتونه او بهرني موسسات باید د افغانستان د ولس پر ضد خپلو فرهنګي بریدونه پای ته ورسوي. په افغانستان کي دي د کورنیو د ساختارونو د بینه وړلو، فحشاء خپرولو څخه لاس واخلي. په اسرایل کي اخیستل سوی هغه ویډیویي کلیپ په افغانستان کي په ملیونونو ځوانانو په سوشل میډیا کي ولیدی چي د ملګرو ملتونو د یوې ادارې په رسمي موټر کي د دې ادارې کارمندان پر عام سړک باندي کورداري سره کوي. کله چي افغانان پوه سي چي د ایف کې کې، د یهوا شاهدان، ایل جي بي ټي کیو په شان مضر تحریکاتو ته لاره هوارول دوئ د خپلو تیرو لسیزو لاسته راوړني بولي نو ښه به په افغانستان کي وچلیږي. اوس خو افغانان د جګړې علت داغه بولي چي سوء تفاهمونه موجود دي. د طالبانو په جامو کي د آی ایس آی او خاد ایجنټان د ولسي کورونو تر څنګ پر داخلي و بهرني ځواکونو ټکان وکړي. او د حکومت په نوم د همدې استخباراتو یو شمیر نورو ایجنټانو لخوا امضاء سوو نظامي تړونونو په اساس د دوئ اردو هغه هوایي کوردیناټ طیارو یا توپو ته ورکړي یا خپله هوانونه پر راوغورزوي، په دې مابین کي ولسي وګړي شهیدان سي. یا دا چي د ملا محمد عمر میلمنو پر امریکایانو حملې وکړې هغه راغله اوس یې طالبانو او د طالبانو خواخوږو ته بمونه او راکیټان کش کړي دي. دا چي خلګ دې خبري ته متوجه سي چي د نړۍ متمدنه ولسونو د جګړې لوبه دلته ځکه ګرمه ساتلې ده چي پتلون، د ښځو بې ستري، بې حجابي، د نارینه وو او ښځو مخلوط ټولنیز ژوند او بې دیني ته وده ورکړي او موږ د دې لپاره وژني چي د دوئ کلتور ته وراوښتو ایمان پلورو مډرنیسټانو لپاره ممکنه ګواښ یو؛ بیا به نو اصلي جګړه په افغانستان کي پیلیږي او دا جګړه به ټولي نړۍ ته خپریږي د ټولني خودسره دفاعي محراقونه به رامنځته کیږي چي خپل معلوم دښمنان به په نښه کوي. تر اوسه پوري خو افغان ولس په جګړه کي فعاله رول نه دی ساتلی او تر یو حده د حکومت سره  او هم د طالب سره همکاره دی. د دې دوو ډلو تر منځ صلح، سیاسي او اداري اصلاحات عملاً صلحه راوستلای سي. طبعي خبره ده چي ولس په دواړو اړخونو کي فاسد عناصر پر واک باندي لیدل نه غواړي (فاسد که ږیر خریلی نیکټایي داره وي او که ږیرور او لنګوټور موږ ته د منلو نه دی). د سقوط سره مواجه اوسني دولتي نظام په لمړنیو وختونو کي د ولس سره چنداني ستونزي نه لرلې. د پښتون میشتو سیمو ډېرو خلګو د مرکزي دولت لخوا معرفي سوی والي، ولسوال، د امنیې قومندان، رئیس او کوم بل چارواکی په پټه خوله قبلول. مرکزي دولت یې پرېښودی چي خپلي قرارګاوي د دوئ په سیمو کي واچوي. هو دا توقع یې د مرکزي دولت څخه لرل چي که به دا جګپوړی چارواکی فاسد، مجرم یا خاین وختی نو د عام ولس لخوا په مشترکه توګه یې لیري کیدلو غوښتنه سوې وای، نو د دولت لخوا یې دا غوښتنه منل کیدلای. دلته هغه پخواني خلقیان، پرچمیان، ټوپکي اقلیتي تنظیمونو لنډغر او نور اموخته خواره راولاړ سول، د پاکستان او ایران استخباراتي ادارو ته یې جاسوسي ته ادامه ورکړل. د پاکستان د استخباراتو د سفارښت په مټ یې د ملي امنیتي ځواکونو لوړي رتبې او موقفونه انحصار کړل، وزارتونه یې د خپلو بې کفایته او نا اهله لویالیسټانو څخه ډک کړل او د اکثریت پښتون ولس بې رحمانه استحصال یې پیل کړل. د دولتي چینله یې د نوو راښکیل سوو دولتونو د لوړ پوړ ډیپلوماټانو او چارواکو سره اړیکي جوړي کړلې او په هغه اړیکو یې په دولتي نظام کي لوړ اداري او سیاسي موقفونه وساتل. کله چي به د سوء استفادې شکایتونه یې ولس مشر ته راتلل، ښکیلو دولتونو استازو به ولس مشر تر فشار لاندي ساتی چي پام دا خلګ لیري نه کړې. کله چي غني راغلی دا بېشرمئ نوري هم زیاتي سوې. په لوی لاس یې د دولت او ولس تر منځ واټن زیات کړ. دا تیرو ۱۵ کالو څخه په سوشل میډیا باندي د افغانستان د تجزیې د دسیسو په اړه خبري اورو. هیوادونه خو تجزیه کیږي داغسي چي مرکزي اداره د ولس پر توقعاتو باندي تله تیروي، د ټولني دود، کلتور، عقیدوي او فکري ارزښتونه یې تر پښو لاندي کوي. آخر ولس یاغي سي چي نه غواړي.... موږ خپلي سیمي تر مرکزي واکمن ښه اداره کولای سو. چارواکي لږ مرداري یې لږ... افغانستان په ظاهره دوئ د اسلامي جمهوري هیواد په صفت په رسمیت وپیژندی خو په حقیقت کي دا تیر شل کاله د ورایه شاهد دي چي نه افغانان خپل ریښتني استازي په ټولټاکنو کي کاندیدولای سي او نه یې هم رایه شمیرل کیږي. بهرنیانو پر موږ داسي ولس مشر مسلط کړ چي په لوی لاس نامحرمه ځواني ښځي پر لوړ پوړو چارواکو باندي تپي چي په خپلو کارځایونو کي یې د ځانه سره وساتي. کله چي نارینه او ښځینه په مخلوط کاري چاپیریال کي اته اته ساعته لا زیات راکړه ورکړه سره ولري، هیڅ بعید نسته چي د دوئ تر منځ دي جنسي تمایلات نه سي پیدا. پخوا موږ داسي ګڼل چي یوازي پس پاته او په دایمي جګړو کي ښکیل ولسونه د بهرنیو لاسپوڅو واکمنیو د ستونزو سره مخامخ وي. دا چي د نړۍ د نورو هیوادونو خلګ افغانستان ته راغلل او موږ ورسره اشنا سوو، خبر سوو چي په نړۍ کي هر ځای او په هر وخت کي دا ستونزي موجودي وې. کله چي د فرانسې ولس د خپلو ناخوښه واکمنانو د بدلون هڅه وکړل، د نورو هیوادونو لښکري یې د فاسدو واکمنانو ملاتړ ته راغلې. جرمني ورته تجربه لرله. په دې نیژدې وختونو کي چي کله د سوریې ولس د بشار الاسد څخه ځان خلاصولو هڅه وکړل، بشار الاسد او د هغه سره مل د لطاقیې یو څو لنډغر وتوانیدل چي د ټولي نړۍ استخبارات په خپله ګټه او د سوریې د ولس پر ضد په حرکت کي راولي. روسان تر نن ورځي پوري په دې نه دي توانیدلي چي په سوریه کي د خپلو ځواکونو په لاس د ملیونونو سوریایي بې ګناه وګړو وژنه په کوم اخلاقي یا منتقي دلیل توجیه کړي. په امریکا کي ډونلډ ټرمپ او د هغه ملګري خوشبخته وه چي د کارپوریشنونو لاسپوڅي ګوند سره یې د رایو جګړه وکړل او د څو ملیونو ژوندیو انسانانو رایي د یو څو ملیونو پیریانانو په رایو خنثاء سوې. اوس که ټرمپ دا ووایي چي ژوندي انسانان که رایه ورکولای سي، جګړه هم کولای سي. خو پیریان یوازي د پوستې د لاري رایه کارولای سي. پښې او لاسونه نلري چي ټولو په وړاندي کوم کار اجراء کړي، نو زه هم د جګړې د لاري واک لاسته راوړم. نو په جواب کي به د کارپوریشنونو استازی جوبایډن ورته ووایي چي اوس خو دي څو ملیونه کاغذونه سکریپ ته ولویدل، په جګړه کي به د ملیونونو ملاتړو مړي ووینې.... د امریکا سیاست زموږ خوارو افغانانو تر فکري سویې ډېر لوړ دی. ډونلډ ترمپ که د بریا دعوه کوي، داعیه یې ځکه برحقه ده چي ډیموکراټانو د پوستیي رایو ته پناه یووړله. اوس دا خبره هم ځان ته یو سوال دی چي جوبایډن ولس مشر سي دی به کوي څه؟ دا چي یو ځل بیا ملیونونو امریکایي ډالر د جګړې او بیارغوني او بهرنیو مرستو په نامه پردیو جیبونو ته وراچوي حال دا چي ټرمپ ټوله امریکا ورته بیداره کړې ده. ایا ویښ انسان هم په غومره اساني سره شکولای سو لکه یو بیده انسان؟ د ایران د پاسدارانو په لاس د ارامکو شرکت تاسیساتو ویشتلو وروسته به بیا هم عرب بیرته د غفلت په غیږ کي بیده سي او که به پر ځان راتنګیدونکې د شیعت تور د شلولو هڅي کوي. د پاسدارانو تر عمومي قومندې لاندي منظمو عربي روافظو او سلفیانو یو وار یهود بیت المقدس ته راوستل، بیا یې روسان سوریې ته راوستل او په دې نیژدې وختونو کي به چینایان ایران او عراق ته راولي. که څه هم موږ په امریکا کي د نړیوالو مافیاوو د قوت ننداره وکړل چي څنګه یې یو ولس پلوه کاندید ته په بریالیتوب سره ماته ورکړل خو د دې بریا لوړه بیه یې هم پرې کړل. 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery