مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-02-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د محمد امين احمدي پام وړ :

سيد حسين پاچا

 

له پنجابه يوځل مخکې داسې يو مشکوک اذان وشو، خو دا ځل هماغه پنجابی اذان له مسکو او له قُم څخه وشو

دې خاورې ته رښتينی ابراهيمي اذان ((واذن فی الناس فی الحج ...)) له نن څخه زرګونه کلونه مخکې رارسېدلی. د رنجيت سينګهـ او د زرتشت باطلو اذانونو ته اړتيا نشته

د پنجاب د هيرا منډي اذانونه پاکې خوله او پاک ځايونه غواړي، خو د پنجاب اذانونه په مردارو (ناولو) خولو او له ناولو ځايونو ((تهران ومسکو)) راپورته شول

نوټ : داسې برېښي چې پنجاب دا ځلې روسان و ايرانيان (تهران و مسکو) د خپل ځان او خپلو ګټو د ساتلو لپاره بلهاري کړي. ځکه خو احمدي وستانکزي هم د قُم او د مسکو  په نغوته د آغلې ماريا زخاروف غوندې ورته خبره وکړه. ضمير کابلوف لکه چې د پنجاب په نغوته د شيخ هبت الله او د آغلې ماريا زخاروف نکاح دا ځل د قُم پر اخوندانو وتړي. ځکه خو ملا برادر يې تهران او ستانکزي يې مسکو ته د تېر په څېر زرداري تهران او ګيلاني بېجينګ ته منډه کړه او امريکا ته يې د تهران و بېجينګ ګوتڅنډنې او د پنجاب اندېښنې ورواورولې. پوتين هوښيار، خو کابلوف شين خر دی. پوتين بايد هوښيار او دې ټکي ته متوجه اوسي چې کابلوف له افغانانو او افغانستان سره خپله پخواني شخصي عُقده (رخه/کينه) لري او تر اوسه لا هماغه خپله زړه عُقده (رخه/کينه). د پنجاب پر لاس روزل شوی طالب له پنجاب پرته د بل چا پر ګټه نه راځي، نو پر پانګونه ورته نه ارزي.

زه په عاشق سړي پوهېږم

د دروازې په ځنځير ځان مشغولوينه

طالب ساده ګل چې پنجاب يېتل  د خپلو ګټو لپاره کله د الحاد او کله يې د کمونيست و اتاييست او کله يې د زرتشتيانو غېږې ته وراچوي. تر پرونه خو يې خو زموږ د جهاديانو پر سر له مسلمانانو او اهل کتابو يعنې عرب وعجمو او غربيانو سره معامله وکړه، خو اوس يې د خپلو ګټو لپاره پر هر چا پلوري.

 

د بايډن له راتګ سره بيا پنجاب وارخطا او پر کونه يې رپا ولګېده، ځکه خو يې ستانکزی و برادر په ډېره منډه وتلوسه يو لوري او بل لوري ته واستول او له هغه ځايونو پنجاب بيا خپله تلوسه د علي شمخاني، احمدي، برادر او د ستانکزي په خولې د تهران ومسکو پر ملاتړ راويستې. خبره د ولسمشر غني پر استعفاء او په نوي اسلامي حکومت نه خلاصيږي. پنجاب شا ته هغه نورې په سينه کې پټې غوښتنې هم راوباسي او د افغانستان د بيا ورانونې او بېثباته کونې او هم د ادغام و د الحاق او د ستراتيژيکې ژورتيا غوښتنې سره څه کوي؟ پنجاب وطالبان ولې له ټاکنو ويريږي؟ پنجاب بيا د ډاکټر نجيب الله د وخت خوبونه ويني.

 

د جوبايډين اداره بايد د CIA پخواني کارمند ښاغلي بروس ريډل  خبره په پام کې ونيسي چې :

Secret Pakistan

Pakistan has been accused of playing a double game, acting as America's ally in public while secretly training and arming its enemy in Afghanistan according to US intelligence.

Bruce Riedel

Figure 1 In Afghanistan we saw an insurgency that was not only getting passive support from the Pakistani army and the Pakistani intelligence service, the ISI, but getting active support” [Bruce  Riedel, Advisor to President Obama in 2009]

بروس ريډل خپلې موندنې له ولسمشر اوباما سره شريکې کړې او ورته يې وويل : پاکستان د کلونو راهيسې له مونږ سره دوه ګونې لوبه کړې او ښايي چې دغې کړنې ته دوام ورکړي.

د سي آی ای يو پخواني مامور بروس ريډل وايی چې پاکستان د بوش اداره په ډېره چالاکۍ سره تير ايستله.

Pakistan a particularly general Musharaf played the Bush administration like a fiddle.

پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.

مشرف پوهېده چې له هرې غونډې نه وړاندې خپلې ذخيرې ته نور توکي ورواچوي. د مشرف او د بوش د کتنې په درشل کې به يې د القاعدې يو فعال راوويست چې دا دی څلورم کس، دا دی په القاعده کې درېيم کس مو ونيوه او په دې توګه به يې د انتقاد مخه ډب کړه.

په همدې مهال کې له اسلام اباد نه برېتانيا ته رسېدلو ريپوټونو هم د امريکا ادعا پياوړې کوله. ډګروال ريچارډ کيم Richard Kim د برتانيا د کابيني د استخباراتو پخوانی مشر وو چې د ايم آی شپږ (MI 6) او ايم آی پنځو (MI 5) له ادارو ريپوټونه ورته سپارل کېدل.

I think it was quite clear to us that the Pakistanis were playing very much a double game and a lot of …

 

افغانان پوهيږي چې ملتاني قريشي لا وختي د بايډن په راتګ سره طالبان د تهران او د مسکو لمن ته ورواچول، ځکه خو ملا عبدالغني برادر تهران او شير محمد ستانکزي مسکو ته منډه کړه او د دوحې خبرې پر ځای پاتې شوې دا ځکه چې پنجاب په وېره کې دی او باجوه څو ورځې مخکې خپله اندېښنه د امريکا له سفير سره شريکه کړې وه او هغه ورته ډاډ ورکړی وو، نو د مشر ملا صاحب د ملا محمد عمر چرګوړي چې اوس ملا هبت الله ورپاتې دي د تهران ومسکو لمنې ته ورواچول، خو د واک اختيار يې له پنجاب سره دی چې هېڅ ځان ترې خلاصولی نه شي. يا په نورو ټکو طالب له پنجاب سره يرغمل او برمته دی چې خلاصول يې چل وهنر غواړي. ولسمشر غني پنجاب له خوږې ګوتې نيولی او پنجاب به اول وي او که اخر طالب راخوشې کوي او له ځان سره يې نور ساتلی نه شي.

 

پنجاب به يا غرقيږي او يا به ځان له غرقېدو راوباسي. پنجاب بايد پوه شي چې نور افغانان هغه پخوا افغانان نه دي. دوی اوس هوښيار او اقتصاد پوه ولسمشر لري او هغه د پنجاب د تورې سومبې ښه متخصص دی چې څنګه پکې مالګه واچوي او له اقتصادي پلوه يې ورته وسوځوي. ايا همدا سوځونه يې بس نه ده چې څو اوونې وړاندې ترې ماليزيا خپله الوتکه په پور کې له سپرليو سره ستنه کړه او تر ننه ورته چندې غواړي، خو طالب ته هر څه پرېمانه دي.

 

دا چې پرون حفيظ منصور او نن محمد امين احمدي د پنجاب او قُم په لمسونه ورته څرګندونې وکړې، نو افغانان يې لا وېښ کړل چې د پنجاب وتهران کله دا لوريږي چې افغانستان دې پرمختګ وکړي او د خپلو اوبو، خاورې او خپل سياسي واقتصادي واک څښتن شي، نو ځکه خو به پنجاب وقُم کله ناکله د سامري په شان پر خپلو بړېڅو لاس راکاږي او دوی به د هغوی پر خوښه اواز راوباسي، لکه پرون و نن چې منصور او نن احمدي راويستل او کابلوف به ورته له خپلې زړې شخصي عُقدې ((رخې / کينې)) له مخې چې له افغانانو او افغانستان سره يې لري د نڅاګر په شان د خوښۍ لاسونه اچوي.

 

((قال بصرت بما لم يبصروا به فقبضت قبضة من أثر الرسول فنبذتها وكذلك سولت لي نفسي))، [ طه : ]

التفسير الميسر : قال السامري: رأيت ما لم يروه - وهو جبريل عليه السلام - على فرس، وقت خروجهم من البحر وغرق فرعون وجنوده، فأخذتُ بكفي ترابا من أثر حافر فرس جبريل، فألقيته على الحليِّ الذي صنعت منه العجل، فكان عجلا جسدًا له خوار؛ بلاء وفتنة، وكذلك زيَّنت لي نفسي الأمَّارة بالسوء هذا الصنيع.

 

موږ افغانان بايد پر کور دننه او بهر هوښيار اوسو چې بيا د پنجاب او د قُم له هيلو سره سم خپلې تېرې دورې او حالاتو ته وروګرځو چې اردو مو ړنګه او اقتصاد مو له خاورو سره خاورې او بيا د دوی لاسونو ته مو د خير او ګدايي لاسونه اوږده کړې وي. د منصور او احمدي په څرګندونو هوبه هو (کټ مټ) د اغيارو همدغه هيلې او ارمانونه نغښتي دي او دا ځل بيا د تېر په څېر د ډاکټر نجيب الله د وخت په څېر مو هر څه کباړ او ټولې لاسته راوړنې مو په سيند لاهو شي او هم د حکومت ونظام په بدلون سره هر څه تباه وبرباد شي. ځکه خو دوی ولسمشر غني نه شي زغملی دا ځکه چې هغه د جنګ ځپلې افغانستان اقتصاد د دوی په پرتله لوړ او ثابت وساته او هم يې اوبه مديريت کړې او لا مديريت کوي يې او د حکومت ړنګ شوی سيستم يې بيرته راورغاوه او لا رغوي يې، نو ځکه ولسمشر غني د دوی د سترګو اغزی دی او په هېڅ شان يې د يو پرمختللي افغانستان لپاره زغملی نه شي او مخه نيول يې غواړي، خو لله الحمد اوس ولس هوښيار شوی دی او د دې پرديو غولول شويو چرګوړو د تخريب او شيطانۍ مخه به نيسي.

 

په درنښت

 

 

ملابرادر د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له مشر سره کتلي (pashtovoa.com)

د طالبانو مرکچیانو مسکو کې له روسي چارواکو سره لیدلي دي - BBC News پښتو

طالبان د سولې نیت نلري، هر شوم هدف ته به یې ټینګ ځواب ورکړو ـ محب (pashtovoa.com)

Rohi.AF ::  احمدي، د حکومت د مرکچي پلاوي غړی: لنډمهاله حکومت راتلونکی او غني په کې ځای نه لري

د موقت حکومت په هکله د افغان مرکچي پلاوي غړي ته منسوب غږیز پیغام غبرګونونه پارولي - BBC News پښتو

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery