مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-04-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دصلحي پروسه او ددوږغ ډبره - دریمه برخه

عبدالستار ایوبي

 

 (۲۷ جدي ۱۳۹۹)

ډونلډ ټرمپ چي د کوم ډیپ سټیټ (Deep state) خبره کوله، په دې خو خر لا پوهیدلای سي چي ډیپ سټیټ د سب وې (Sub-way) د اخبار فروشانو څخه نه دی تشکیل. حتماً به د قاضیانو، ډاکټرانو، سناټورانو، جنرالانو او نورو بانفوذه خلګو څخه تشکیل وي. که نړیوالو مافیاوو خپل کاندید په امریکا کي کامیابه کړی نو د خپلو لاسپوڅو هغه پراخه شبکه یې هم رسوا کړل چي دوئ د دې بریا د لاسته راوړلو لپاره یې په کار اچولې وه. نن د امریکا ملت هر هغه شخص خپل واجب القتل دښمن بولي چي د پوستې د لاري رایه ورکولو ملاتړی وي او یا دې خبري منلو ته اماده نه وي چي د دې لاري درغلي امکان لري. د افغانستان د خلګو ویني دا شل کاله وبهیدلې خو نن شل کاله وروسته افغانان پوهیږي چي په دې هیواد کي څوک څوک دي چي د بهرنیانو لپاره د دې هیواد خلګ وژني. د فرانسې ولس مشر یو بل مثال دی چي د یوه خپلواک هیواد لوړ موقف لرونکی شخص څنګه د یو شمیر غیر رسمي حلقاتو لپاره خپل ځان سپکوي. د فرانسې ایمانویل میکرون یو سنګین، تعلیم یافته او ابداره شخص وو. کله جي د وینزویلا ولس مشر ده ته د بدرنګي میرمن لرلو پیغور ورکړ نو په نړۍ کي یې د ډیرو انسانانو خواخوږي او ملاتړ خپل کړ. دی خپله د جذاب شخصیت څښتن دی او د نړۍ د یوه اټومي ابرقدرت هیواد ولس مشر هم دی. کله چي ده د چارلي هیبډو د لغړیانو ملاتړ ته ملا وتړله دا همداسي وو لکه یو لوی عاقل بالغ ږیرور سړی د ماشومانو سره په کوڅه کي مردکي کوي او بیا یې په مردکو باندي د ماشومانو سره جنګ سي نو ښکنځل هم شروع کړي، لغتي هم وهي، کله ژاړي.... کله چي د محل نور عاقلان او بالغان یې وویني نو د مرستون امبولانس ته زنګ ووهي چي هلئ ژر راځئ، مستو بنګو لیونی کړ جانان.... لمړی خو د کاریکاتورونو او رسمونو د لاري د  نړۍ پر عزتمندانو باندي ملنډي وهل یو سپک کار دی او بیا د یو داسي عظیم شخصیت سپکاوي کونکو دفاع کول بیا ډیر زیات نامعقوله کار دی چي هغه د نړیوال بشریت لپاره خپلي ښې او ښادئ قربان کړي وي. حضرت محمد ص نن ورځ یوازي د مسلمانانو لپاره عزت مند شخص نه دی بلکه د نړۍ د سیاسي، اقتصادي، مذهبي، ټولنیزو او اخلاقي علومو د پوهانو، استادانو او زده کونکو لپاره یو مثالي شخصیت دی. او بیا عام مسلمانان چي د نبي ص دومره عزت کوي، هغه په دې ساده دلیل چي د الله تعالی ج له جانبه غوره سو څو د نړۍ د حالق وروستی پیغام تر بشریت پوري وروسوي او د کافرانو مشران چي دا قرآن د الله تعالی ج کلام نه بولي، هیڅ چاره نه لري  چي دا معجز کلام د هغه چا تالیف وبولي چا چي دا دعوه کړې ده چي د وحي د لاري ورته رسیدلی دی؛ بناً دا کافران مکلف دي چي منحیث د یوه بشر د نبي ص په عزت او تکریم کي تر مسلمانانو زیاته مبالغه وکړي څو خلګو ته پوهان او ښه خلګ معرفي سي. دا ځکه چي قرآن په څومره فصاحت سره خلګ د ښیګڼي لاري ته رابولي، مثل یې تر ننه پوري نه دی وړاندي سوی. تر کومه ځایه پوري چي د الله تعالی ج د سپېڅلي ذات څخه د انکار خبره ده..... هغه ټولو ته ثابته خبره ده چي د انسان په شان د یو موقت الوجود، ناقص القوه او محدود الحواس مخلوق په وسه نه ده پوره چي د الله تعا لی ج د موجودیت څخه انکار وکړي په داسي حال کي چي دی نن په اسمان کي کوم ځلانده اجسام ویني هغه د ده څخه څو زره کاله پخوا هم ده ته ورته انسانانو لیدل او نه هم د الله تعا لی ج موجودیت ته موتقد انسان کولای سي چي د الله تعا لی ج د موجودیت مطلق دلیل (معجزه) د الله تعالی ج د ارادې پرته خلګو ته څرګنده کړي. دی چي کله د ځمکي پر سر ګرزیدی، هم د اسمان مسافه ډیره لیري ورته ښکاریدل، کله چي سپوږمۍ ته وختی او د اسماني اجرامو خپل منځي فاصلې یې په تخمیني ډول معلومي کړې نو نور هم پر خپلي بې وسۍ شاهد سو حال دا چي ده انګیرله چي زه سپوږمۍ ته وخیژم او مریخ ته خودکاره ماشینان واستوم نو بشریت ته به د دهریت د حقانیت دلیل وګرزم (د ماشوم فکر).... اوس چي هر څومره د فلکیاتو پر رازونو باندي لږ لږ خبریږي، په دې پوهیږي چي دا څومره ستره دعوه ده چي څوک یې دائره کړي چي خدای تعالی ج نعوذ بالله وجود نلري. میکرون په حقیقت کي د ډیر ساده او صفا زړه خاوند دی. دی هم لکه ډونلډ ټرمپ د کافرانو مومن دی. دده سادګي هغه مهال خلګو ښه مشاهده کړل چي کله د مصر د الازهر مفتي څخه یې د رسول الله مبارک ص د سپکاوي د جواز فتوا وغوښتل. د ده دا تخمین شاید صحیح وي چي د مصر د الازهر مفتي او د مصر اکثریت مسلمانان هم پر خدای پاک ج، پر ورځ د اخرت، جنت او دوږخ باندي د ده په شان ایمان نه لري. که یې لرلای نو د احمد مرسي او د هغه د زرهاوو بې ګناه مومنوملګرو په بندیګیرت او شهادت په چارو کي یې د عبدالفتاح السیسي سره مرسته نه کولای. که نور هیڅ نه وای د جهنم څخه د ځان ژغورلو لپاره به یې لږ تر لږه د دولتي موقفونو استعفاء کړې وای او ترکیې ته یې دعوت ورکړی وای چي پر مصر باندي نظامي برید وکړي او د برید په صورت کي د ترکانو سره دریدلي وای څو خدای پاک ج ته ځانونه سپین کړي. زموږ امام اعظم صاحب رح هم د وخت د ظالمو، جابرو او غاصبو واکمنانو پر ضد توره نه ده راکښلې. هغه د خپل آخرت د حفاظت لپاره یې دغومره کړي دي چي د دې واکمنانو پر لاس یې بیعت هم نه دی کړی او نه یې د دوئ تر لاس لاندي ملازمت کړی دی او د خپل وس په محدوده کي یې حق ته یې حق ویل، باطل ته یې باطل ویل او د مظلوم و حاجت مند سره یې مرسته کول. دا موضوع آخر د  هغه وخت واکمنانو دغومره جدي وبلل چي زموږ امام اعظم رح به یې بند ته واچاوه او په درو به یې واهه. میکرون ځکه د مصر مفتي څخه فتوا وغوښتل چي ته هم زما په شان خدای او اخرت نه منې. چي خدای ج دي ونه مانه نو د هغه رسول بیا ولي باید ومنې؟ چي رسول یې و نه منې نو خوا باید ولي په بده کړې؟ په دې حساب ته هم دهري سوې. راسه د دهریت په دفاع کي زما سره ودرېږه. او د هغه شخص په توهین کي زما سره مرسته وکړه چي د یو غیر موجود قوت د استازیتوب په دعوه یې بېځایه قیودات پر انسانانو باندي وضع کړي دي (نعوذو بالله). دلته ایمانویل میکرون ناپوهي جوته سول چي دی د منافق او مطلق کافر توپېر نه سي کولای. مطلق کافر هغه دی چي واقعاً هم په زړه کي د کفري عقاید برحقه بولي او کفري عقاید ځکه پالي چي هغه رښتیا بولي. ډېر داسي مطلق کافران چي کله حقیقت یې درک کړی دی، مسلمانان سوي دي او راسیخ العقیده مسلمانان ځني جوړ سوي دي. د منافق په اړه خو د قرآن معجز کلام خپله وایي چي دا منافقین چي ستاسو سره وي، درته وایي چي موږ ستاسو څخه یو بیا چي کله دکافرانو سره ملاقي سي نو هغوئ ته وایي چي موږ کلیمه په درواغو ویلې ده، فقط مسلمانان خطا باسو. خو پوه سئ چي اصلاً دوئ نه ستاسو سره دي او نه هم د کفارو سره. منافق اصلاً هغه دی چي عقیدې ته کوم ارزښت نه ورکوي. منافق اصلاً د دې سره هیڅ علاقه نلري چي ایا خدای ج سته او که نه. هغه تنها د دې خبري سره علاقه لري چي څنګه ډیر وګټم څو ډیر وخورم، ښه وڅیښم، ښه واغوندم، ډېر ارام و اوسیږم او ډیر د ژوند خوندونه ووینم. یهودو په نړۍ بازئ کولې خو د مدینې منورې منافقینو یهود په خپلو ګوتو ورقصول. کټ مټ داسي لکه د افغانستان منافقو دهریانو چي روسان، امریکایان او نور کافر ملتونه پر خپلو ګوتو ورقصول او لایې هم رقصوي. په اسلامي نړۍ کي په پټو سترګو د دې هیوادونو د منافقینو ملاتړ دا نړیوال سازمانونه دومره رسوا کړي دي چي په نړۍ کي یې د دوئ نفوذ د ګواښ سره مخامخ کړی دی. دوئ چي کله د افغانستان منافقینو سره د ملاتړ پټ تفاهمونه وکړل، د خپله جانبه څخه یې د افغانستان د واک په لاسته راوړلو کي د هر اړخیزو مرستو وعده ورکړل خو دا شرط یې پر کښیښودی چي دلته به لمړی بې دیني او فحشاء خپروئ او بیا به د عیسویت او نورو باطلو ادیانو پرویانو زیاتولو تر څنګ ایف کې کې، ایل جي بي ټي کیو او نورو ورته مرموزو ډلو فعالیتونه پیلوئ. کله چي به دې بهرینو سازمانونو خپلو افغاني نازولو څخه پایله غوښتل نو هغوئ به ډول ډول بهانې ورته کولې چي دا خو تورن امان الله زموږ په لاره کي خنډ دی، جنرال اکرم خاکریزوال ستونزي راته جوړوي، احمد ولي خان کرزی مو کار ته نه پرېږدي. دلته په طالبانو کي هم ډیر مخالفین لرو لکه ملا بور جان اخوند، ملا احسان صاحب، ملا رباني اخوند و داسي نورو و نور. دا ملاعباس ستانکزی، ملا فاضل، ملا عبدالرزاق و حافظ مجید وارو وفاداره جواسیس خپل سر ته نه پرېږدي. هغوئ هم په یو ډول د ډولونو دا ټول خنډونه یو په بل پسي ورته ختم کړل. آخر چي یې ټول خنډونه د بینه یوړل بیا یې نور کوچني خنډونه ورته پلمه کول چي دا مطیع الله خان و رازق هم کم څاري نه دي. آخر نور خو پرېږده جبار قهرمان و شاه کاکا یې لا په ووژل. یو کرت خو یې دا هم ورته وویل چي دا حامد کرزی تر ټولو غټ خنډ دی. دغه باید حتماً د بینه یوسئ. دلته نو بیا هغوئ پر راغبرګه کړل چي نور به پلمې نه کوئ. موږ کرزی ورځ او شپه څارو. هغه زموږ د مرامونو د مخنیوي لپاره هیڅ هم نه دي کړي، اوس موږ ملیارډونو ډالر دلته مصرف کړل، د خپلو اجیرانو په مټ مو د اویا ملتونو اتباع دلته وجنګول، په دې کوچیانو او بزګرانو مو داسي انسانان ختم کړل چي یوازي پر ځیږون یې ۲۰۰۰ ډالره مصرف راغلی وو. اوس به نور په افغانستان کي ایف کې کې راته جوړوئ. حد اقلاً لږ پرمختګ خو باید وسي. هغه وو چي د پیغمبرۍ کاذب دعوه داران په افغانستان کي پیدا سول خو انتن یې ورنه کړ. د افغانستان تر ټولو بدرنګه ښځي باندي یې ډیر تنګ او نازک کالي واغوستل او په فرانسه کي یې تقریباً بربنډه ورقصول. په نارینه وو  کي د ډاکټر نجیب او ډاکټر غني یو د اکا زوی د بغلان په یوه غونډه کي ځان تقریباً بربنډ کړ. د نړیوالو یهودي سازمانونو مشران ډیر مایوسه سول چي دا زموږ اجیران ښه لوړه بیه واخلي، کار تقریباً پای ته ورسوي خو هیڅ کله نتیجه نه راوړي . دا داغسي کار وو لکه  پیسې چي د زرکي د غوښو واخلې او کباب د فارمي برایلر چرګ دا راباندي وخورې. هغوئ ورته وویل چي دا د پنډو شونډانو لرونکي ښځي خو کالي اغوستي دي، د افغانستان منافقینو ورته ویل چي په توره شپه او تیزو رڼا ګانو کي کټ مټ بربنډه ایسیدل، هیڅ چا دا احساس نه دی کړی چي کالي یې اغوستي دي. بیا یې د اشرف غني د اکا د زوی په اړه ورته وویل چي ده خو دا اوږد د باکسرانو نیکر اغوستی دی موږ یې څنګه په ایف کې کې درڅخه قبول کړو. په امریکا کي عیسویان عبادت ځای ته په دغومره اوږدو نیکرونو کي ځي.او بیا چي مو یو نارینه بربنډاوه، یو اندامداره ځوان به مو بربنډ کړی وای چي افغان زلموټي (د زیار او زیور د کارخانې تولید اصطلاح) هم پر شوق راغلي وای. غوړ ژبي حنیف اتمر او انوارالحق احدي ورغبرګه کړل د افغانستان په شرایطو کي داغه هم ډېره ده چي یو ببر بېډوله سپینږرۍ مو تقریبي درته بربنډ کړ. او بیا خو تاسو کرزی هم نه کی راته مړ، موږ ګزاره درسره وکړل.... مربیانو به بیا پر راغبرګه کړل چي تاسي د کرزي څخه ولي نه قراریږئ.... هغه خو یو سړی دی په کابل کي درته ناست دی په تاسي څه کوخ لګوي. دوئ به بیا ورته وویل چي کرزی د څومره عامو افغانانو سره په یوه ورځ کي ویني اشرف غني، عبدالله، و حکمت یار په ټوله عمر د دومره افغانانو سره لیده کاته نه دي کړي. مربیانو به بیا پر راغبرګه کړل چي تاسي هم ورسره ووینئ، ستاسو مخه بیا چا نیولې ده. دوئ به ورته ویل چي پر موږ باندي افغانان ځانمرګی کوي. آخر چي اشرف غني د ولس مشري ټولټاکني وکړې او د افغانستان منافقینو په خپل ټوله وس تنها یونیم ملیون وګړي د رایو لپاره راوایستل نو د مربیانو سترګي یې خلاصي سوې چي عربان که په بازانو مصرف کوي، هغه یې پر هغه بازانو باندي کوي چي وزرونه یې ثابت وي. پر مات وزري باز باندي به یو احمق مصرف کوي. اوس د افغانستان د منافقینو مربیان محض غیرت نیولي دي، نور د موضوع سر و سر بر لکه چي ځني ورک دی. موږ اوس هم ورته وایو چي د افغانانو د کلتوري ارتجاع (cultural transformation) څخه تیر سئ، د پښتنو سره صلحه وکړئ. د افغانستان د جنوبي پښتني قمربند د پښتنو د قتل عام څخه لاس واخلئ او خپلي مادي، تجارتي او اقتصادي ګټي دلته حفظ کړئ. که نور وخت ضایع سي نو جګړه به داسي رنګ واخلي او داسي د حساسیت اور به په هیواد کي بل سي چي دا د کابل مکرویانونو د وریښمو چینجي خو به پکښي سوځي چي سوځي خو دا ځل به د ملګرو ملتونو ادارې او د یو شمیر هیوادونو (اروپایي اتحادیه) سفارتونه هم د تل لپاره په افغانستان کي تړل کیږي. داسي لی لی به جوړ سي چي نه به د کرزي صاحب سر په خلاصیږي، نه د ملا برادر اخوند او نه هم د خلیلزاد او پمپیو. سکاټ ملر به پتلون کښلی وي خپل د مخ او شا لمن به یې په بغل کي سره غوټه کړي وي او خاشیي پلمېټ به یې خولې ته نیولی وي. ډاکټرانو ته چي یې ورښکاره کړې، هغه به وایي چي یوازي د اته ۸ کلنۍ پوري حافظه ورپاته ده، هغه د نورو کلونو حافظه یې په شفټ پلس ډلیټ ځني پاکه سوې ده....... 

اوس نو دوئ به وایي چي موږ د پاکستان د آی ایس آی شیعګانو، اسماعیلیانو او قادیانیانو سره وعده کړې وه چي په افغانستان کي د عربو د نفوذ د ختمولو وروسته به دا هیواد تاسي ته درپریږدو. افغانان هم په هغه تعهداتو خبر دي خو دوئ د افغانانو سره هم تعهدات کړي وه چي شمالي ټلوالي ته به کابل ته د داخلیدو اجازه نه ورکوي او پښتانه به د سیاسي واک څخه نه حاشیې ته کیږي. دا چي اوس د روافظو سره د دوئ پټ تړونونه رسوا سوي دي او د نړۍ اهل السنت والجماعت مسلمانان یو څه راویښ سوي دي، دا ډیره ستونزمنه خبره ده چي جو بایډن دي کار د هغه ځایه بیرته پیل کړي، پر کوم ځای چي اوباما پرې ایښی وو. د عربي نړۍ د واکمنانو لپاره د بني امیه او بني عباس د کورني دولتونو عبرتناکه انجام موجود دی. یوازینۍ خبره چي د افغانستان او پاکستان اهل السنت و الجماعت مسلمانانو په زړونو کي یې د بري امیند ساتلی دی، دا عقیده ده چي تر څو ریښتني مومن طواف کونکي موجود وي الله تعا لی ج به د نړۍ روافظ او سلفیان پر دې بریالي نه کړي چي په حرمین شریفین کي فساد خپور کړي. د دوئ د ناکامي دلیل داغه دی چي د الله تعا لی ج لخوا د امن ځمکه بللې سیمه کي د فساد خپرولو هڅي کوي. د آل سعود کورنۍ که څه هم د خپلي سیمي د ولسونو ډیر بنیادي حقوق غصب کړي دي خو د حرم شریف او عبادت ته راتلونکو مسلمانانو په میلمستیا کي یې لټي نه ده کړې. الله تعا لی ج دي دوئ ته اجر، د ښو توفیق او هدایت وکړي چي خپل ریښتني دوست او دښمن وپېژني. کاشکي دوئ په یمن او نورو ځایونو کي د لویالیسټانو او غوړمالانو په غوړمالیو نه وای غولیدلي. ولي به نن افغانستان او پاکستان د دوئ د دښمنانو په لاس کي وای. د افغانستان او پاکستان د دولتي ادارې او ملي امنیتي ځواکونو رهبري د فارسیسټانو په لاس کي ورپریښودل د عربانو هغه ستر غفلت وو چي یوه پیاوړي جبران ته اړتیا لري. او داغه یې وخت دی. په راتلونکي شل کاله کي که د ایران رافظي پاسدارانو رژیم نسکور نه سي، خلیج العربي به بیا د امریکا او برطانیې د تیلو ټانکرانو لپاره یوه محفوظه تجارتي لار نه وي او دې هیوادونو ته به تیل د چین او روسیې په اجازه د دې لارو تیریږي. په اسلامي نړۍ کي رافظي عناصرو د پیاوړتیا لوی راز دا دی چي د دوئ غیر مسلم مربیان د دوئ د عادي طبقې پر سیواد، لیک ولوست، علمي او فرهنګي ظرفیت جوړونه باندي پانګونه کړې ده او دوئ یې په دې توانولي دي چي مهمو دولتی موقفونو ته په رسیدلو کي یو له بله سره مرستي وکړي. دا چي دوئ په دې برخه کي یو شمیر غیر اخلاقي حربو څخه هم کار اخلي (په ټوله نړۍ کي که اسلامي وي یا غیر اسلامي، مخفي سازمانونه همدا تکتیکونه په کار اچوي) دا بیا اضافي پلس پواینټ دی. د اسلامي نړۍ د دوامداره انحطاط د مخنیوي یوازینۍ لاره دا ده چي د فحشاء، مخدراتو، مسکراتو، دخانیانو مرکزونه د بینه یوړل سي، د ځوانانو د عقیدوي طبقې د ظرفیتونو پر روزنه کار وسي او مهم دولتي موقفونه د ټاکلو مناسبو معیاراتو په اساس ورته وسپارل سي. په هر محل، کلي، بازار، ښارګوټي او ښار کي ځایي خلګ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر داوطلبانه رسمي ګروپونه جوړ کړي چي د پولیسو سره د نامشروع کاروبارونو په تړلو کي اوږه په اوږه کار وکړي. امر بالمعروف و نهي عن المنکر د هر مسلمان مسئولیت دی، چي باید د وس او توان سره سم یې د کورنۍ، کوڅې، محل، کلي، ښار، ولایت او هیواد په سطحه عملي کړي. موږ باید کفارو ته لا دا خبره وروښیو چي د رسمي نکاه څخه بهر جنسي اړیکي ساتل، مخدرات، مسکرات او دخانیات کورني ساختارونه د بینه وړي. کورنی ساختار د ټولني وظیفوي واحد دی. چي کورنۍ د بینه ولاړه سي نو بیا ټولنه هم نه پاتیږي او ملت محوه کیږي. که اسلام دا شیان منع کړي دي، د دې ممانعت منتقي او معقول دلایل سته. دا چي نن ستاسو په ښارونو کي ایل جي بي ټي کیو، ایف کې کې، فیمینیزم په شان نامعقول حرکتونو ته لمني وهل کیږي، دا ټوله د دې لپاره چي ستاسي د کورنیو د تشکیل څخه راوګرزوي او کله چي تاسو کورنیاني تشکیل نه کړئ او اوباشي او لاوبالي ته ترجیح ورکړئ. تاسي به په خپلو کلیو او ښارونو کي داغسي یاست لکه ستاسو په کورونو کي دا سپي او پیشیاني یا دا مرغان و خوځندې ګرزي. تاسي به د خپل وجود ملکیت لا هم ونه لرئ. په امریکا او اروپا کي په زرهاوو پیغلي د دې لپاره د فحشاء په مرکزونو کي خپل عزتونه پلوري چي د لوړو زده کړو مصارف پرې کړي. تر کومه ځایه چي د افغانستان موضوع ده دلته دوئ د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو خبري کوي چي دا لاسته راوړني د جنډر پر مسائلو څرخي د افغانستان ۹۹.۹۹٪ خلګ اوس هم په دې نه پوهیږي چي جنډر څخه د دې نړیوالو مقصد څه دی؟ دلته په نسانانو کي جنسیت دنارینه او ښځینه جنسونو څخه عبارت دي چي د طبعي تقسیم په اساس پیدا کیږي. د کورنۍ په چوکاټ کي د دندو په ویش کي جنسیت ډیره مرسته کوي. هغه صفر اعشاریه صفر صفر یو فیصده خلګ چي په موسساتو کي د جنډر پر مسایلو پروژوي پروګرامونه طرحه او عملي کوي هغه خواران لا د جنډر د کلاسیک تعریف په ګرداب کي بند دي چي جنډر معنا د ښځو حقوق چي باید په ټولنیز چاپیریال کي مرائت سي. په دوئ کي چي هغه د پوه سړي یا ښځي څخه پوښتنه وکړې چي ایل جي بي ټي کیو معنا څه؟ هغه لمړي درې حروف به لاراوښوي چي په نیټ کي یې ښه ډیر پورن سایټونه او فلمونه کتلي وي، څلورم حرف شاید هغه کسان راته وژباړي چي په طبي مسلک پوري اړه ولري. پاته سو هغه د کیو حرف تر اوسه پوري موکه د زرهاوو څخه پوښتنه نه وي کړې، د سلهاوو داسي اشخاصو څخه مو مفهوم وپوښتی چي یا خو د پوهنتونونو استادان وه، یا هم په طبي مسلک پوري مربوط وه او یا یې هم د موسساتو سره کار کاوه، یو هم نه سو بریالی چي مفهوم یې راته وښیي. حتی د حقوق بشر لوړ رتبه مامورین، دولتي والیان او رئیسان لا نه پوهیږي چي دا کیو (Q) یې څه معنا لري. دا خلګ پر کوم بنیاد باندي د لاسته راوړنو نغارې ږغوي؟؟؟؟؟؟؟ 

 

پخوانی ولس مشرـ ښه سړی که بد سړی

که د پخواني ولس مشر حامد کرزي په اړه نن د یوه اوسط افغان څخه پوښتنه وسي چي دا شخص ښه سړی دی او که بد؟ د افغانستان د بحران د حل لپاره واکونه په لاس کي ورکولا سو او که نه؟ څومره معتمد او معتبر دی؟ شاید هیڅ جواب رانه کړي او په فکر کي ولویږي، چي دا څومره سخت سوال دی. دا شخص د اولي ورځی څخه د افغانانولپاره یو سوالیه نښان وو. د پاکستان په کویټه ښار کي مي هغه د مني یخ ماښام اوس هم په یاد دی چي د ده و یوه عزیز ته مي د ده پیغور ورکړ چي انډیواله ستاسو مشر هم ستاسو د ټول قام نوم در بد کړ چي افغانستان ته د امریکایي اشغالګرو د لمړنۍ یرغلیږي قطعې د قومندان په صفت افغانستان ته داخل سو. هغه څه ونه ویل، تنها یوه نرمه مسکا یې وکړل. دا هغه شپې وې چي د هیواد پخوانی ولس مشر ارزګان ته رسیدلی وو. دا اصلاً دوهم ځل وو چي د حامد کرزي نوم مو واوریدی. دهغه تر مخه چي کله په کویټه کي د ده واده وو نو هلته میشتو کندهاریانو ډیرو کورنیو ګډون پکښي کړی وو. هغه مهال دوئ د پخې جوړې په نوم مشهور وه چي د دومره لوړ عمره جوړه ودیږي چي د دواړو دا لمړی ځل واده دی. دا چي د کټي څخه د کندهاره پوري دی څنګه ورسیدی، چا یې په اړه څه نه دي ویلي خو د کندهار څخه بیا تر ارزګانه او بیا بیرته تر کندهاره پوري تقریباً هره پېښه یې ځایي شاهدان لري او یا خبري پر سوي دي. بیا چي کله د جګړو شپې تیري سوې نو د هغو شپو په جګړو کي ښکیلو طالبانو به ډیري جالبي قصې خلګو ته کولې. یوه طالب چي کله د حامد کرزي عکس ولیدی نو خپلو ملګرو ته یې داسي قصه وکړل چي موږ ته د کندهار څخه قومنده راکړل سول چي حامد کرزی کندهار ته رسیدلی دی او د کندهار څخه یې ارزګان ته حرکت کړی دی. ارزګان ته باید ونه رسیږي. باید حتماً ونیول سي. موږ پر یوه پله باندي ولاړ وو چي ګورو یو ارزګانی پر موټرسایکل باندي د کندهاره څخه راروان دی او یو شخص یې کنجوغه کړی دی. چي راورسیدی پوښتنه مو ځني وکړل چي دا څوک درسره دی؟ هغه راته ویل چي ډاکټر مي د کابله څخه راوستلی دی. کلي ته یې بیایم او په خپله دواخانه کي یې کښینوم. یوه طالب پوښتنه وکړل چي دا څومره چرمچرک ډاکټر دی. ده ځواب ورکړ چي داسي ډاکټر دی چي د ټول افغانستان علاج به وکړي. د موټر سایکل ناست سواري رانه پوښتنه وکړل چي کرزی به ایا داسي مخامخ یوازي درباندي راځي؟ خیر موږ د تګ اجازه ورکړل. وروسته چي مي په د رسنیو په عکسونو کي ولیدی، ومي پېژندی چي هغه پر موټر سایکل کنجوغه شخص خپله کرزی وو.  بیا په ارزګان کي د ده د غونډي پر ځای د طالبانو چاپه وهل او د ده د مورۍ د لاري وتل او دې ته ورته ډیري جالبي قصې سته. خو د عبرته ډکي قصې چي شاید په سلهاوو شاهدان یې اوس هم ژوندي وي هغه دوې دي. کله چي حامد کرزي د ارزګان په غرونو کي خپل ځواکونه راغونډ کړل او امریکایانو عصري وسلې د څرخکو په مرسته ورته وغورزولې په دې وخت کي د طالبانو پاته نظامي ځواک په کندهار کي متمرکز وو. دلته طالبانو د ارزګان یو شمیر غلجي قبایل تشویق کړل چي د کرزي مقابلې ته ورسي. دا چي د حامد کرزي ځواک زیادتره غړي پوپلزي او اڅکزي وه نو قومي جګړه حتمي وه او که چیري دا قومي جګړه پېښه سوې وای نو شاید اغیزي یې تر ډیره وخته پوري پاته سوي وای. د امریکا، پاکستان او نورو ښکیلو دولتونو استخباراتو داسي لوبه ترسیم کړې وه چي د غلجو او درانو د ختمي سوي تاریخي دښمني پرهارونه یو ځل بیا تازه کړي څو دلته یوه نه ختمیدونکې کورنۍ جګړې دوام ولري. دلته باید د حامد کرزي د پوهي ستاینه وکړو چي خپلو ملګرو ته امر کوي چي دا نوي عصري امریکایي کلاشینکوفونه او ماشینداره ټوپکونه په لاره کي ورته پریږدئ او ځني راشاته کیږئ. کوم خلګ چي د کرزي په وژلو پسي راوتلي وه، هغوئ د غنایمو په ټولولو او وړلو مصروف سول او خپلو کورونو ته وګرزیدل. په دې وخت کي چي کله د کندهار څخه یوه قوه ارزګان ته روانه وه او د کندهار په قول اردو کي منتظره قوه د تیار سي په حال کي ناسته او په یوه غټه مخابره کي د استول سوي قوې د رهبري او ملا محمد عمر اخوند تر منځ مکالمات په مخابره کي ټولو اوریدل. د همدې منتظره قوې یوه طالب غړي خپله قصه داسي بیان کړل چي د استول سوي قوې لخوا لوی ملا صاحب ته وویل سول چي حامد کرزي تماس راسره نیولی دی او غوښتنه کوي چي موږ بیرته وګرزو او راته وایي چي موږ د امریکایي هوایي ځواک تر څار لاندي یو او که ونه ګرزو بمباریږو. لوی ملا صاحب به په جواب کي ورته وویل چي د کرزي ګوزونه پریږدئ باندي ورځئ (د مرحوم امیر المومنین د خولي الفاظ هغه طالب هم داسي راته نقل کړل). همداسي څو ځله تکراري پیغامونه تبادله سول چي په آخر کي د بمباریدو څخه وړاندي د طالبانو مخابره چي حامد کرزي ته د ناموس ښکنځل هم وکړل. د حامد کرزي د ځواک سره ملګري یوه ځوان بیا خپله قصه داسي تکمیل کړل چي موږ د دره نور مخه نیولې وه. د طالبانو قوه هغه مهال بمبار سول چي کله د قوې لمړی موټر د دره نور څخه د راوتلو په حال کي وو. د همدې لمړي موټر طالبانو چي خپلي شاته بمبار ولیدی. خپلي وسلې یې موږ ته راوغورزولې او زموږ په لور یې راوځغاستل. د دې قوې تر بمباریدو وروسته قطعه منتظره هم هلته پاته سول. دا پورته ذکر سوي واقعات هغه دي چي مشهور دي. 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery