مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-02-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اوبو مهارول او د مخالفتونو چاغیدل!

سرلوڅ مرادزی
ګلبدین او بانډ يي چې نظام کې دننه د جهادي مافیا د نورو بانډونو او د هغو د سرخېلانو سره یوځای، مرکزي حکومت او نظام ګواښي، طالبي ترهګرو سره چې له نظام بهر حکومت تهدیدوي، هیڅ توپير نه لري. دوی د نظام او مرکزي حکومت په ویجاړولو کې د ګډې سیناریو بېلا بېلې برخې جوړوي چې د پردیو په تېره بیا د اسلام اباد لخوا ورته وخت په وخت سپارل کیږي.
ګلبدین په ۱۳۹۶ کال د غوايي میاشت په ۱۴ مه، د ولسمشر غني په هڅونې او مهربانۍ د شمشتو د بوین او سپږن کمپ څخه د پنجابي پوځیانو او د ISIله تحقیر او سپکې غیږي څخه لکه د شاهین په پنجو کې والوځول شو او د دارالامان د ماڼۍ په څنګ کې په ډېر قدر او عزت کښينول شو چې همدا ماڼۍ په ۱۹۹۲ کال او وروسته د ده د صدارت او د برهان الدین رباني د ریاست او نورې جهادي مافیا په جنګونو کې کنډواله شوی وه.
څونه د شرم خبره ده، ګلبدین هغه ارګ او دولت ته د محاصرې او ړنګولو ګواښونه کوي چې د هغوی په ورکړل شویو وسایلو او امکاناتو نن هم په دارالامان کې لکه د شهزادګانو ژوند کوي.
بابوجان وايي:
په وینځلو به يي سپین نکړي بابوجانه
هر لیمڅی چې د وړۍ اصل يي تور وي
ګلبدین او د جهادي مافیا نورې ډلې ټپلې نن سبا ځکه مرکزي حکومت ته ګواښونه کوي چې حکومت لګیا دې د مافیا، فساد او ترهګرو په وړاندې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کوي او بلخوا د هېواد د بیارغونې او د افغانانو د هوساینې لپاره يی پراخې طرحې تر لاس لاندې نېولې دي.
هسې خو جهادي مافیا او ګلبدین د دولت د ټولو جوړونکو طرحو او تګلارو سره دښمني لري، خو په دې وروستیو کې د طالبي مافیا د طرحو په رسوايۍ او د هغوی په سیاسي ګوښه توب کې د حکومت کاري تګلار او بلخوا په اقتصادي ډګر او په تېره بیا د اوبو بندونو په جوړولو او مهارولو کې د حکومت نوې بریاوي، د پردیو په لمسون دغه ډلې پارولي دي.
ګلبدین د افغان حکومت او هندوستان ترمنځ د اوبو «شاتوت بند» جوړولو تړون سره غبرګ پر ارګ د محاصرې غږ رااوچت کړ. د روان کال د فبرورۍ په ۹ مه، افغانستان او هند د «شاتوت بند» جوړولو پروژه لاسلیک کړه. «د هوکړې له مخې هند به د دغه بند جوړولو لپاره ۲۸۶ میلون ډالره افغانستان سره مرسته کوي. دې بند سره به د کابل دوه میلیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي، BBC»
د مجاهدینو زیات سرخېلان د اسلام اباد ګټو ته کلک ژمن دی، خو په دوی کې ګلبدین بیا په پوره سپينسترګۍ او بېشرمۍ تر نورو لومړی دی. ګلبدین په دولتي غونډو کې د افغانستان ملي بیرغ او ملي سرود ته نه ولاړیږي، خو د جناح بیرغ او پاکستاني سرود ته بیا لاس په نامه ولاړ وي.
خواره دې شي وینځه چې د وینځې کالي مینځي! د ارواښاد ډاکټر نجیب الله دا خبره د ګلبدین په اړه بشپړ ریښتینوالی لري چې د جهادي مافیا سرخېلانو ته يي د غلام پنجاب د غلامۍ په تړاو کړې وه.
پاکستان د مجددي حکومت سره په ۱۹۹۲ کال د جلال اباد ــ تورخم دوهم سرک د جوړولو ژمنه کړې وه خو هغه سرک په تېرو ۲۸ کلونو کې جوړ نه شو. د ګلبدین په ګډون یو مجاهد کبیر هم غږ پورته نه کړ چې د اسلام اباد هغه ژمنه څه شوه؟ درې سوه میلیون کالدارې چې اسلام اباد مجددي ته د افغانستان د ویجاړۍ په بدل کې د بیا رغونې! لپاره ورکړې وې تر اوسه لادرکه دي!
سړی نه پوهیږي چې اسلام اباد په ګلبدین او نورو مجاهدینو څه جادو کړی، چې په افغانستان کې د هغه حکومت هره وراني او ویجاړي، دوی ته وداني ښکاري او د نورو هېوادو او په تېره بیا د هند هره مرسته ورته د سترګو اغزی بریښي او د رسېدو مخکې يي د ویجاړۍ لپاره مټې بډ وهي.
دا چې د ایران ولسمشر روحاني په یوه تلویزیوني وینا کې چې یوټيوب کې ترلاسه کېدای شي، په بېشرمۍ سره وايي چې ایران، د افغانستان په شمال او جنوب کې د کجکي، کمال خان، سلما او د اوبو نور بندونه، نه شي زغملی او د دوی خراسان، سیستان او بلوچستان ته ویجاړن تاوانونه لري او چاپیریال ته يي زیان رسوي، هم د دغه وطني ورانکارې مافیا مغزونو ته ټکان نه ورکوي او تر پخوا زیات د دغه بېشرمو ګاونډیانو په خدمت کې کاریږي.
د هرات په اسلام کلا ګمرک کې د اور غرغنډې او پکي افغاني سوداګرو ته ۴۰ میلیونه تاوان هم د تصادفي پېښې تر څنګ د نوروشکونه مخه نه شي نېولی چې هر اړخیزې څېړنې ته اړتیا لري!
د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۱۵ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery