مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-03-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

يو ملت چې داسې او دومره بې برخې شي

زرغون شاه شینواری

«دا يې لا د ښځې بمباري وه که نران یې در باندې بمونه وغورځوي، نو هغه به څه ډول وي»؟

پورتنۍ خبرې د امریکا له خوا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د ۷ نیټې د پیل شوې حملې د هغې لومړۍ بمبارۍ پیغام دی چې کندوز کې یوې امریکايي ښځینه پیلوټې د طالبانو په سنګرونو لومړني بمونه را وغورځول. د متحده ایالاتو دغې کپټانې په انګلیسې ژبه خبرې کولې. نوموړې د ځانګړي بي سیم په وسیله دوستم او هغه سره ولاړو انډیوالانو ته و ویل: زما خبرې طالبانو ته ترجمه کړئ. هغوی ته و وایي چې تسلیم شي. چنرال دوستم مخابره را واخسته او طالبانو ته یې کړه: دا امریکايي پیلوټه وايي چې تسليم شئ که نه وژل کیږئ. دوستم په ژباړل شوې جملې پسې دا هم ور ګنډه کړه:
«دا خو یې لا د ښځې بماري وه، د نارينه و هغه به یې څنګه وي»!
طالبان تسليم شول خو تسلیم شوي طالبان دوستم و وژل. (جنراال دوستم په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سرتیرو د شتون پر مهال جنرال او د ناټو د لښکر د موجودیت پر مهال مارشال شو). نوموړی په شمال کې د جوزجاني مليشو ښه غښتلی قوماندان، د طالب ضد ټلوالې پوخ ملګری او د امريکا له خوا د جوړ شوي پراخه افغاني اتحاد د حساب سړی وړ وه. ده ته د جګړه یيز قوت پر بنسټ د بن په را راتلونکي کنفرانس کې په قومي ادرس غوړه برخه پام کې نیول شوې وه. په هغه کنفرانس کې چې په روم کې د افغانستان له جلا وطن پاچا څخه رانيولې په دوشنبې، اسلام اباد، تهران، قبرس، واشنګټن، مسکو او ډهلي کې د افغانستان په تخت پسې لالهانده افغانانو څخه يوه ته هم پته نه وه چې لوبه د کوم ځای څخه را پیل شوې ده؟ کوم ځای ته به رسول کيږي او له ما څخه به په کومه برخه کې تر کوم وخته د پرزې په توګه کار اخستل کيږي؟
مونږ افغانان تاريخ جوړونکي يوو، خو تاريخ ساتونکي او لوستونکي نه يوو. د خپل تاريخ څخه ناخبره خلک کټ مټ داسې وي لکه په تشه ګردنۍ او ملابند چې عسکر د جګړې مورچې ته ليږل کيږي. د احمدشاه بابا د اولادې د يو ورور د بل ورور سره جنګول که زړه خبره وه نو دا د ثور کودتا، شوروي يرغل، د مجاهدينو حکمراني او د طالبانو امارت خو سم ژوندی تاريخ وه. دا د دوهم او دريم لاس د اقتدار شوقيانو يا د اسير افغانستان لپاره کارامد حاکمانو بايد سوچ کړی وی چې د کوم ماشين څخه چې مونږ نن تيريږو له همدې څخه د هغو پرونيو تيرو شوو ځای چيرته دی او حال یې څنګه دی؟
مونږ لا تر اوسه ناخبره يوو.
د سياسي پيښو د تول لپاره ښه تله سياسي پوهاوی وي، خو احساسات او ناخبرتيا د انسان په وجود کې د دښمن د زیرمه شوې وسلې هغه زیرمتون دی چې غليم ورته په خپله خوښه د بل چا په تنه کې چاودنه ورکوي. همدا چې مونږ سوچ وکړو زرګونو کيلو متره د افغانستان څخه ليرې پرته امريکا ولې د خپلو نړیوالو سيمه ییزو انډيوالانو او ناټو په شان يو پوځي قوت سره يو ځای په افغا نستان هر اړخيزه حمله کوي. د حملې موخه د طالبانو د يوې ډلې څخه حکومت اخستل او بلې داسې متضادې ډلې او شخصيتونو ته سپارل وي چې د ډلې يو ګروپ د بل د وينو پوروړي او شخيصتونه یې داسې دي چې د خپل شخصيت سره نه جوړيدونکي دي، نو بيا پوهيږو چې خواږه شعارونه يو او تراخه عملونه بل شی دی. يوه علمي قاعده کې وايي: هر شي چې په خپل معلوم ځای او وخت کې همهغه څه سرته و نه رسوي چې بايد ويې رسوي، نو بدلول یې په کار دی. نن سبا د افغانستان د روانې جګړې اړوند ځنې داسې پاخه معلومات را برسیره شوي چې پرون د افغان جګړې د رازونو پنډوکی وه او کومو افغاني ډلو او شخصيتونو چې فکر کاوه د دې دوسيې سره به هغې دنيا کې ګورم په همدې نيمګړې نړۍ یې مخې ته را روانه ده. هر يوه په خپل ادرس حکومتي برخه غوښته او د افغانستان اړتیاو ته يې پاملرنه نه کوله.
يوه ورځ او دوه عجيبه پيښې
د طالبانو مشر ملاعمر د کندهار څخه په کابل همغسې حکومت کاوه لکه تيمورشاه دراني چې د خپلې واکمنۍ پر مهال د پښتنو د ستر ټاټوبي پيښور څخه د خپل ژمني پايتخت په توګه خوند اخسته. طالب جنګيالي په شمالي ولايتونو کې د خپل نفوذ د پراختيا په موخه د خپلو مخالفانو په مورچو پسې ګرځيدل، خو له دې څخه ناخبره وو چې واشنګټن کې د طالبانو د کابو کولو په بهانه د يو قطبي نړۍ د مديريت د هغه پلان يا تيورۍ عملي برخه په طالبانو او افغانستان باندې تجربه کيږي، چې پوره نهه کاله د ۱۹۹۱څخه تر۱۹۹۹پورې د دې ملک سترو ستراتيژيکو څیړنیزو مرکزونو پرې خولې توی کړې وې.
څومره عجيبه!
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د لسمې ورځې په مازديګر يعنې د سپټمبر د پيښې څخه وړاندې (د دفاع) په نامه هغه نقشه بشپړه او عمل ته جوړه شوه چې په چمتو کولو یې پوره نهه کاله څیړنه او په عملي کولو یې دوه کاله سوچ شوی وه. ډاکتر خليلزاد خپله په دې ډله کې یو مهم سړی وه. خليلزاد وايي: دا ډله قصدي او شعوري د متضادو مسلکي کسانو څخه جوړه شوې وه تر څو په جوړولو یې ژور کار شوی وي او د منلو پر وړاندې يې خنډونه کم وي.
طرحه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د لسمې ورځې په پای کې د ولس مشر جورج ډبلیو بوش په ميز کيښودل شوه تر څو یې سبا يعنې د سپټمبر په يولسمه لاسلیک او په کار پیل وشي. دا نقشه په حقيقت کې ډيره پراخه نړیواله ستراتيژې وه، خو د افغانستان برخه یې ځکه خورا مهمه وه چې کار به د لاندنيو دريو ځايونو او شرطونو څخه د يوه څخه هرو مرو پیل کيده.
لومړی) طالبانو ته اخطار
دوهم: د طالبانو د نه په صورت کې د هغو د مخالفانو ملاتړ او د همدې ناراضيانو څخه د وسله والو مليشو جوړول.
دريم: امريکا به د طالبانو د رژېم د راپرځولو لپاره نړیوال ائتلاف جوړوي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبرد يولسمې ورځې څاخت موده وه چې ولس مشر لا دوسيه نه وه پرانستې او په سپينه ماڼۍ کې د پلان د رئيسانو او مديرانو غونډه روانه وه. کینډولا رايس د مشرې په توګه د پلان په عملي اړخونو خبرې کولې. د سالون د شا تمبه را پرانستل شوه. د سپينې ماڼۍ يو امنيتي مدير رايس ته غوږ کې وپسيده. هغې ژر ژر د خپل ميز د سر څخه کاغذونه راټول کړل او و یې ويل را پاڅيږي. همدې وخت کې د نيويارک د سوداګريز مرکز سره جهاز جنګول شوی وه او هغه خونړۍ لوبه پیل شوه چې په افغانستان باندې د پلان شوې حملې موده یې را لنډه کړه. د جګړې شکل کې څه بدلون راوست، د اړتيا اندازه پورته لاړه وړتيا ته پام ونه شو. د معمولی سړيو څخه د افغانستان لپاره غټ سړي جوړ شول. داسې يو جنګ منځ ته راغی چې افغان عسکر څخه نيولې په اصطلاح تر هغه لوړ اعلی قوماندان پورې يو هم نه پوهيږي چې ولې جنګيږو او ترڅو به جنګيږو؟
په سپينه ماڼۍ کې هر ماښام د ۶.۳۰ شپږ نيمو بجو غونډه
د نيويارک د حملې څخه وروسته به هر ماښام شپږ نيمې بجې د ځنې سياسي او امنيتي کسانو غونډه جوړيده، چې دوی به په اړوندو موضوعاتو تر هغې نظرونه او معلومات راټولول، ترڅو چې به هغه کار بشپړ شو. په حقيقت کې (۷) کسانو د کشر بوش په مشرۍ په افغانستان د حملې پروګرام برابر کړ، نو لومړی په يو شعار باندې اتفاق راغی (څوک چې له مونږ سره نه دي، زمونږ خلاف دي). شپږ نيمو بجو يوه سمبوليکه بڼه ونيوه او تر ننه پورې بهرنيان د باندې څخه او داخليان د هیواد دننه له دې څخه کار اخلي. مقصد یې د چا څخه کوم ځای کې د سوري د بندولو لپاره استفاده وشي. دا په اصل کې د دسيسې په تيورۍ د حکومت کولو يو ميتود دی، مګر د سپينې ماڼې په شپږ نيمو کې ياده مسئله نه محتوی او نه شکل وه. کله چې د جګړې پريکړه وشوه يو مهم برخه وال د دفاع وزير رامزفلډ پوښتنه وکړه چې که چیرې دا طالبان را وپرځوو او افغانستان ونيسو نو د مشريا پاچا څه درک شته؟ د سې ای اې رئيس ورته کړه چې بلدي کسان ښه ډير دي. د هغوی څخه یې د نمونې په توګه د کرزی نوم واخست و يې ويل د شوروي ضد جګړې په موده کې را سره اسلام اباد کې بلد شوی.
د امريکا لپاره څو سرخوږۍ
د بوش او چيني څخه نيولې د سپينې ماڼۍ تر نورو لوړ پوړو چارواکو پورې زياتو سره دا انديښنه وه. د طالبانو ضد اغيزمنه ډله د افغاني تاجکانو، هزاره ګانو، ازبکانو او نورو قومي جوړښتونو څخه جوړه شوې هغه جبهه ده چې د پښتنو د سيمو څخه شړل شوي بې اغيزې قوماندانان يا مشران یې ځان سره د نمونې په توګه ساتلي. د دې جبهې يو اړخ د روسيې د استخباراتو او بل یې د ايراني ايديالوژيکو اغیزو څخه خالي مطالعه کيدای شي؟ او آيا د پښتنو هغه نظامي قومي مشران چې د شمال جبهه ور څخه د پښتنو سيمو کي سمبوليک کار اخلي په راتلونکې زعامت کې د پښتنو ونډه پوره او طالب ضد جنګ ته اوږه ورکولی شي؟
همهغه مامور چې د مشر د جوړولو تیر سوال یې ځواب کړی وه و ويل: هر څه خو کټ مټ ګران دي، مګر جګړه کې معامله بنده لاره خلاصولی شي. دوی فيصله وکړه چې پوځي کارونه او سیاسي دې سره پيوند وي، خو لومړی پوځي ماموریت پيلوو. په افعانستان د حملې څخه ډير وروسته المان کې د هغه کنفرانس تابيا ونيول شوه چې اجنداء یې له وړاندې جوړه شوې وه. مونږ څه پوهيږو چې دا کار تر کومه حده پلانيزه وه، مګر د کنفرانس د ټولو برخه والو څخه ډير یې په دې لاندې دريو ټکو يا موافق وو يا بيواکه وو او يا یې همدا سپکه ورځ په دې درانه وطن او ملت پيرزو وه.


لومړی: طالبان بايد د دې سياسي بهير څخه د باندې وساتل شي.
دوهم: د افغانستان پخوانی پاچا ظاهرشاه بايد لومړی او د هغه مشاور پروفيسور سيرت بايد دوهم د افغانستان د راتلونکي مشرتوب د بهیر څخه بې برخې وي.
دريم: څرنګه چې د جګړې مقابل اړخ طالبان دي او طالبان زياتره په پښتون ميشتو سيمو کې اوسيږي، نو د جنګ د وژنې، ورانۍ او شرمونې ډيره برخه د همدې سيمو په اوږو باريږي.
دغې حساسې مسئلې ته په پام د زعامت يا مشرتوب لپاره دې د سمبوليکو يا هغو پښتنو څخه استفاده وشې چې په خټه پښتانه، په پښتو خبرې وکړی شي؛ خو په ملي، عقيدوی، کلتوري او قومي لحاظ د پښتونولۍ قالب ته د درښت په ځای ثروت، قدرت او شخصيت ته ډير ارزښت ورکوي. دا همهغه ستراتيژي وه چې د بن کنفرانس کې ايراني او پاکستاني هيئتونو له اوله تر اخره ټينګه نيولې وه. دې دسيسې د افغانستان د دولت جوړيدنې ملي تاريخي او سياسې ستنې له بیخه را ايستلي. نه به دا ناټو وي او نه د ناټو دا راوړي رنګه سيلاب وړي، مګر دا د سني، شعيه، پښتون، تاجک، هزاره ازبک د ونډو لانجو به افغانستان د بلاګانو او جنګونو په ورشو کې ساتلی وي. د هيواد د ځلمي او هوښيار نسل ملي او د ډيورند ناروا کرښې دواړو غاړو کې د جنګ لپاره د يرغمل شوو پښتنو سياسې دنده ده چې د قوميت پر بنسټ د قدرت د شراکت دغه سرطاني ناروغي د عدالت پر بنسټ په سياسي شراکت بدله کړي.
په بن کې د ونډو په ويش لانجه
هغه ناوې چې له واده څخه ۲ مياشتې وروسته ورته نکريزې کيښودل شوې.
پروفيسورعبدالستارسيرت د بن د کنفرانس په برخه والو افغانانو کې تر ټولو اغيزمن او د لومړي لاس معلوماتو څښتن محوري يا حسابي سړی وه. د سيرت صاحب او زمونږ تر منځ پيژند ګلوي د جهاد له وخت څخه وه، مګر نژدې يوه لسيزه کيږي چې د افغانستان د سولې په ملي جبهه کې شريک کار کوو او هڅه مو دا ده چې د جنګ لپاره يرغمل شوي ملت ته د نجات او سولې مناسبه لار او په دې لاره د تللو عملي طريقه رامنځ ته شي. د معلوماتو له مخې دا د بن جبري پيټی د لومړي سر څخه يوه ډرامه، يو تمثيل او يوه ليکل شوي کيسه وه. مثلا د طالبانو رژيم لا بشپړ نه وه چپه شوی چې د بن کنفرانس يا کومه بله افغاني ډوله غونډه نه وه جوړه شوې، خو له وړاندې څخه تپلی جمهور رئيس، د هغه کابينه، د هرې وسله والې، قومي، مذهبي ډلې او بهرنیو دولتونو سره د تړل شوو کسانو ونډې معلومې او د حکومت انتصابي سټه نه يواځي بهر نيانو برابره کړې وه، بلکې همدا غلط تهداب يې د راتلونکي لپاره بنسټ باله. په دې معنا چې د ملي خپلواکۍ څخه بې برخې وطن کې د ډموکراسۍ تر نامه لاندې په قومي، مذهبي او تنظيمي برخو ويشل شوي افغانستان ته به د بن کنفرانس يو پوښ ور اغوستل کيږي. د بن د کنفرانس څخه لا پخوا د شمال د جبهې او نورو ښکیلو کړيو سره خورا غوړې معاملې شوې وې. هغوي ته ويل شوي وو چې تاسې به د بهرنيو هوايي ځواکونو او ټينکونو د چتر لاندې د پلو جنګياليو دنده سرته رسوئ، په بدل کې به چوۍې ترلاسه کوئ. د افغانستان د دفاع، کورنيو چارو او خارجه وزارت څوکۍ او بې دعا ولس مشر یې نمونې وې. د نړیوالې او ملي پيژند ګلوۍ له پلوه پاچا ظاهرشاه د زيات وزن څښتن وه. هغه د يووالي د سمبول په توګه را هڅول شوي وه، خو ټګي ور سره کیدله. هغه ښه پوهيده چې له اوله سره ور سره دهوکه کيږي او اخر ور سره له زور څخه کار اخستل کیږي، نو د خپل هيئت مشر پروفيسور سيرت صاحب یې د ځان په ځای د مشر تابه لپاره معرفي کړ. په بن کنفرانس د ټولو څخه برلاسو ويل: پروسه دې شفافه وي. د پاچا ډلې دې د زعيم لپاره ووټونه واچوي. په دې ډله کې ۱۳ کسان وو. دري تنه ډاکتر سيرت، هدايت امين ارسلا او حامد کرزی کانديدان شول. ارسلا (۱)، کرزي (۲) او سيرت (۱۱) ووټونه واخستل. ښاغلی کرزي (د نړۍ وال ډموکراتيک اتحاد) په زور د خپلو دوو رايو په وسيله د ډاکتر سيرت (۱۱) رايو ته ماتې ورکړه. په دې ترتيب د افغانستان د خلکو په وينه وتره شوې خاوره کې داسې يو سياسي تخم وشيند ل شو چې کرل یې هم په وينه، خړوبول یې هم په وينه، ساتل یې هم په وينه اوخوړل یې هم په وينه کيږي.
نتيجه:
د دسيسې تيوري او د مقابلې لار
په کومه سياسي لومه کې چې زمونږ ملت، سياسي کدرونه، عوام حتی د حکومت او مقاومت په نوم دوه معلوم جوړښتونه راګير شوي هغسې نه ده لکه څنګه چې مونږ ته ويل کيږي. د ښه شعارونو لاندې خراب کارونه کول په لومړي سر کې ناخبري ناپوهي وي، خو هغه تعقيبول او د هغو څخه د نظريي په بڼه کار اخستلو ته د دسيسې په تيورۍ باداري وايي. د دغه ډول نظرياتو د عملي کولو لپاره ځانګړو محيطونو او شخصيتونو ته اړتيا وي.
داسې محيط کوم کې چې د ټولنې حاکم قشر د سبا لپاره خوشحالي لټوي، خو ملت يا ټولنه فقط نن کې د ژوندي پاتې کيدو لپاره پرون او سبا دواړه د لاسه ورکوي. په دې معنا چې ټولنه دومره مجبوره او محرومه شې چې د ژوند ټول نعمتونه او خوشحالۍ ترې واخستل شې او ذليل ژوند ته يوازينۍ خوشحالي و وايي. د دسيسې په نظريې سمبال شوي کسان د هیڅ ډول ديني، اجتماعي، سياسي، کلتوري او اخلاقي اصولو چوکاټونو او لوظونو پابند نه وي. دوی د ناوړه تجربو د لابرتوارونو څخه را ايستل کيږي. دوی په خپل لاس د خپل وجدان د وژلو بوګنونکې شيبې ليدلې وي او هغه بيا د پټو اهدافو لپاره د ښکاره حتا مشروع ميتودونو په توګه کاروي. دا عجيبه مخلوق دومره ټيټ کارونه او دومره بې کتابه ذليلې خبرې کوي چې کتونکي او اوريدونکي یې په ليدلو او اوریدلو شرميږي خو دوی یې په کولو ویاړ کوي.
دا د هرچا خوښه چې متاسفانه ورته وايي که خوشبختانه، خو دغه ډول بې انصافه ړوند کوڼ او د اجتماعي ديني او ملي چوکاټونو څخه وتلی سياست که هغه په هر نامه وي حتمي او ضروري انقلابونه زيږوي. د افغانستان او افغاني ټولنه خپله افغانانو نه بلکې بهرنيانو او د هغو کرايي ملګرو د دغه جبري وضعيت سره مخ کړې
(هغوی چې ځان ته یې په مونږ د جبر اجازه ورکړې مونږ حق لرو چې د خپل اختيار په خاطر مبارزه وکړو).
پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery