مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-12-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(بنسټیزې پروژې)InfraStructure Projects

استاد نورالله أحمد

 

له ټولو مخکې باید او باید بنسټیزو پروژو باندې کار پیل شي، ځکه د یو هیواد پرمختګ پر دغو لاندې ساحو او پروژو یا کارونو باندې بناء او تعلق ورسسره لري:
۱ـ عصري او دیني ښوونځي (Modern and Islamic Schools) جوړول، کله چې موږ دا ډول ښوونځي ولرو بیا ټولنه مو ژر لوړ معیار خواته درومي. ورسره لوړې معیاري زده کړو لپاره که دا عصري وي یا دیني ښکلي او معیاري ځایونه او بنسټونه جوړ او د خلکو چوپړتیا ته یې وړاندې کړو.
سپارښتنې: اسلام کې مخلوط تعلیمي نظام نشته، جیلکیانې باید بېل ټولګي ولري او هلکان بېل دغسې ښوونکي او ښوونکې هم باید بېل بېل ځایونه ولري. نور د تعلیم مسئله کې اسلام هیڅ ډول ستونزه نه لري. هرڅوک حق لري چې زده کړو ته لاسرسۍ ولري او د هیواد او ټولنې په پرمختګ کې خپله برخه ولري.
کتل کیږي چې تېر نظام د پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت او دیني چارو اړوند ښوونیز نصاب کې ډېر ګوتې وهلي، د افغانستان إسلامي إمارت باید یوه پراخه علمي کمېټه جوړه او دا کتابونه یا نصاب له سره جوړ یا د اصلاح او سمون هڅې یې وکړي.
۲ـ د سړک پروژې (Road Projects) جوړول، لومړی باید هغو پروژو باندې کار پيل شي چې ویجاړې شوي او بیا جوړولو (Repairing or Maintenace) ته اړتیا لري. د سړک هر ډول طبقو لکه لومړۍ دویمه او دریمه طبقه باندې دې کارونه پيل شي لکه د کلیو سړکونه د ولسوالیو سړکونه دغسې د ښارونو ترمنځ او بیا په نړیواله کچه د سړکونو جوړول.
د خنډ او ځنډ یا موانعو لرې کول:
په عمومي لارو او کوڅو کې موانع یا (Speed Breaker) جوړول د قانون خلاف کړنه ده، په دې هکله حکومت اړ ده ترڅو موټر چلوونکي پوه کړي چې د خلکو د ګڼې ګوڼې ځایونو کې موټر تېز ونه چلوي که یې څوک چلوي باید سخت چلند ورسره وکړي او هم یې سخت جریمه کړي. خو په اصطلاح جمپ (Jump) وغیره جوړول یې د حل لار نه ده. یو خو دا د خلکو د ګړندي تګ راتګ مخه نیسي بل په دې سره سړکونه هم خرابیږي. د یو ملت بریا په دې کې ده چې خلکو ته ښه پیغام له ځانه سره ولري. باید ټول په یوه خوله د قانون ملاتړ او د ښو خواته خلک راوبلو ترڅو یو ښه سوکاله او ودان افغانستان ولرو.
چېرته چې سړکونه ویجاړ شوي هغه باید ورغول شي، کومې کوڅې چې بندې دي باید خلاصې شي، له کومو ویالو چې سلب (Slab) لرې شوي باید بېرته پرې کېښودل شي ځکه مخکې د غلو له وېرې دا لرې کړي وو په ځانګړې توګه ښارونو کې، خو اوس یې وخت ده چې دا کانکریټي دړې بېرته هغو ځایونو کې ولګول شي له کومو ځایونو چې لرې شوي وو. مخکې ځینې زورواکانو هم لارې بندې کړې وې، هغه ټولې لارې باید خلاصې شي ترڅو خلک پرې آزاد تګ راتګ وکړای شي.
سپارښتنې: هیڅوک حق نه لري چې سړک، پل (Bridge)، پلچک (Culvert) ویجاړ کړي دغسې د ټرانسپورټ والا هم حق نه لري چې له ټاکلي وزن څخه ډېر خپل موټر یا لارۍ بار (Load) کړي، هرڅوک چې له ټاکلي وزن څخه ډېر مواد باروي باید سخت جریمه شي.
۳ـ کرهڼې (Agriculture) ته کار کول، کرهڼه مو باید معیاري شي، ویالې، واړه ډیمونه، د اوبو ذخیرې او کرهڼه مو باید معیاري او په نړیواله کچه پرمخ ولاړه شي.
سپارښتنې: کتل کیږي خلک د اوبو وېش کې ډېرې ستونزې لري څوک ډېرې اوبه ترلاسه کوي او څوک ډېرې لږې او داسې بزګر هم شته چې هېڅ اوبو ته لاسرسۍ نه لري، دولت باید دوی ته لازم امکانات او آسانتیاوې چمتو او د دوی ستونزو ته د حل لارې راوباسي. د ظالمانو مخه ونیسي او د اوبو وېش کې له خلکو سره مرستې وکړي.
۴ـ برېښنا (Electricity) چمتو کول، هم خلکو ته هم تجاراتو او صنعت والا او هم په لویو او وړو ډیمونو کار پیل شي ترڅو موږ خپله برېښنا ولرو او په ضمن کې دومره برېښنا ګاونډیانو ته ورکړو کومه چې له موږ څخه اضافه وي، یعنې د برېښنا په برخه کې موږ باید دومره کار وکړو چې هم خپل هیواد ته برېښنا چمتو او هم یې پر نورو هیوادونو وپلورو.
سپارښتنې: اوس وخت خینې خلک ډېره برېښنا لري او ځینې ډېره لږه او ځینې خلک یې بلکل نه لري، دا د حکومت مسئولیت ده ترڅو ټولو وګړو ته د اړتیا مطابق برېښنا چمتو کړي، دغسې صنعت، تجارت او چارځایو ته لازمه برېښنا ورسوي، خو دا لږ وخت غواړي باید جدي پاملرنه ورته وشي. داسې خلک هم شته چې د یوه میټر امر لري خو هلته څو پوړه یا منزلونه کور جوړ شوی اړتیا یې د ۱۰ کورونو او امر د یوه مټیر لري دا هم ظلم ده، کتل کیږي داسې ستونزې په ښارونو کې خورا ډېرې او هلته نور ګاونډیان له داسې زورواکو سخت په تنګ دي. داسې خلک باید جریمه شي چې امر د یوه میټر لري او بیا هغه کور کې تر ۱۰ کورنۍ ساتي یعنې په کرایه یا خپل خپلوان یې سره یو ځای کړي وي اکثر یې تجارتي بڼه لري، دا ستونزه باید حل شي ځکه هلته نور خلک متضرر شوي.

۵ـ د پاکو اوبو (Potable Water) چمتو کول، خلک باید صحي اوبو ته لاسرسۍ ولري ځکه همدا پاکې اوبه دي چې د صحت ضمانت ورکوي، اوس وخت موږ پاکو اوبو ته سخته اړتیا لرو.
سپارښتنې: د اوبو مسئله هم د برېښنا په څېر ده، زورواکو ته اوبه رسیږي خو غریب او فقیر ته نه، هغه څوک اوبه ډېرې اخلي څوک چې واسطه لري له عمومي پایپ څخه یې څو پایپونه یا نلونه تېر کړي دا یې لا څه کوې، حتی هغه ټاکلي قطر څخه غټ پایپ یې تېر کړی وي چې بیا نورو ګاونډیانو ته اوبه نه ورځي، چارواکي باید داسې خلک په نښه او سخته سزا ورکړي یا یې سخت جریمه کړي ترڅو د اوبو وېش عادلانه او ټولو خلکو ته منظمې پاکې اوبه ورسیږي.
۶ـ روغتیایي مراکز (Health Centers) جوړول، موږ باید په نړیواله کچه واړه او لوی روغتیایي مراکز جوړ او خلکو ته معیاري خدمتونه وړاندې کړو، باید ووایم چې روغتیایي خدمتونه باید مفت وي ځکه زموږ ټولنه ډېره وروسته پاتې او خلک توان نه لري ترڅو هر ډول درملو ته لاسرسۍ ولري ځکه باید دا خدمتونه مفت وړاندې شي.
وضاحت: دا ټول شپږ موارد او څیزونه دي، که د کائناتو خلقت یا یوازې د آسمانو، مځکې او هغه څه چې د دوی په منځکې دي د دوی خلقت ته وکتل شي قرآن خو د شپږو ورځو ذکر کوي (الَّذِي خَلَقَ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ....)، نو دا شپږ له شپږو سره ډېر مناسب او روغ راځي. همدا د مځکې اداره او منجمنټ او د پرمختګ نښه ده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery