مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دالبقرة ،د،۲۸،آیت تفسیراوعلمی تحقیق

تفسیرفضل ا لرحیم  (۱۱)برخه،


لفظی ترجمه:
 ، (كَيْفَ ) څرنګه (تکفرون)کافران کېږۍ تاسی (بِ)په (اللَّهِ) الله باندی( وَ)حال دادۍ(كُنْ) واست (تُمْ ) تاسی (أَمْوَاتًا)مړه (فَ)بيا( أَحْيَا)ژوندی کړاست ده ،یعنی الله پاک(كُمْ )تاسي ، یعني په دې ډول چي ستاسي بدنونه ئی ستاسي دميندوپه رحموکښی تيار اوجوړکړل اوبيا ئې روحونه پکښی داخل کړل(ثُمَّ )وروسته يعني وروسته له دغه ژونده ستاسي چی اجلونه موراسي (يُمِيتُ )وژني دَیْ يعنی الله پاک (كُمْ)تاسی( ثُمَّ)بيايعنی بياکله چي دقيامت ورځ راسی( يُحْيِي)ژوندی کوی دَیْ یعني الله جل جلاله(كُمْ)تاسی( ثُمَّ )بيايعنی وروسته له دې چی دقيامت په ورځ کښی بيرته راژوندی کړه سۍ(إِلَيْهِ)خاص وده ته يعنی خاص والله اودده وحساب،کتاب اودده وجزاته( تُرْجَعُونَ )ګرځه ول کړه کيږۍ ،وروستل کيږۍ يعنی له قبروڅخه،البقرة(28) آيت يعنی څرنګه تاسی کافران کېږۍ په الله جل جلاله باندی ،پرکوم یوه حال باندی تاسی کافران کیږۍ ایا په داسی حال کښی چی  جاهلان یاست په الله جل جلاله   باندی اوکه په داسی حال کښی چی الله جل جلاله پیږنۍ،که داووایاست چی دجهل په حال کښی کافران یو نوداخبره خومو ښکاره باطله ده ځکه چی تاسی پدې عالمان یاست چی الله له نیستۍ څخه تاسی ووجودته راوستلاست ،اوکه داسی ووایاست چی سره له علمه موکفر غوره کړیدۍ نوبیاخولانوره خبره بده سوه پردغه تقدیربه په آیت کښی ودیته اشاره راسی چی ددغوکافرنوکوم چی په تکفرون سره خطاب ورته سویدۍ ،کفر،عنادی کفرؤیامطلب دآیت دادۍ چی هيڅ يوحال له حالاتوڅخه ستاسی داسی نسته چي هغه دی لائق په دې سره وی چي تاسی په الله جل جلاله باندی کافران سۍ ځکه ابتدائی حال ستاسی دموت اودمرګ حال ؤچی په مختلفومرحلودمرګ کښی تاسی قرارپيداکړځکه اول اول خوتاسی اوټول کائنات معدوم اونيستی واست بیاالله پاک دعناصروپه ضمن کښی وتاسی ته تحقق درکړبيائې دموراوپلاردغذا په شکل کښی وګرځولاست اوبيا دنطفوپه صورت کښی سولاست اوبيادمیندوپه رحموکښی یوواردکلکووینوټوټې اوبیا دغوښوټوټې په الهی قدرت درڅخه جوړی سوي اوبیاموهلته دبدنوټولی اجزا وی الله جل جلاله درپوره کړی په دغوټولو مرحلوکښی تاسي یوقسم معدومات اومړی واست بیا الله جل جلاله حیات درکړچی ستاسی په بدنوکښی ئې روحونه اوساوی داخلی کړې چی همدغه ژوند په دوومرحلوکښی تاسی  تیره وۍ اوله مرحله ئې چی بیخی کوتاه مرحله ده دمیندوپه نسوکښی ده اودوهمه مرحله ئې له هغه وخت څخه پیل کیږی چی ستاسی زوکړه وسی بیادمرګ تروخته پوری اوبیا دوهم ځل بیرته تاسی الله جل جلاله مړه کوی اوددغه مرګ مرحله بیاتاسی په عالم برزخ کښی تیره وۍ چی په دغه مرحله کښی به تاسی دقبروله راحت اویاعذاب سره مخامخ کیږۍ اودنکیراومنکردپښتنواوسوالووجوابوته به اړکیږۍ اودغه راز نورترخه یاخواژه حالات به په همدغه برزخی مرحله کښی دخپلوعملوپه وجه تیره وۍ اوبیاچی کله دقیامت ورځ راسی نوبیرته به الله جل جلاله تاسی له قبروڅخه ژوندی راپورته کوی اودالهی عسکرو،فرشتوپه ذریعه به دحشرګاه ومیدان ته وروستل کیږۍ اوبیابه هلته له قسم قسم سختوحلاتوسره مخامخ کیږۍ اوداعمالومحاسبې به درسره کېږی اوبیابه ودوزخ یا وجنت ته روانېږۍ ،نواوس تاسی فکروکړۍ چی په دغوحالاتوکښی ستاسی کوم حال ددې وړدۍ چی تاسی سرکښی وکړۍ اوپه الله جل جلاله باندی کافرا ن سۍ ،
روح المعانی وغیره مع توضیح،
تفصیل اوعلمی خبری،
(کیف)
پوسه چی دغه لفظ دپاره داستفهام دحال راځی په قرآن پاک کښی دغه لفظ درو اتیاځایه راغلئ دۍ خوپه ځینوځایوکښی مقصود ورڅخه انکار اوزجروی یاتعجیب وی لکه په دغه آیت کښی چی دواړه صحیح کېدلای سی، اوکله مقصودورڅخه اقراروی لکه دالغاشیة په ۱۷،،۱۸ وغیره آیاتونوکښی اوداسی په نورومعناؤ هم راځی اودبنده ګانوپه کلام کښی دتعجب دپاره هم راځی،(وکنتم) الخ،پوسه چی دلته د ځنو سوالواودهغوئ په جوابوځان پوه کول ضروردۍ ،اول سوال دادۍ چی ددغی جملې ربط خودتکفرون له جملې سره دادۍ چی حال دۍ له فاعل څخه دتکفرون اوسره له دې چی حالیت ئې له مختلفووجو څخه صحت نلری،
اول له دې وجی څخه چی ماضی هلته حال واقع کېدلای سی چی ماضی قریبه وی اودقدلفظ ظاهريامقدرورسره وی دلته که دقدلفظ ورسره مقدرهم سی خودغه ماضی بعیده ماضی ده ،ددې سوال جواب دادۍ چی کله کله ماضی بعیده ماضی قریبه فرض کړه سی نوحال واقع سی  لکه په دې قول کښی �کیف تکذب وقدقال رسول الله صلی الله علیه وسلم المومن لاتکذب� يعنی څرنګه دروغ وايی ته اوحال دادۍ چی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي چي مومن دروغ نه وايی.
دوهم له دې وجی دمذکوره جملې حالیت نه صحیح کېږی چی پردغه تقدیرد�ثم یمیتکم   الخ� ددریوواړه جملوعطف پرجمله دوکنتم امواتاً باندی نه صحیح کېږی اوداپه دوه سببه اول په دې سبب چی ماضی اومستقبل په یوه وارله یوه شی څخه حال نسی واقع کېدلای دوهم په دې سبب چی دغه درې سره فعلونه دمضارع مستقبلی صیغې دی اومضارع چی مستقبل محض وی حال نسی واقع کېدای،ددې سوال
یوجواب دادۍ چی دغه درې سره جملې مستأنفی جملې دی اودوکنتم امواتاً پرجمله باندی عطف ندی همداسبب دۍ چی له ماقبل څخه په حرف عطف اوپه صیغه په دواړوکښی مخالفت لری.
اودوهم جواب دادۍ چی دغه ټولی جملې په حال والی کښی داخلی  دی خوپه حقیقت کښی حال علم پردغوجملو باندی دۍ نه په خپله دغه جملې اوتقدیردآیت په دې ډول دی،کیف تکفرون وانتم عالمون بانکم کنتم امواتاً الخ خوپردغه جواب باندی داسوال واردېږی چی اکثروددغوکفاروته کوم چی په دغوجملوسره مخاطب وه پردې باندی علم نه ووحاصل چی له مرګ څخه وروسته به دوئ دوباره راژوندی کړه کېږی اووحشرګاه ته به بیول کېږی ددغه سوال جواب په دې ډول سره کېدلای سی چی ځنی په کښی دارازخلګ ښائی موجودووچی مذکورعلم ورته حاصل وواودغه قدردکلام دصحت دپاره دلته کفایت کوی
اودریم جواب کوم چی ځنومفسرینوورکړیدۍ دادۍ چی دلته دغو مذکوره صیغو داستقبال دثم دمعنی په  وجه دماضی  په  صیغوسره اوښتې دی ځکه چی معنی دآیت په دې ډول ده ،،فاحیاکم وتراخی اماتته وتراخی احیا ءه ایاکم وتراخی رجوعکم الیه، صاحب دفتح العزیزویلی دی چی ترټولوزیاته صحیح توجیه داده چی وویل سی چی له فاحیاکم څخه وروسته چی کومی جملې دی نوهغه دکیف تکفرون پرمجموع جمله باند عطف دی اوحاصل دکلام دادۍ چی ای کافرانوسره له دې چی په خپلوحالاتوباندی ښه علم لرۍ خوبیاهم کافران کېږۍ نوداډېرمستبعدکاردۍ اوکه له دغه سره سره چی له خپلواحوالوڅخه خبریاست کفرغوره کوۍ نوپه دې هم پوه سۍ چی بیرته به مړه کېژۍ اوبیابه دوهم ځل بیرته راژوندی کېژۍ اوپه دغودواړوحالتونوکښی به دهمدغه کفرسزاوینۍ .
(ثم یمیتکم ثم یحییکم،)پوسه چی له دغه مبارک آیت څخه متعددی فايدې اومسائل ترلاسه کیږی چی تفصیل ئې په دې شرحه دۍ ،اول دکافرانوکفرپه داسی حال کښی چی دوی له خپل ماضی اوحال اوآینده څخه ښه خبردی دډیرشدیدانکاراوتعجب اوتعجیب محل اوځای دۍ،دوهم دمیت  دلفظ اطلاق پرهغه شی باندی هم کېدلای سی کوم چی بې روحه وی اودمخه هم په حیات اوژوندسره نه وی مشرف سوی یعنی ددې دپاره چی پریوشی باندی دمړه اطلاق کول کېږی ودېته ضرورت نسته چی دغه شی به تردغه اطلاق دمخه یوځل ژوند ئ اوسېدلئ وی اوکوموعلماؤ چی ویلی دی چی ،میت، صرف وهغه چاته ویل کېدلای سی چی یوځل ژوندئ اوبیاساه ورڅخه وتلی وی نوداقول ددوی دقرآنی آیاتونوله مخی ناسم دۍ ځکه په دغه ذکرسوی آیت کښی انسانان تردغه دنیوی ژوندله مخه اموات اومړه بلل سویدی  سره له دې چی تردغه ژونددمخه خوانسانانوبل ژوندندۍ لیدلئ اودغه رازالله پاک دکفارووبتانوته اموات اومړه ویلی دی سره له دې چی جمادات دی اویووخت ئې هم ژوند ندۍ موندلئ لکه چی دسورت نحل په،۲۱،آیت کښی دبتانوپه شان کښی الله پاک فرمایلی دی ،اموات غیر احیاء.
دریم،له دغه آیت څخه دامسأله راخارجیږی چی جنین یعنی هغه حمل چی دمورپه رحم کښی وی اوساه اوروح ئې لا په بدن کښی نه وی داخله سوئې له رحم څخه دمورراخارج سی نوده لره دژوندی حکم نسی ثابتیدلای همداسبب دۍ چی غسل اوکفن نه ورکول کیږی اولمونځ دجنازې نه ورکړکیږی اووارث اومُوْرَث نه ګرځی.
څلرم ،په مذکورآیت کښی الله پاک دخپل عظیم قدرت له نښانوڅخه ځنی غټی اوستری نښانې وبندګانوته ذکرکړی دی چی هغه له غذا څخه دانسان دخلقت مواد په تدریج  اوترتیب سره جوړه ول لکه نطفه علقه مضغه وغیره اوبیا وروسته دمورپه رحم کښی دده دبدن ټول اعضاء برابره ول اوبیا په هغه کښی روح داخلول دی چی بیا ژوندی شخص ورڅخه جوړسی اوحرکت تکلم اوکښینستل پریوتل تګ راتګ خوراک وغیره کوی .
پنځم، له مذکوره آیت څخه دوهم ژونداودهغه ډول اوڅرنګوالئ فهمېږی ،په انسانانوکښی خوځنی داسی څوک دی چی العیاذ بالله له دوهم ژوند څخه یعنی له بعث بعدالموت څخه منکر دی لکه دنبی علیه السلام په زمانه کښی چی مثال عرب مشرکان ؤاولکه په دغه موجودعصرکښی چی دهریه اودروسانودنظریې خلګ دی اوځنی بیا لکه فلاسفه دیونان وروسته له مرګ څخه  په یوداسی قسم روحانی ژوندباندی قائل دی کوم چی  له آسمانی  شریعتو څخه پرمخ مخالف قول دۍ،اوځنی بیالکه هندوان په تناسخ سره قول کوی دوی وائې چی کله چی یوانسان مړسی نوبیادده روح په یوه بل بدن کښی داخلیږی اودوباره په دنیاکښی ژوندئ سی خوداسلام دمقدس دین په شمول دټولواسمانی غیرمحرفوادیانو په دې باره کښی هدایت دادۍ چی  ټول انسانان به په یوه مشخصه ورځ کښی کومه چی دقیامت ورځ ده دالله په حکم دوهم ځل سره له روحونو او بدنوددوئ بیرته راژوندی کړه کېږی اوبیابه له دوی سره داعمالواوعقائدومحاسبه کړه کېږی اوبیابه مستحقین دجنت جعلنا الله منهم وجنت ته ځی اومستحقین ددوزخ به ودوزخ ته ځی نعوذبالله من ذالک اوبیابه دغه ژوند ابدی وی اوفنااومرګ به بیانه وی ،
تمت ومن الله التوفیق
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery