مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقري دسورت د(۳۷) اوه ديرشم آيت لفظي ترجمه اوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم : :
مفسر : علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
-------------------------------------------------------------

لفظي ترجمه :
(ف)بيا(تَلَقَّى)زده کړې(آدم)آدم ( مِنْ )له (رَبِّ)رب څخه (هِ) دده( كَلِمَاتٍ ) يو څوکليمې (فَ)نو(تَابَ)رجوع وکړه ده يعني الله په رحمت اوپه قبول دتوبې سره (عَلَيْ)پر(هِ )ده يعني پر آدم عليه السلام باندي (إِنَّ)بېشکه (هُ)دَۍ يعني الله پاک (هُوَ ) خاص دَۍ (التَّوَّابُ)ښه توبه قبلوونکۍ دۍ ،يا ډيرتوبه قبلونکئ دئ (الرَّحِيمُ) ښه مهرباني کوونکۍ دۍ (37)

پوسه چي کله چي آدم عليه السلام دالله جل جلاله له لوري داعتابي حکم واوريدۍ چي، اهبطوا، يعني کښته سۍ له جنته نوپداسي حال کښي چي ډېرپرېشانه وو اوسخت پښېمانه اوله افسوس څخه ډک وو په ژړا سو اوپه همدغه حال کښي الله جل جلاله د داسي کلموالهام ورته وکړ چي مضمون يې توبه اوبخښنه غوښتل وو مکمل تفصيل به په علمي خبروکښي راسي خو مشهور اوله قرآنه سره موافق قول دادۍ چي دغه کلِمې هغه وې چي بل ځاۍ په قرآن کريم کښي الله جل جلاله ذکرکړئې دي چي (ربنا ظلمنا انفسناوان لم تغفرلناوترحمنا لنکونن من الخاسرين) يعني اۍ ربه موږ ظلم وکړ پر نفسو ، ځانو ځموږ او کچيري نه وکړې ته بخښه موږ لره اونه وکړې رحم پرموږ نوخامخابه سوموږ له زيان والاوو څخه په هرباب کښي هم دغه روآيت له حسن بصري رحمه الله تعالي اوله ځينو نورو علماوو څخه راغلۍ دۍ بهر حال آدم عليه السلام دتوبې يوڅوکلِمې له خپل رب څخه زده کړې اوهغه يې ويلې نوبياالله پاک پرده باندي دتوبې په قبلولو سره رجوع وکړه د ده توبه يې قبوله کړه ځکه په دې کښي شک نسته چي الله جل جلاله ښه توفيق ورکوونکۍ دتوبې ده يا ښه توبه قبلوونکۍ دۍ و بنده ته توفيق دتوبې هم دۍ ورکوي اوتوبه يې هم قبلوي اوډېر رحم کوونکئ دئ چي سره له قبلولودتوبې نور احسان هم دتوبه ګار سره کوي .

تفصيل او علمي خبري :
پوسه چي دآدم اودکلمات په لفظونو کښي دوه قرائته راغلي دي اول په رفع دآدم اوپه نصب دکلمات سره بناپر دغه قرائت باندي بيضاوي دتلقي معني په استقبال سره کړېده پدې ډول چي بيااستقبال وکړآدم په زده کولواوقبلولو اوعملي کولوسره ديوڅوکلمواوپه بل قرائت کښي عکس د دې دۍ نوبيامعني دآيت په دې ډول ده چي بيااستقبال وکړ دآدم يوڅوکلمويعني ورته راغلې له ربه د ده څخه .

دآدم عليه السلام توبه څه وخت قبوله سوه ؟
په اصلي حقيقت خو الله جل جلاله عالم دئ خوپه تفسيرقرطبي کښي راغلي دي چي اول آدم عليه السلام والله ته توبه وکښه يعني اوتوبه يې قبوله سوه بياومزکي ته کښه سو اوپه روح البيان اوتفسير مظهري کښي يوروآيت له ابن عباس رضي الله عنه څخه ذکردۍ چي آدم اوحواء دوه سوه کاله وژړل اونه يې خورک کړيدۍ اونه يې چښل کړيدي اويوسل او څلوېښت کاله وحواء ته نه دۍ ور نزدې سوۍ له دې څخه داسي معلوميږي چي دآدم عليه السلام د توبې کښل په مزکه کښي هم دوام درلودۍ اوقبلېدل يې په مزکه کښي وسول، له يونس بن حباب اوله علقمه بن مرثد څخه روآيت دۍ چي که د ټولو مزکني مخلوقاتواښکي راټولي سي بيابه هم دداود عليه السلام اښکي پرډيري سي اوکه دغه ټولي بياسره يوځاۍ سي نو دآدم عليه السلام اښکي به پر ډيري سي پوسه چي په ډيرو کتابو کښي داسي هم راغلي دي چي آدم عليه السلام حضرت محمد صلي الله عليه وسلم والله ته شفيع کړ نوپه دې وجه الله د ده توبه قبوله کړه،او بيضاوي دقيل په حواله ذکرکړيدي چي بيهقي يې اخراج کړئ دئ چي هغه کلمې چي وآدم ته يې الهام وسو دغه وې : سبحانک اللهم وبحمدک وتبارک ا سمک وتعالي جدک ولااله الا انت ظلمت نفسي فاغفرلي انه لايغفر الذنوب الا انت .

يعني پاکي ده تالره اې خدايه اوتلبس کوم يعني پيوستون کوم له ثنا ستاسره اوډېر برکتناک دئ نوم ستا اوډېر لوړ دئ شان ستا اونسته هيڅ لايق دعبادت موجود مګرته ، ظلم وکړ ماپر ځان خپل نوبخښه وکړه مالره ؛ ځکه نه سي بخښلاۍ ګناهونه هيڅوک ماسوي له تاڅخه .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery