مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقرې دسورت د،۴۲،آيت تفسيراوعلمي تحقيق

تفسير فضل الرحيم ،:
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته.

) وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (42)

لفظي ترجمه:
(وَ) او (لَا) مه( تَلْبِسُوا)پټه وئ ( الْحَقَّ)حق،يعني هغه بيان چي په تورات کښي دمحمد صلي الله تعالي عليه وسلم په باره کښي الله جل جلاله درته نازل کړيدۍ (بِالْبَاطِلِ)په سبب دباطل، يعني په سبب دهغه غلط بيان چي تاسي ئې په تورات کښي داخله وۍ (وَ)او تَكْتُمُوا)مه پټه وۍ ( الْحَقَّ)حق(وَ) حال دادۍ (أَنْتُمْ)تاسي (تَعْلَمُونَ ) (42)پوهېږۍ ،يعني په دې چي حق پټول څونه غټه ګناه ده.

تفصيل اوعلمي خبري:
پوسه چي په يهودويعني په بني اسرائيلوکښي خاص بياپه علماووددوۍ کښي دوه قسه نارواخويونه موجودوو:

اول کفراوګمراهي چي په خپله ګمراهان اوکافران وو،دوهم داچي دنوروخلګوپه ګمراه کولوکښي ئې کوښښ کاوو اوداکوښښ يې په مختلفوشکلوکښي وو اول په دې شکل کښي چي دتورات هغه اياتونه چي دحضرت مُحمد صلي اللهُ تعالي عليه وسلم په صفتوکښي نازل سوي ؤهغه بې وخلګوته نه بيانه ول اويابې بيانول خوترجمه اوبيان بې غلط کاووـ

اودوهم په دې شکل کښي چي دتورات په هغوځايوکښي بې لاس وهنه کوله اوله ځانه بې خبري په ګډه ولې کوم چي دنبي عليه السلام بيان به پکښي راغلئ ووـ

اودريم په دې شکل کښي چي وخلګوته بې داسي شبهې اوخبري ذکرکولې چي درسول الله صلي الله عليه وسلم په شان کښي بې خلګ په شک او ترددکښي اچول ـ
څلورم په دې شکل کښي چي له ځانه بې دموسي عليه السلام په دين پسي داخبره تړله چي په دې دين کښي داحکم سته چي دغه دين به ترقيامته پوري وي او منسوخ به نه ګرځي ـ

اوپنځم په دې شکل کښي چي په عاموواقعاتوکښي به هم ددوۍ دعلماوو داعادت ووچي دمال په لالچ بې دحق خبره پټه وله ـ
له اولي قسم بدخويي څخه چي کفراو ګمراهي وه الله جل جلاله دوۍ په دې قول سره منع کړل چي وامنواـ

اوله دوهم قسم بدخويي څخه ئې په دې قول سره رامنع کړل چي �ولاتلبسوا الحق الخ�ـ
پوسه چي ددغه قول په دې ډول هم معني کيدلاۍسي (ولا تلبسوا)اومه ګډه وۍ تاسي(الحق)حق،يعني هغه حق چي الله جل جلاله نازل کړيدئ(بالباطل)له هغه باطل سره چي تاسي ئې له ځانه جوړوئ پوسه چي پټول دحق سخته لويه ګناه ده خاص بيا علماوو لره په يوه روايت کښي راغلي دي چي کله چي بدعتونه نوي کارونه مخالف له دين څخه په خلګو کښي ښکاره سي نوعالم لره دا پکار دي چي و خلګوته دهغوئ نارواوالئ ښکاره کړي اوکه داډول ونکړي نوپر ده باندي دي دخداي اودملائکه وواو دټولو خلګو لعنت وي ـ

والسلام ومن الله التوفيق.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery