مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تفسيرفضل الرحيم دبقرې دسورت د،۴۵،آيت تفسيراوعلمي تحقيق



علامه محمدمعين الدين ابوالفضل،افغاني کان الله له ودامت برکاته.
---------------------------------------------------------------

لفظي ترجمه:

(وَ)او(اسْتَعِينُوا)مددوغواړۍ( بِالصَّبْرِ)په صبر سره (وَ)او (الصَّلَاةِ)لمانځه سره ( وَ) او (إِنَّ)بېشکه (هَا)دَا ، يعني دغه لمونځ يامددغوښتل په صبراولمانځه ( لَ) خامخا (كَبِيرَةٌ)ډېره درنه ده ،يعني داډيردروندکار دۍ( إِلَّا)مګر،يعني مګرنه دۍ دروند (عَلَى) پر(الْخَاشِعِينَ) (45)وېرېدونکېو، ياعاجزي کونکيو،ياخونداخستونکوله طاعت څخه دخداۍ جل جلاله ـ

تفصيل :

پوسه چي ديهودو ورئيسانوته درياست پرېښوول اووعلماووته ئې دهغه جاه اوجلال چي ديهودو په منځ کښي ئې درلودۍ اودهغومالي کومکوچي يهودوبه ورسره کول داسلا م دمقدس دين دمنلوپه وجه پرېښوول ،اودارنګه ودغودواړو ډلوته اوعامويهودوته داسلام داحکاموپابنده کېدل اوداسلام دمنل‍وپه وجه چي کوم تکليفونه ددوۍومخ ته راتلل دهغوۍ ګالل اوسربېره پردې ديهوديت دين چي له پېړيودوۍ عادت ورسره نيولئ وو پرمخ پرېښوول ډېرمشکل اوله طاقت څخه وتلي کارونه ښکاره کېدل .

نوالله پاک ودوۍ ته په دغه آيت کښي داسي طريقه ورښوولې ده چي په هغې سره دغه ټول کارونه چي ودوۍ ته مشکل معلو مېدل اسانه ګرځېدل چي هغه صبراولمونځ کول دي؛ځکه هر څوک چي له کومي سختۍ اومشکل سره مخامخ کيږي نوددې دپاره چي دغه سختي باندي اسانه سي اويا ورڅخه ليري سي اوخوشحالي ورباندي راسي، اوسره له دې الله پاک دقيامت په ورځ لوۍ اجرهم ورکړي بايددغه څوک له خداۍپاک څخه کومک او مدد په صبر کولو او په لمانځه کولو سره وغوا ړي ځکه په صبر سره هم مشکل لري کيږي او په لمانځه کولو سره هم .

داسلام پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي «الصبرمفتاح الفرج » يعني صبر کِلي اوچابي دخوشحالۍ اودلري کېدو دغم دۍ مولانارومي رحمه الله تعالي فرمايلي دي : « صبرتلخ آمدوليکن عاقبت ،، مېوه شيرين دهدپر منفعت »

يعني صبرکول په سختي کښي خوپه ظاهره تريخ دئ خوپه اخيرکښي له فايدې اومنفعت څخه ډکه خوږه مېوه وصبرکوونکي ته ورکوي.

دارنګه دلمانځه په باره کښي په يوه حديث کښي چي احمد اوابوداؤد اوابن جريريې روايت کړيدۍ راغلي دي چي کله چي به دخداۍ رسول له يوه مشکل اودپرېشانۍ له کار سره مخامخ سو نو ولمانځه ته بې پناه وړله ،په يوه بل روايت کښي راځي چي چټکي بې کوله ولمانځه ته .

همدارنګه په يوه بل حديث کښي چي امام تر مذي يې له عبدالله ابن ابي اوفي رضي الله عنه څخه اوپه مثل د دې ئې حاکم په مستدرک کښي روايت کړيدۍ،راغلي دي چي هرچاته که يو حاجت وخداي ته اويا ويو چاته له بني آدم څخه پيداسو نواودس دي وکړي بيادي دغه اودس نېک وګر ځوي يعني په صحيح طريقه سره دي اودس وکړي بيادي دوه رکعته لمونځ وکړي يعني نفلي دحاجت لمونځ بيادي خداي لره حمد و وايې بيا دي پرنبي صلي الله عليه وسلم باندي درود و وايې اوبيا دي دادعا و وايې « لااله الاالله الحليم الکريم سبحان الله رب العرش العظيم الحمدلله رب العالمين أسئلک موجبات رحمتک وعزائم مغفرتک والغنيمة من کل بر والسلامة من کل اثم لا تد ع لي ذنبا الا غفرته ولاهما الافرجته ولاحاجة هي لک رضا الا قضيتها يا ارحم الراحمين ـ پوسه چي په سختئ کښي صبر کول اودارنګه په عبادت اولمانځه سره کومک غوښتل وهرچاته نه اسانه کيږي بلکه هغه څوک داکار کولاۍ سي چي دخداۍ پاک له عبادت سره دونه تعلق لري چي خوند پر اخلي اودخداۍ وېره اوعاجزي اوتواضع پکښي موجوده وي ـ

پوسه چي ځني علماءد«بالصبر» معني په دغه آيت کښي په روژه سره کوي ، اوځني بيا له «والصلوة »څخه دلته دعا اخلي ،همدارنګه پوسه چي صبرپه شريعت کښي درې قسمه دۍ اول صبرکول پر عبادت باندي دوهم صبرکول له ګناه څخه دريم صبر کول پر مصيبت باندي .


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery