مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبقره دسورت د،،۲۱،اود،۲۲،مبارکواياتوتفسيراوعلمي تحقيق

تفسيرفضل الرحيم(۶)برخه ،
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته 

-----------------------------------------------------------------------

پوسه چي په دغه راتلونکي ايت کښي الله جل جلاله له خپلوټولو بندګانوڅخه دهغه شي مطالبه کوی کوم چي بندګان يې دهغه شي دپاره پيداکړيدی،

لفظي ترجمه :
)يا أيُّهاالناس ) اې خلګو ( اعبُدوا) عبادت وکړۍ یاعبادت کوی ( رب ) د رب ( کُم ) ستاسي ( الذي ) هغه ـ يعني هغه رب ستاسي ( خَلَقَ ) چي پيداکړي ياست ده یعنی هغه رب ( کُم ) تاسي ( وَ ) او ( الذين ) هغه خلق ـ يعني او پيداکړي يې دي هغه خلګ ( مِن ) چي له ( قبلُ ) مخه ـ يعني چي وو له مخه ( کُم ) ستاسي ـ يعني له مخه تر تاسي وو چي هغه د دتيروزمانو خلګ دی ( لَـعَــلَّ ) ښايي ( کُــم ) چي تاسي به ، يا ( لعل ) لپاره ددې ( کُم ) چي تاسي ( تتقون ) ،۲۱، وساتئ تاسي ـ يعني وساتئ ځانونه خپل له عذاب څخه د الله جل جلاله په واسطه دعبادت دده ( الذِي ) هغه ـ يعني هغه رب ستاسي ( جعل ) چي ګرځولې يې ده ( لِ ) لپاره ( کُم ) ستاسي ( الأرض ) دغه مزکه ـ يعني کومه چي تاسي په هغي کښي دژوندټولي چاري ترسره کوي ( فِراشاً ) فرش ـ يعني لکه فرش ( والسماء ) اودغه اسمان ـ يعني کوم چي ستاسي وسترګوته حاضردئ ( بِناءً) چت ـ يعني او ګرځولئ يې دئ لپاره ستاسي دغه اسمان دچت په شان ( وَ ) او ( انزلَ ) نازلي کړي يې دي ده ـ يعني را اوره ولي دي الله پاک ( مِن ) له ( السماءِ ) اسمانه ياله طرف څخه داسمانه عام له دی څخه که له نفس اسمان څخه وی اوکه له وریځی څخه وی ( مَاءً ) اوبه ( فَ ) وروسته يې يابيایې ( أخرجَ ) راايستلئ دئ ده يعنی الله پاک ( بِ ) په ( هِ ) ده سره يادوی سره ـ يعني په دغو اوبو سره ( من ) له ( الثمرات ) ميووڅخه يعنی له قسم قسم ميووڅخه ( رزقاً ) روزي يایې داسی معنی وکړه بيایې راايستلی دی په دغوابو سره (من)بعض (الثمرات)دميوو(رزقا)له وجی دروزی درکولو ( لَکُم ) تاسي لره ( فَ ) نو( لا ) مه ( تجعلوا ) ګرځه وئ ـ يعني نو مه ګرځوۍ تاسي ( للهِ ) خدائ جل جلاله لره ( اندادا ) شريکان ـ يعني په عبادت کي شريکان و خدائ پاک ته مه پيدا کوۍ ( وَ) حال دادئ ( أنتم ) تاسي ( تعلمون ) ،۲۲، پوهيږۍ ـ يعني تاسي په دې پوهيږۍ چي يوازي الله پاک ستاسي رب دئ اودذکرسويوشيانو اودارنګه دهرشي خالق هم تنهاالله پاک دئ ، او لائق د عبادت يوازي هغه ذات دئ چي دغه ذکرسوي صفتونه په ده کښي موجودوي .

پوسه چي وروسته له دې چي الله (جل جلاله) د خپلو مخلصو بندګانوچی متقيان دی ، او د هغو کفارو چي خاتمه يې د الله تعالی په علم کښي پر کفروه چی هغه هغه کافران ووچی الله پاک ددوی پرزړواوپرغوږوباندی مهرونه وهلی وه ، او دارنګه دمدينی د منافقانو عليحده عليحده اوځانته ځانته حالات اوصفتونه بيان کړه ، اوس و ټولوته په ګډه اوپه مجموعی ډول سره خپل خدايي فرمان صادره وي او فرمايي :

اې خلګو هر څوک چي ياست عبادت او بندګي وکړۍ درب ستاسي ، يعني د هغه ذات چي ستاسي ترمرګه پوري ستاسي تربيه کونکئ او پالونکئ دئ ، او ستاسي حقيقي مالک دئ .
هغه چي پيداکړي يې ياست تاسي ، يعني په داسي حال کښي چي هيڅ نوم او نښان مو نه وو ، معدوم او نيستي واست، الله پاک د وجود احسان درباندي وکړ ، په بهترين صورت کښي يې چي انساني صورت دئ و تاسي ته غوږونه ، سترګي ،خوله ، ژبه او د بدن ټول أعضاء چي هر يويې ځانته ځانته عظيم نعمت دئ درکړه ، او نه يواځي دا چي تاسي يې پيداکړي یاست بلکي هغه ټول خلګ چي له تاسي څخه له مخه وو هم دغه ذات جليل پيداکړيدي .

ددې مقصد لپاره د رب عبادت وکړۍ چي د همدغه عبادت په وجه خپل ځانونه دالله پاک له دنيوي او اُخروي عذابو څخه وساتۍ .
او الله پاک يواځي دغه احسان پر تاسي باندي نه دئ کړئ چي يواځي تاسي يې پيداکړی یاست بلکي هغه رب دئ چي سره له دې يې ستاسي د زندګۍ ټول اسباب ستاسي لپاره پيداکړيدي .

لکه دا چي ګرځولې يې ده دغه مزکه لکه فرش ستاسي د فائدې لپاره ، اودارنګه يې ستاسي د فائدې لپاره ګرزولئ دئ دغه اسمان چي ستاسي و سترګو ته حاضر دئ لکه چت ، او هم يې ستاسي د نفع لپاره نازلي کړيدي له اسمان څخه اوبه ، بيايې را ايستلي دي له مزکي څخه په دغو اوبو سره ځيني له ميوو ، له وجي د روزي درکولو تاسي لره
نوکله چي دغه احسانونه ټول الله درسره کړيدي ، او هيڅوک په دې کښي له الله سره شريک نه ؤ ، او نه له الله تعالی څخه پرته بل داسي څوک سته چي ددغو کارو قدرت ورسره وي ، ځکه چي دغه ډول کارونه يواځي هغه ذات کولائ سي چي دده وجود له خپله ذاته وي ، او واجب، ازلي او ابدي وي ، او دغه ذات په خدائ کښي حصر دئ . کله چي داسي ده نو مه مقرره وۍ الله (جل جلاله) لره شريکان په عبادت کښي په دي ډول چي له خدائ څخه پرته د بل چا عبادت هم کوۍ لکه د بتانو ، ياد اور ، يا د ستورو، يا د لمر، يا د انسانانو عبادتونه کوم چي تاسي يې کوۍ ، په داسي حال کښي چي تاسي ټول په دې پوهيږۍ چي خالق ځموږ او د اسمانو ، د ځمکي ، دباران ، درزق اوروزۍ ، او دارنګه د هر څه يوا ځي الله (جل جلاله) دئ .


تفصيل اوعلمي خبري :
(ياايهاالناس)
پوه سه چي ځيني علماء وايي چي د ( يا ) لفظ وضع دئ لپاره د مطلقي نداء عام له دې څخه که ندا دبعيد وي اوکه دقريب یعنی که ولری ته ندا وی اوکه ونزدی ته.
اوځني علماء لکه قاضي بيضاوي رحمه الله وايي چي د (يا) لفظ وضع دئ لپاره د نداء دبعيد ، نو بيادلته داسوال پيداکيږي چي الله (جل جلاله ) خو و خلګو ته أقرب من حبلِ الوَرِيد دئ نوبيايې د بعيد په لفظ سره څرنګه نداء وخلګوته کړې ده ؟
ددی سوال جواب دادئ چي کله کله په کلِمه د ( يا ) سره وقريب ته ندا کيږي په دې وجه چي دغه قريب نازل کړسي په منزله دبعيد . ياپه دې وجه چي دغه منادی یعنی کوم چی ته نداورته کوی دعظيم شان خاوندوي، لکه په دې قول کښي چي ـ ياالله ـ ياربي . اوياپه دي وجه چي په منادي کښي غفلت ، يانقصان دفهم موجودوي ، لکه چي يوڅوک نژدې درته ناست وي خوغافل ياناقص الفهمه وي نوته ورته ووايې يافلان اوياپه دې سبب چي د مَدعُوله کوم چي جواب دمنادی دئ په شان إهتمام کول کيږي اودغه راز نوری وجی هم سته.

دلته دوهمه ، دريمه وجه جاري کيدلاۍ سي .
پوه سه چي منادی په حقيقت کښي د (الناس) لفظ دئ ، اود أيها لفظ چي په منځ کښي درج سوئ دئ ددې لپاره چي جمع د دوو آلو دتعريف سره رانسي چي يا او الف لام دئ ، او د ناس لفظ اسم جمع دئ ، اوجمع يااسم جمع چي مدخول دالف لام وګرځي نو غالباًالف لام پکښي لپاره د عموم اوإستغراق وي لکه دلته .

همدارنګه پو سه چي دياايهاالناس په لفظ کښي له ډيرووجهوڅخه تاکيد راغلئ دئ ، اول له دي وجهي څخه چي نداء کوونکئ اومتکلم په دغه لفظ سره الله جل جلاله دئ ، دوهم له دي وجهي څخه چي په دغه لفظ کښي التفات راغلئ دئ ، دريم له دي وجهي څخه چي په دغه لفظ کښي تفصيل بعدالاجمال موجوددئ ځکه چي د (اَيّ) لفظ مبهم دئ اود( الناس )لفظ يې کوم چی په ترکيب کښي صفت د (اَي) دئ تفصيل دئ د(اَي) لپاره ، اوڅلورم له دي وجهي چي د(هَا) لفظ کوم چي په (اَيُّ) پسي متصل دئ اود(اي) له مضاف اليه څخه يوقسم جبيره هم دئ دتنبيه دپاره دئ .

پوسه چي دلته دځينونورو مهموخبرو ايزده کول ضروردي .

اوله خبرداده چي په دغه ايت کښي التفات راغلئ دئ ، التفات کوم چي دعلم بلاغت له مصطلحاتوڅخه دئ ودي ته ويل کيږي چي نقل له تکلم څخه وخطاب ته يابالعکس، اويانقل له تکلم څخه وغيبوبت ته يابالعکس او يا نقل له خطاب څخه وغيبوبت ته اويا بالعکس وکړسي په دغه ايت کښي له غيبوبت څخه وخطاب ته نقل راغلئ دئ .

التفات په کلام کښي دڅه نکتي لپاره کيږي ؟
پوسه چي التفات يوه عامه نکته لري چي هغه په هرالتفات کښي وجودلري دغه عامه نکته عبارت ده له تازه کولو څخه دشوق دسامع واوريدودکلام ته ځکه يومتکلم چي ويوه سامع ته خبره کوي نوسامع سوکه په سوکه دده دخبري له اوريدلو څخه خسته کيږي نومتکلم دالتفات له لاري دخپل کلام طرزنوئ کړي نوپه دي سبب په اوريدونکي کښي هم نوئ شوق دکلام داوريدلو پيداسي اوبل قسم يې خاص نکته ده کومه چي په هرالتفات کښي يې وجودضرورنه دئ ،په دغه مبارک ايت کښي چي کومي خاصي نکتي دالتفات راغلي دي نوهغه په دي ډول دي .
اوله نکته يې داده چي په شان دامر دعبادت کوم چي د (اعبدوا) دلفظ مدلول دئ اهتمام راسي .

دوهمه نکته داده چي اظهار دعظمت دشان دعبادت راسي .
اودريمه نکته داده چي دالله جل جلاله دعبادت د کلفت اودمشقت جبران په لذت سره دخطاب دالله جل جلاله وکړسي .

دوهمه خبره داده چي د(الناس) لفظ په اصل کښي الاُناس يا اناسٌ وو بيايې همزه حذف کړسويدئ اوپراول تقدير باندي بقاء دحرف تعريف دحذف سوي همزه عوض ګرځيدلي ده او پردوهم تقديرباندي په خپله حرف تعريف عوض ورڅخه راغلئ دئ همداسبب دئ چي ددواړو جمع نه رواکيږي يعني داسي نسي ويل کيدلاۍ چي الاُناس .
ددغه لفظ مأخذکوم لفظ دئ ؟

په دي باره کښي اختلاف موجوددئ ځيني وايې چي مأخذيې دنَوس لفظ دئ کوم چي وحرکت کولو ته و يل کيږي اوځني وايې چي مأخذيې اِيناس دئ کوم چي وليدلوته ويل کيږي اوځني وايې چي مأخذيې نسيان دئ کوم چي وهيرولوته ويل کيږي اوځني وايې چي مأخذيې اُنس دئ کوم چي الفت کولوته ويل کيږي ،اود الناس اوداُناس لفظونه هريو دانسان دلفظ دپاره اسم جمع دئ .
دريمه خبره داده چٍي د (ياايهاالناس) په لفظ سره وخلګوته له الهي لوري څخه په قران کريم کښي (۱۸) اتلس ځايه خطاب راغلئ دئ چي له دي څخه داخبره څرګنده کيږي چي نبوت اورسالت دحضرت محمد صلي الله عليه وسلم وټول بشرته ورعام دئ اوتريوه خاص قومه پوري اختصاص نلري.

څلورمه خبرداده چي د(ياايهالناس) په لفظ سره خطاب عام دئ هغو خلګو ته هم ورشامل دئ کوم چي درسول عليه السلام په زمانه کښي ددغه خطاب په وخت کښي موجودوه اووهغوخلګوته هم ورشامل دئ کوم چي دقيامت ترورځي پوري پيداکيږي په دي وجه چي دخطاب په وخت کښي غيرموجودانسانان دفرض په توګه موجودګڼل سوي دي، دغه تعميم ته ځکه ضرورت سته چي دشريعت حکمونه دقيامت ترورځي پوري وټولوخلګوته شامل دي

(اعبدواربکم)
يعني عبادت وکړئ اي خلګودرب ستاسي.
دغه جمله جواب دذکرسوي منادي دئ .

پوسه چي دلته هم په يوڅوخبروځان پوکول ضروردي .
اوله خبرداده چي د(اعبدوا) لفظ له عبادت څخه جوړدئ ، اوعبادت په لغت کښي واخيري درجي دعاجزي کولوته ويل کيږي، اوپه شريعت کښي دعبادت په معني کښي دعلماوو تعبيرونه مختلف راغلي دي خو ټولوتعبيراتولره جامع تعبيردادئ چي عبادت وداسي طاعت اوبندګئ ته ويل کيږي چي په اخيره درجه عاجزي اوخضوع ورسره وي او موافق له هغه سره وي کوم چي انسان مثلا په مکلف کړسويدئ سره له دي چي دغه عبادت کونکئ به عقيده لري پرالوهيت اوپرلياقت والي دعبادت باندي دهغه چا کوم چي دَيْ يې عبادت کوي .

دوهمه خبره داده چي عبادت په خپل ذات کښي ډيرقسمونه لري مثلا عبادت قلبي ،عبادت بدني ، عبادت مالي ، عبادت قلبي لکه له خداي اوله رسول سره محبت،اوله الله څخه ويره اواخلاص اوتوکل اولکه ايمان ، اوعبادت بدني لکه لمونځ ، حج ، روژه ، اوعبادت مالي لکه زکات ورکول، اوصدقة الفطر، وغيره .
دريمه خبره داده چي واطاعت اووفرمانبرداري ته درسول ياداميريادموراوپلار يادکوم بل حقدار لکه استاذ عبادت نه ويل کيږي ځکه چي عبادت يوازي دهغي خاصي فرمانبردارئ نوم دئ کومه چي الله جل جلاله لره وي اودارنګه په عبادت کښي غاية التذلل والخضوع شرط ده اوپه مذکوره اطاعت کښي غاية الخضوع وجودنلرياوبله داوجه هم ده چي په عبادت کښي اعتقادپرالوهيت دمعبودمعتبردئ .

څلورمه خبره داده چي يوعبادت دئ يوقربت دئ،اوبل طاعت دئ، په عبادت کښي نيت هم ضروردئ اودمن يتقرب اليه يعني دمعبود معرفت اوپيژندنه هم ضرور ده ، او په قربت کښي نيت ضرورنه دئ البته معرفت دمن يتقرب اليه ضروردئ اوپه طاعت کښي نه نيت ضروردئ اونه معرفت دمن يتقرب اليه دمثال په ډول دقرانکريم تلاوت قربت بلل کيږي ځکه چي نيت پکښي ضرور نه دئ اوپيژندنه دهغه چاچي دَ يْ په دغه تلاوت سره وهغه ته نزديکت حاصلوي چي هغه الله جل جلاله دئ ضرور دئ اودارنګه يوکافر چي دالله جل جلاله له وجود څخه منکروي اوبياپه سوچ اوپه فکر اوپه نظرسره چي په کائناتو کښي يې وکړي دالله جل جلاله معرفت حاصل کړي نوودغه نظرته دده طاعت ويل کيږي اوقربت اوعبادت نه ورته ويل کيږي ځکه چي ودغه کافر ته ددغه نظرکولوپه وخت کښي نه دالله جل جلاله معرفت حاصل وو اونه نيت ځکه چي که کافر ديوه طاعت نيت وهم کړي خوشرعاً يې دغه نيت معتبر ندئ.

پنځمه خبرداده چي په دغه امرکښي چي داعبدوا په لفظ سره سويدئ له کافرانوڅخه ايجاددعبادت مطلوب دئ سره له ايجاده دشرط دعباته چي ايمان دئ ، او له هغومومنا نو څخه چي مخلص مومنان وي دوام پرعبادت باندي مطلوب دئ اوله منافقينوڅخه اخلاص په عبادت کښي مطلوب دئ اوله مشرکانوکافرانوڅخه بي شرکه عبادت کول مطلوب دي.

شپږمه خبر داده چي (رب)يادصفت مشبه صيغه ده خوپه معني داسم فاعل يعني دمربي دئ اويامصدردئ په معني دتربيې دئ اوحمل يې پرالله باندي دمبالغي
په حيث دئ اودځينوعلماوو په قول داسم فاعل صيغه ده چي په اصل کښي رابِب وو اوتربيه په لغت کښي دامام راغب په قول وانشاء الشئ حالاً فحالاً الي حدالتمام، ته ويل کيږي، او دقاضي بيضاوي په قول وتبليغ الشئ في کماله شيئا فشيئا، ته ويل کيږي پوسه چي درب لفظ په عربي لغت کښي په ډيرو معناووراغلئ دئ دتفسير قرطبي اودقاموس اودلسان العرب وغيره دبيان مطابق درب دلفظ معني ګاني په دي شرحه دي ، مالک ، سيد ، حاکم ، انتظام کونکئ ، اصلاح کونکئ ، جمعه کونکئ ، پالنه کونکئ .

همدارنګه پوسه چي د(ربکم) په لفظ کښي سره له ماقبله دده تعليق الشئ
بما يشعربالعلية راغلئ دئ ځکه چي داقاعده ده چي په کلام کښي له يوشي څخه په مشتقي سره تعبير وسي اوياپه مشتقي سره موصوف سي اودغه شي ته يوحکم ثابت سي نوعلت دثبوت ددغه حکم به مصدر ددغه مشتقي وي نو دلته به مطلب داراووځي چي ګواکي الله پاک داسي فرمايلي دي، چي ماچي تاسي ته په دي سره امروکړ چي زماعبادت وکړئ نو داله دي وجهي څخه چي زه ستاسي تربيه کونکئ اوپالونکئ يم .

(الذي خلقکم )
پوسه چي داد(ربکم) لپاره صفت موضحه دۍ کوم چی وموصوف ته توضيح ورکوی اوخفااوپوشيده ګی ورڅخه لري کوی ياکاشفه دئ کوم چی دموصوف مفهوم اومعنی پکښی بيان سوی وی لکه په دی مثال کښی الجسم الطويل العريض العميق اوياصفت مخصصه اومقيده دئ کوم چی وموصوف ته تخصيص اوتقييد وربخښی دمثال په ډول چی ته داسی ووایې چی (رجل عالم )نوپه دغه قول کښی درجل لفظ وعالم او وغيرعالم ودواړوته ورشامل وونوکله چی دعالم لفظ یې صفت وګرځيدۍ نوغيرعالم ورڅخه ووتی اوپه عالم پوری خاص کړسو خوداپرهغه تقدير مخصصه صفت دۍ چی بنا پرزعم دمشرکانویې واخلی ځکه چي دوۍ بتان هم دخپلوځانو ارباب بلل.

(فراشاً)
پوسه چي په لفظ د(فراشا) او(بناءً) کښي تشبيه بليغه راغلي ده اصل دعبارت په دي ډول دئ ( کفراش او کبناء) پوسه چي وادعاء ته داتحاد په منځ کښي دمشبه اودمشبه به تشبيه بليغه ويله کيږي اوتشبيه بليغه مختلف صورتونه لري اول صورت يې دادئ چي مشبه به خبروګرځول سي دمشبه دپاره لکه په دي قول کښی زیداسد .

دوهم صورت یی دادئ چي مشبه به دهغه فعل دوهم مفعول وګرځي کوم چي دوهم مفعول يې پراول مفعول باندي محمول وي لکه دجعل فعل چی مثال یې دادۍ (جعل الله زيداً اسداً) ، دريم صورت يې دادئ چي مشبه به حال سي له مشبه څخه لکه په دي قول کښي جاءزيدٌ اسداً .

اوڅلورم صورت يې دادئ چي مشبه به صفت سي دمشبه دپاره لکه جاءزيد الاسد،پنځم صورت يې دادئ چي مشبه به په اضافت بياني سره ومشبه ته مضاف سي ، لکه په دغه مشهورمثال کښي چي ، لجين الماء .
پوسه چي په قران کريم کښي امر په عبادت سره يوکم ديرش ځايه راغلئ دئ

اوهمدارنګه پوسه چي له حضرت ابن عباس او علقمه اوله حضرت حسن رضي الله عنهم څخه روايت دئ چي د کوم آيت په سرکښي چي د (ياأيهاالناس) لفظ راغلئ وي نوهغه مکي دئ ، اوچي ( يا أيهاالذين آمنوا) يې په سرکښي راغلئ وي نوهغه مَدَني دئ ، خوځينوعلماوو لکه بيضاوي (رحمه الله ) دغه روايت صحيح نه دئ بللئ په دې وجه چي سورة بقره مدني دئ او سره له دې چي په دغه مذکورآيت کښي د ياأيهاالناس لفظ راغلئ دئ .

اوځني علماء بياداسي فرمايي : چي دغه حکم أغلَبي دئ نه کلي . (تتقون) دغه لفظ صيغه دجمع مذکري مخاطبي ده اوله تقوی څخه جوړدۍ کوم چي په لغت کښي وسختي ساتني ته ويل کيږی او په معنی دوقایة یعنی ذریعه دنجات اودساتنی هم راځی اوپه شر یعت کښی خوراډیری معناګانی لری چی دمخه ئی تفصیل تیرسویدۍ او دلته په لغوی معنی مراددۍ،(جَعل لکم الارض فراشاً) پوسه چي که دجعل لفظ په معنی دصيّرسی نودفراشالفظ يې دوهم مفعول دۍ اوکه په معني دخَلق سي نوبيا دفراشاً لفظ حال دۍ دالارض له لفظ څخه اوپه لام جاره کښي کوم چي دلکم په لفظ کښي دۍ ودي ته اشاره ده چي دغه ذکرسوي کارونه ټول الله جل جلاله اي انسانانوستاسي دنفعي اوفايدې دپاره کړيدی ځکه چي لام جاره دپاره دانتفاع دۍ(بناءً) دامصدردۍ په معني داسم مفعول يعني په معنی دمبني دۍ کوم چی وداسی جوړ کړ سوی شی ته ویل کیږی چی دخونی اویا دخیمی په ډول وی دلته په معنی دبام اودچت دۍ(من الثمرات) پوسه چي کلمه دمِن دلته ياحرف جردۍاو دپاره دتبعيض دۍ اويااسمي ده مؤله ده په بعض سره (رزقالکم) درزقاًلفظ دلته يامفعول له دۍکه کلمه دمن اسميه سی اويامفعول به دۍ يعني داخرج دپاره که کلمه دمن حرفيه سی(انداداً) داجمع دنِد دۍ اوندپه اصل کښي وهغه مساوی اومثل دشي ته ويل کيږی کوم چي له ده سره مخالف وی دلته په معنی دشريک دۍ
تمت .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery