مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبخاري اودشر ح فضل الباري لړۍ (۱)اوله برخه

 . علامه محمدمعين الدين ابوالفضل حفظه الله تعالي


بسم الله الرحمن الرحيم .
الحمدلله وکفي والصلوة والسلام علي عباده الذين اصطفي .


صـراط مـــستقيم مسلـــــمينان ــــــــ نمانده بعدفرقان جزبـــخاري
بخاري کرده است ازحسن نيت ــــــــ دعايې مغفرت درشان قاري
دعاهايې بخاري مستجاب است ــــــــ ګمـــان راتـودرين دعوت چه داري
ــــــــــــــــــــــ
هرقدم په رهبري دعلم اخله ـــــــــ ابوالفضله که دي خداي ته زړه مائل وي


امابعد: له دغي شرحي څخه دبخاري شريف چي فضل الباري يې نوم دئ ګرانواستفاده کونکو ! له مخه تردي چي داسلام دپيغمبر درحمت للعالمين رسول دمقدسواحاديثو کوم چي امام بخاري (رحمه الله تعالي) په خپل کتاب بخاري شريف کښي راجمع کړيدي په شرحه اوپه تفصيل اوتحقيق پیل کوم ددغي شرحي کيفيت اوڅرنګوالئ درته بيانوم .

محترمو په دغه شرحه کښي چي کوم بنيادي اواساسي امور په فهم کښي نيول سويدي هغه په دي ډول دي.
(۱) دحديث دهرلفظ ترجمه په داسي ډول چي هرڅوک په پوه سي اواستفاده ورڅخه وکړي .

(۲) بيان دمناسبت دحديث له ترجمة الباب سره .

(۳) بيان دتطبيق دمذهب اودحديث .

(۴) دفعه دتعارض کچيري دغه حديث معارض حديث درلودئ .

(۵) بيان دهغو مسئلو چي له مطلوب حديث څخه رامستنبطي سويوي .

(۶) بيان دهغوکتابودحديثوچي دامام بخاري رحمه الله تعالي دکتاب په ډول په دوۍ کښي هم دهمدغه حديث روايت سويوي.

(۷) علمي اوصرفي اونحوي اوبلاغي تحقيق دالفاظودحديث ،البته داضرور نه ده چي دهرحديث په تشريح کښي به دغه ذکرسوي ټول امورتحقق مومي ، بلکي د اکيداۍ سي چي ديوه حديث تشريح به له ځني ددغوامورو څخه خالي وي ،پاته سو بيان دسند اودراويانو دحديث نو ودي ته زه په دغه شرحه کښي هيڅ اشاره نکوم الاماشاءالله ،ځکه چي يوخوپه دي باره کښي ځانته کتابونه جوړسويدي ،ودغه کارته په هغووختوکښي ضرورت ؤ چي احاديث به يودبله پياد زده کيدل ،اوراويان دحديثو اواحوال ددوۍ چڼل سوي اوپه کتابو کښي مثبت سوي نه ؤ ، تردي دمخه چي دبخاري شريف دکتاب دابتدائي الفاظو شرحه پيل کوم يوڅومقدماتي بيانونه کوم چي ترعامواحاديثو اوترټولوکتابو داحاديثوتعلق لري .

(۱) پوسه چي يومطلق علم حديث دئ، اودوهم علم روايت الحديث دئ ، دريم علم درايةالحديث دئ، اوڅلورم علم اصول حديث دئ ،دمطلق علم حديث تعريف په عربي ژبه په دي دول دئ. ( هوعلم يُعرف به اقوال رسول الله صلي الله عليه وسلم وافعاله واحواله)

(الکرماني ج۱ص عمدة القاري ج۱ ص۱۲)
يعني مطلق علم حديث عبارت دئ له علم څخه په قولودرسول عليه السلام اوپه فعلواوکارو دده اوپه احوالودده .

اودعلم رواية الحديث تعريف په عربي ژبه په دي ډول دئ:
(هوعلم يشتمل علي نقل افعال رسول الله صلي الله عليه وسلم واقواله وصفاته وتقريراته )

تدريب الراوي ج۱ ص۲۰
يعني علم درواية الحديث هغه علم دئ چي مشتمل وي پرنقل کولوباندي دفعلودرسول عليه السلام اودقولودده اودصفتودده اودتقريرودده .

پوسه! چي دنبي عليه السلام فعلونه اوقولونه اوصفتونه خووبيان ته حاجت نه لري سره له دي چي په بل ځاي کښي بې وضاحت راسي ،اوتقريردرسول عليه السلام ودي ته ويل کيږي چي ده مبارک ويوچاته پريو کارباندي مثلاً قرارورکړيوي، په دي معني چي دده په حضورکښي يوچايوکارمثلاً کړيوي اوده مبارک پرهغه چاباندي انکارنه وي کړئ .

اودعلم دراية الحديث تعريف په عربي ژبه په دي ډول دئ :

هو علم يشتمل علي شرح اقوال رسول الله صلي الله عليه وسلم وافعاله وصفاته ويعلم به طُرق استنباط الاحکام ويعرف به ترجيح الراجيح منها والتطبيق بين الاحاديث .
هکذايفهم من تدريب الراوي ج۱ ص۴۰
يعني ددراية الحديث علم هغه علم دئ چي مشتمل وي پرشرحه اوپربيان باندي دقولواودفعلواودصفتو درسول عليه السلام،اوپيژندلي کيږي په ده سره لاري دراايستلو دشرعي احکامواودارنګه پيژندل کيږي په ده سره ترجيح دهغه حديث چي راجح وي له نورواحاديثو څخه ، اودارنګه پيژندل کيږي په ده سره تطبيق په منځ کښي داحاديثو.

اودعلم اصول الحديث تعريف په عري ژبه په دي ډول دئ :

(هوعلم بقوانين يعرف بها احوال السند والمتن)

اويا په دي ډول:

هوالعلم بالقواعدالمعرِّفة بحال الراوي والمروي)
تدريب الراوي ج۱ص۴۱ ـــــ
يعني علم اصول الحديث علم دئ په داسي قوانينواوکلي قاعدوچي دهغوۍ په سبب پيژندل کيږي احوال دسند اود متن دحديث ،ياعلم اصول الحديث پيژندنه دداسي قاعدوده چي ورپيژندونکي وي دحال دراوي دحديث اودمروي چي حديث دئ.

پاته مقدماتي بيانونه به په (۲)برخه کښي انشاءالله درته راسي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery