مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بخاري اوشرح فضل الباري ۱۹برخه،۳حدیث


علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
------------------------------------------------------------


محترمووروڼوددریم حدیث دهغه عبارت له جملې څخه چی په تېره اولسمه برخه کی ئې لفظی ترجمه سویې ده ددغه په قوس کی راوړل سوی عبارت علمی تحقیق درته کوم :
(فِي النَّوْمِ فَكَانَ لَا يَرَى رُؤْيَا إِلَّا جَاءَتْ مِثْلَ فَلَقِ الصُّبْحِ ثُمَّ حُبِّبَ إِلَيْهِ الْخَلَاءُ وَكَانَ يَخْلُو بِغَارِ حِرَاءٍ )


(فی النَّوْمِ)
يعني په خوب کښي ـ
سوال، درؤيا لفظ په خپله ودې ته ويل کېږي چي په خوب کښي يوشي وليدل سي نوبيا د،في النوم ،لفظ دڅه دپاره راوړل سوَيْ دۍ جواب، که څه هم درؤيالفظ خوپه اکثري لحاظ وخوب ليدلوته ياوهغه ته چي په خوب کي وليدل سي ويل کيږي خوکله کله يي پرهغه ليدلوباندي هم اطلاق کيږي کوم چي په ويښه وي خوديوه خارق العاته شي ليدل وي لکه دمعراج په شپه چي نبي عليه الصلوة والسلام خارق العادته ليدل وکړل نوالله پاک له هغه څخه په قرآن کي په رؤياسره تعبير کړَيْ دئ لکه چي فرمايلي يي دي (وماجعلنا الرؤياالتي اریناک الافتنة للناس)سورة اسراء،۶۰،نودفي النوم لفظ ددې له پاره ذکرسوَيْدۍ چي له دغه قسم ليدلوڅخه احترازراسي( فَكَانَ لَا يَرَى رُؤْيَا إِلَّا جَاءَتْ مِثْلَ فَلَقِ الصُّبْحِ) يعني نوؤدَيْ مبارک چي نه بې ليدَيْ هيڅ خوب مګررابه غَي ْدغه خوب دده په مثل دروښني دسهار،مطلب دادۍ چي داسي خوب بې ليدَيْ چي هغه به دتعبيراومعني په لحاظ دصبح صادق په شان واضح ؤاوهيڅ قسم پوشيدګي به په هغه کي نه وه ،پوسه چي د،مِثْلَ،لفظ اکثروشارحينود،جاءت،له مستترضميرڅخه حال بللَيْ دۍ اوصاحب دعيني په اعتباردموصوف محذوف سره چي دمجیئالفظ دۍ مفعول مطلق دجاءت دپاره بللي دې نو به تقديرپه دې ډول سي،الاجاءت مجيئا مثل فلق الصبح،خوپردغه تقديرباندي نودامناسب دۍ چي يادفلق لفظ په معنا دانفلاق سي اويادفلق ترلفظ له مخه دمجيء لفظ مقدرسي اي،مثل مجيء فلق الصبح،پوسه چي دفلق لفظ په متعدومعناووکي مستعمل سوَيْدۍ، ا،دصبح صادق روشني ،۲،انفلاق چيوديدل دصبح صادق،۳،په معني دصبح صادق ،پردغه تقديربه ياداسي ووايوچي څرنګه چي دفلق لفظ په نورومعناؤکي هم مستعمليږي نودصبح ولفظ ته دبيان دپاره مضاف سوي دۍ له قبېلې څخه داضافت دعام وخاص ته لکه دنفسه په لفظ کي اويابه داسي ووايوچي دفلق اودصبح دلفظوداختلاف په وجه اول ودوهم ته مضاف سوَيدۍ،۴،متعدي مصدرپه معني دچيولو،عيني،عمدة القاري،(ثُمَّ حُبِّبَ إِلَيْهِ الْخَلَاءُ )يعني بياخوښ کړسووده ته يعني ورسول عليه السلام ته خلوت پوسه چي دحٌبِّب لفظ په صيغه دمجهول سره ويل سوَيْدۍ له پاره داشارې ودېته چي ده له ځانه خلوت نه ؤخوښ کړَيْ بلکه له بل لوري څخه وده ته خلوت په زړه کي محبوب وګرځول سواوداخوشکاره خبره ده چي هغه لورَيْ الهي لورَيْ دۍ يعني الله پاک دنبي عليه الصلوة والسلام په زړه کي خلوت محبوب وګرځاوو ،علامه عيني دلته ذکرکړي دي چي مناسب دادۍ چي دلته خلاءياپه معني داختلاء يا دخالي مکان واخستل سي يعني که څه هم خلاء په اصل کي ودېته ويل کيږي چي يوڅوک له يوچاسره تنهااويوازي سي ـ ،دخلوت فائدې :
پوسه چي خلوت خوراډېري غټي فائدې لري چي ځيني له هغوڅخه په دې شرحه دې :

(۱)په خلوت سره دانسان زړه فراغت پيداکوي دانسان زړه له نوروشغلوڅخه وذکراوفکراووعبادت ته بېغمه کيږي

(۲)په خلوت کي انسان ذکر اوفکراوعبادت په اساني سره کولاي سي

(۳)دخلوت په سبب انسان له ډېرومنکراتوڅخه نجات پيداکوي

(۴)دخلوت په وجه دانسان په زړه کي خشوع اوکمېنګي پيداکيږي ځکه انسان چي کله يوازي وي نوخپله ناتواني اوانساني بې بسي اوعجزورته حاضرېږي ـ

(۵)په خلوت کي انسان له بشري مالوفاتواومرغوباتوڅخه جلاکېږي،ونبي عليه السلام ته دخلوت په محبوب ګرزېدلوکي يوالهي حکمت دا هم ووچي په ده مبارک کي والهي وحي ته چمتووالَيْ پیداسي ځکه چي وحي داغواړي چي دموحي اليه باطن به ووحي ته له ټولوشيانوڅخه مکمل خالي کېږي (وَكَانَ يَخْلُو بِغَارِ حِرَاءٍ )اوؤدَيْ مبارک چي خلوت بې کاؤپه غارکي دحراء ـ

پوسه چي د،حراء،په لفظ کي ډېرلغتونه راغلي دي خوافصح اواصح لغت پکښي دادۍ چي دحاپه زېرسره اوپه مخففه راسره اوپه الف سره چي په اخيرکي يې همزه ده وويل سي ـ (عمدة القاري)
،پوسه چي حراء په مکه مکرمه کي ديوه داسي غره نوم دۍ کوم چي دده اودکعبې شريفي په منځ کي قريب درې ميله مسافت دۍ کله چي ومناشريفي ته سړَيْ ځي نودغه غريې په چپ طرف کي راځي اوڅوکه اوسردده دکعبې وطرف ته رامائل دۍ اوس مهال دغه غرپه جبل نورسره يادېږي ـ

دخلوت دپاره دحراء دغره دانتخاب وجه :
په دې باره کي چي رسول عليه الصلوة والسلام ولي دخلوت دپاره دحراءغرمنتخب کړعلماؤمختلفي وجي ويلې دي چي يوه له هغوڅخه داده چي له غارڅخه دحراء کعبه شريفه معلومېدله نوپه دې وجه په غارحراکي خلوت کول درې قسمه عبادتولره متضمن ؤاول نظروکعبې شريفي ته دوهم په غارکي عبادت کول دريم نفس خلوت، اوبله وجه داده چي خلوت دتېرونبیانوهم عادت ؤاودابراهيم عليه السلام له شريعت څخه ځيني شيان په اصلي شکل دمکې په خلګوکي پاته ؤچي يوله هغوڅخه خلوت کول ؤنوپه دې وجه په غارحراکي دنبي عليه السلام يوه نيکه خلوت کړَيْ ؤنوده مبارک هم دغه ځاي دخلوت دپاره غوره کړـ

تمت ومن الله التوفيق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery