مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دبخاري شريف اودشرح فضل الباري لړۍ(۶) برخه اول باب(باب الوحي)

علامه محمد معين الدين ابوالفضل
---------------------------------------------------------------------


محترمووروڼو په دي برخه کښي دبسم الله شريف اودبخاري دکتاب داول باب دترجمة الباب دالفاظوتفسيراوعلمي تحقيق درته کوم ،دلفظي ترجمې ترپیل دمخه داخبردرته کوم چي امام بخاري دخپل کتاب ابتداء دوحي په باب سره ځکه کړيده چي وحي مبدء اوسرچينه دټول شريعت اودقران کريم او د نبوي احاديثو ده

بسم الله الرحمن الرحيم ، باب کيف کان بدء الوحي .الخ ـــ

لفظي ترجمه :
( بِسْمِ ) خاص په نامه ، يا خاص په نامه سره ( اَللهِ ) دخداي پاک ( الرَحْمَنِ ) ډيرمهربانه په دنياکښي پرهرچاباندي، که کافروي که مسلمان وي
( الرَّحِيْمِ ) ډيرمهربانه په اخرت کښي خاص پرمومنانو، شروع کوم ياتصنيف کوم � يعني زه چي په دغه تصنيف کښي شروع کوم اوياداتصنيف چي زه کوم نوداپه داسي حال کښی کوم چي خاص په برکت د نامه سره دهغه الله چي رحمن اورحيم دئ مستعين اوکومک غوښتونکئ يم .

تنبيه : پوسه چي په عامو کتابوکښي کوم چي په پښتوسره ترجمه سويدي دبسم الله ترجمه په دي ډول سويې ده ، شروع کوم په نامه دالله پاک چي رحمن اورحيم دئ .
مګردغه ترجمه مناسبه نه ده اصلي ترجمه هغه ده کومه چي مادرته وکړه ، ددي يوعلت دادئ چي دشروع کوم لفظ دبسم الله دمتعلق معني ده اومتعلق دبسم الله په اتفاق سره لپاره دافادي داختصاص لکه چي تفصيل بي وروسته راسي له بسم الله څخه وروسته مقدرکړکيږي .

علمي تحقيقات اومباحث :
پوسه چي دبسم الله په ارتباط په ډيرو کتابو کښي بيان سويدئ اوموږهم په تفسيرفضل الرحيم کښي دبسم الله ډيرمفصل بيان کړيدئ خودتيمن اودتبرک په خاطريوڅو مهمي خبري دلته ذکر کوم کومي چي په مذکور تفسيرکښي هم مانه دي بيان کړي.

اوله خبره داده چي متعلق دبسم الله الرحمن الرحيم په اتفاق دعلماوومقدراومؤخردئ اوداپه سبب ددووشيانو .
اول شي دادئ چي دجاهليت په زمانه کښي اودارنګه داسلام په ابتدائې دورکښي ترهغه پوري چي دعربومشرکانووجودرلودئ چي به کله مشرکانوپه يو کارکښي شروع کوله نودبتانوپه نومو سره بي تبرک اوتيمن حاصلوئ اوداسي بي مثلاً ويل ،بسم اللات والعزي نشرع،
يعني خاص په نامه دلات اودعزي بت موږشروع کوو يعني په فلان کار کښي نودوۍ به دمذکوره جاراومجرور متعلق کوم چي نشرع دئ وروسته ذکرکاوه نوڅرنګه چي بسم الله شريف ددوۍ ددغه ذکرسوي قول په مقابل کښي ده نو په دي وجه بايد دبسم الله متعلق له بسم الله څخه وروسته وي .
دوهم شي دادئ چي په نحوه کښي داقانون دئ چي دهرشي چي حق تقديم او دمخه کول وي اوته يې وروسته کړي اويايې حق وروسته کول وي اوته يې له مخه کړي نودافايده کونکي دحصراواختصاص دئ نوڅرنګه چي دلته حصراواختصاص مقصوددئ نو بايد متعلق دبسم الله کوم چي دلته ابتدء يااصنف دئ چي په پښتو معني يې شروع کوم يا تصنيف کوم د ئ مؤخر او وروسته ورسره لحاظ کړسي ددي دپاره چي حصر اواختصاص فايده کړي په اسانه ډول بايدداسي درته ووايم چي که مثلاً دشروع کوم لفظ دبسم الله په سرکښي په ترجمه کښي دبسم الله وويل سي نومعني په دي ډول کيږي چي شروع کوم په نام دالله پاک اوداسي نه ويل کيږي چي خاص په نامه دالله پاک ، اوکه دشروع کوم لفظ دبسم الله دترجمي په اخير کښي راوړل سي نومعني په دي ‌‌ډول کيږي خاص په نامه دالله چي رحمن اورحيم دئ شروع کوم .

دوهمه خبرداده چي دغه حصراوخاصوالئ چي دبسم الله دمتعلق له وروسته کولو څخه پيداسويدئ په دري قسمه دئ :
اول حصرقلب .
دوهم حصرافراد .
دريم حصرتعيين .

تفصيل ددي خبري دادئ چي په نسبت ودهريه کافرانو ته کوم چي دالله جل جلاله له وجودڅخه منکر دي اودټولوحوادثودپيدايښت نسبت ودهرته کوي حصرقلب راځي

ځکه چي دوۍ تبرک اوتيمن ددهراودزماني په نامه کښي حصرکاوه اوپه بسم الله کښي ددغه حصرقلب اورا اړول سويدي چي حصردحاصلولو دبرکت دخداي جل جلاله په نامه کښي راغلئ دئ ، اوپه نسبت و مشرکانوته په بسم الله کښي حصرافرادراغلئ دئ ځکه چي مشرکانو دتبرک حاصلول هم په نومودبتانوسره کاوه اوهم په نامه دالله جل جلاله سره ، په بسم الله کښي دغه اشتراک رد کړسوي دئ اوتبرک حاصول دالله جل جلاله په مبارکو نومو پوري خاص کړسويدئ ، اودارنګه په بسم الله کښي حصرتعيين راغلئ دئ خوپه نسبت ولاادريه کافرانوته کوم چي يوه کافره ډله وه اوپه تيروقرنوکښي يې وجوددرلودئ اواوس دغه ‌ډله وجودنلري او مذهب اومسلک ددوۍپه هرشي کښي شک اوترددوو دمثال په ډول چي ورته وبه دي ويل چي دقيامت ورځ حقه ده اوکه څنګه نوبې درته وويل چي موږ نه يوخبر چي ايا دغه ورځ سته اوکه نسته ، دارنګه چي به تاورته وويل چي په يوکار کښي چي يوسړي شروع کوي نوده کارپه سر کښي به دبرکت حاصلولو دپاره دخداي نوم ذکر کوي اوکه دبت ياددهرنوم ؟ نودوۍ به درته وويل چي موږ نه يو خبر ، نوپه بسم الله کښي چي حصر دتبرک حاصلولو دالله پاک په نامه کښي ثابت سو نوپه دي وجه دمتبرک به تعيين وکړسو نو ځکه په بسم الله کښي حصرتعيين راغلئ دئ .

دريمه خبره داده چي دالله دلفظ معني خو دسهولت په وجه په عام ډول داسي کيږي چي ، اَلله ، يعني خداي پاک ، خواصلي علمي معني يې په دي ډول ده چي ، الله ،يعني هغه ذات چي په خارج کښي موجوددئ او واجب الوجوددئ ، يعني وجوديې ضروردئ اوپه هيڅ وخت کښي نيستي سوئ نه دئ اونه نيستي کيږي ،او موصوف دئ په ټولوکاملوصفتوسره اوپاک دئ له ټولو نقصاناتوڅخه.
اودرحمن اودرحيم په معني کښي مختلف قولونه راغلي دي خو مشهوره اوبهتره معني يې هغه ده کومه چي مادرته ذکرکړله .
څلورمه خبر داده چي دبسم الله الرحمن الرحيم په شان کښي داسي حديث راغلئ دئ چی

(کل امر ذي بال لايبدء فيه بذکرالله ،وببسم الله الرحمن الرحيم فهواقطع .
رواه الحافظ عبدالقادر في اربعينه .
يعني هرکارچي خاونددشرف وي چي شروع ونه کړه سي په ده کښي په داسي حال کښي چي شروع کونکئ ددغه کار مستعين وي په ذکردالله پاک سره اوپه بسم الله الرحمن الرحيم سره نودغه کار ډير مقطو ع الخيره اوډيرمقطوع البرکته دئ دارنګه دحمدويلوپه باره کښي دغه مبارک حديث راغلئ دئ .

(کل کلام لايبدء فيه بحمدلله فهواجزم)
رواه ابوداودوالنسائې .
يعني هر کلام چي شروع ونه کړه سي په ده کښي په حمد دخداي سره نوهغه ډير مقطوع البرکته يعني ډير بي برکته دئ نو په مقتضی دحديث دحمددلته يوسوا ل پېداکېږې په دې ډول چې امام بخارې په خپل کتاب کښی له بسم الله څخه وروسته حمد ندۍ راوړۍ اومخالفت دحدېث دحمديې کړې دۍ ددې سوال دبخاری شارحېنو خوراډير جوابونه کړي دي چي ذکرکول يې ډيرفائده مندنه ښکاره کيږي خودهغوۍ له جملي څخه يومهم جواب درته ذکرکوم کوم چي شيخ انورپه فيض الباري کښي ذکرکړئ دئ هغه دادئ چي حديث دحمداودبسم الله په حقيقت کښي يوحديث دئ خوصرف په رواياتوکښي دالفاظوبدلون راغلئ دئ مقصودله دواړو حديثوڅخه دامرذي بال په سرکښي دالله جل جلاله نوم ذکرکول اودالله جل جلاله دکاملوصفتو اظهارکول دي نودبسم الله په ويلو سره دغه مقصودحاصليږي اودحمدوويلوته په مستقل ډول سره ضرورت نه پاته کيږي

لفظي ترجمه :
باب) باب ددي ، يعني دغه باب په بيان کښي ددي دئ ( کيف ) چي څرنګه ( کَان ) وو ( بدء ) شروع کيدل ،اغازاوپيل کيدل (الوَحْي ) دوحي( الي ) و ( رسول ) رسول ته ( الله ) دخداي پاک ( صلي ) رحمت دي نازل کړي ( الله ) خداي پاک ( عليه) پرده باندي ( و ) او (سلم )سالم دي لري خداي پاک ، يعني رسول مطلب داچي دين اوامت دده دي خداي پاک سالم لري اويايې داسي معني وکړه چي سلامتيا دي نازله کړي الله پاک يعني پرده باندي مرادداچي پردين اوپرامت دده باندي دي خداي پاک سلامتيا نازله کړي .

توضيح .
په دغه مذکوره عبارت کښي امام بخاري رحمه الله داسي فرمايلي دي چي دا باب د دي دئ چي څرنګه وو، پرڅه کيفيت باندي ؤ شروع کيدل دوحي دالله جل جلاله له طرف څخه ورسول صلي الله عليه وسلم ته .
(وَ) او(قَوْلِ ) ددي قول ، يعني اودارنګه داباب ددي قول (اللهِ) دالله دي (عزّ)چي غالب دئ دَيْ ، يعني الله پاک پرهرڅه باندي (و) او (جَل ) چي لوۍدئ دَيْ، يعني الله پاک
(اِنا)بيشکه موږ (اَوْحَيْ ) وحي کړيده (نَا) موږ (اِلَيْ) و (کَ) تاته (کَ) په مثل (مَا) ددي (اَوْحَي)چي وحي کړيوه)( ْنَا) موږ (اِلَي) و ( نُوْحٍ ) نوح ته (وَ) او (النبِييْنَ)وهغونبيانوته (مِنْ) چي له ،يعني چي وو له ( بَعْدِ) وروسته څخه (هِ) دده، يعني دنوح . / النساء/۱۶۲

توضيح :
يعني لکه څرنګه چي داباب دکيفيت دپيل کيدودوحي دئ ورسول عليه السلام ته دارنګه دغه باب دذکرکولو ددي قول دخداي پاک هم دئ چي دسورت النساء (۱۶۲) مبارک ايت دئ ، پوسه چي مذکورايت دلته ټول مذکور ندئ دټول ايت ترجمه داده :
بيشکه موږ يعني اي رسوله ، وحي کړيده موږ وتاته لکه څرنګه چي وحي کړيوه موږ ونوح ،عليه السلام، ته اووهغوټولونبيانوته کوم چي له نوح څخه وروسته ؤ او لکه څرنګه چي وحي کړيوه موږ وابراهيم ته اوواسماعيل ته اوواسحق ته اوويعقوب ته اواولاد ديعقوب ته اووعيسي ته اووايوب ته اوويونس ته اووهارون ته اووسليمان ته (عليهم السلام)اولکه څرنګه چي ورکړيووموږوداؤد ته زبور .

علمي بحث اوتفصيل :
پوسه چي د(باب) لفظ په اصل کښي ( بَوَبٌ) وو په زوردباءاودواوسره بياواو په الف بدل سويدئ په وجه ددغه صرفي قانون چي هرواوچي حرکت لري اوماقبل دده مفتوح وي نوهغه واو به په الف بدليږي دغه لفظ غالباً دابواب په لفظ سره جمعه کيږي ،اوکله يې
جمع اَبْوِبَة هم راځي اوله دغي مادي څخه دبابة اودَباباتٌ لفظونه هم راغلي دي کوم چي ومخ اوومخانوته ويل کيږي اودبابة لفظ په معني دخصلت هم راغلئ دئ ، همدارنګه پوسه چي دلته دري لفظونه دي ، اول دباب لفظ ، دوهم دکتاب لفظ ، دريم دفصل لفظ، دباب لفظ په اصلي لغت کښي ودروازي ته ويل کيږي بيادغه لفظ کله کله دنوع په معني هم راځي اودمصنفينو په اصطلاح کښي دباب لفظ دهغومسئلونوم دئ کوم چي په نوع کښي سره ګډي وي لکه مثلاً مسائلي داوداسه اودکتاب لفظ دهغوټولو مسئلو نوم دئ کوم چي په کتاب کښي له ابتداء څخه بياترپايه پور راغلي وي کومي چي په خپل منځ کښي په جنس کښي سره مختلفي دي ، اودفصل لفظ دهغومسئلونوم دئ چي په صنف کښي سره ګډي وي لکه دمثال په ډول داوداسه په باب کښي دمسح مربوطي مسئلي ، دلته دباب لفظ په اصطلاحي معني سره مراددئ، همدارنګه پوسه چي دلته دباب په لفظ کښي دري احتمالونه دي اول داچي موقوف يعني په سکون سره ددوهمي باء وويل سي پردغه تقديرابتداء دکلام د(کيف) له لفظ څخه کيږي ، دوهم احتمال دادي چي دباب لفظ مرفوع وويل کړسي ، په دي کښي بيا دوه احتماله دي اول احتمال دادئ چي مرفوع سي سره له تنوينه دوهم احتمال دادئ چي مرفوع سي بي له تنوينه او مابعدجملي ته مضاف سي ، پراول احتمال باندي دباب لفظ مبدل منه ده او(کيف کان الي اخيره)ورڅخه بدل دئ او دغه مبدل منه سر ه له بدله خبردئ دمحذوفي مبتداء لپاره چي لفظ دهذا دئ او يا دبابٌ لفظ موصوف دئ اود(مضمونه) لفظ له باب څخه وروسته مقدر دئ اومبتداء دئ او(کيف کان ...الخ) يې خبردئ مبتداء سره له خبري صفت دئ دبابٌ مجموع بيا خبردئ دهذامقدر، اوپردوهم احتمال باندي دباب لفظ مضاف دئ او(کيف کان .. الخ ) يې مضاف اليه دي اومضاف سره له مضاف اليه خبردهذامقدردئ .

(کيف)
پوسه چي لفظ دکيف داسي اسم دئ چي په اصل کښي متضمن دئ معني لره دهمزه داستفهام ځکه چي دکيف په لفظ سره سوال کيږي له حال څخه ديوشي اواستعمال يې په کلام دعربوکښي پردووطريقوباندي راغلئ دئ، اوله طريقه داده چي متضمن وي معني دشرط لره لکه په دي قول کښي، کيف تصنع اصنع ، يعني څرنګه چي ته کوي نوزه هم هغه ډول کوم ، اودوهمه طريقه داده چي متضمن سي معني لره دهمزه داستفهام پردغه تقديرباندي بيا دوه احتماله راځي ، اول احتمال دادئ چي دغه استفهامي معني په حقيقي ډول ورڅخه مراده وي لکه په دي قول کښي چي ، کيف انت، يعني څنګه يې ته ، دوهم، احتمال دادئ چي مرادله دغه استفهام څخه انکار اوتعجب وي لکه په دي قول کښي ، کيف تکذب وانت عالم يعني څرنګه دروغ وايې ته حال دا چي ته عالِم هم يې .

(کان) پوسه چي دغه لفظ په دري ډوله مستعمل سويدئ اول فعل ناقص چي پردغه تقديريې په پښتوکښي معني په ،ؤ، سره کيږي دوهم فعل تام په معني دوجداوثبت دريم فعل ناقص په معني دصارَ يعني ګرځيدلئ دئ، بناپراول استعمال چي هغه د کان دلفظ حقيقي استعمال دئ دغه لفظ دلالت کوي پرثبوت باندي دخبري خپلي واسم خپل ته په ماضي زمانه کښي بي له اشاري ودي ته چي دغه خبرپه حالي زمانه کښي هم ثبوت لري اوکه يې نلري دلته په همدغه حقيقي استعمال باندي بنادئ .

(بَدء)
پوسه چي په بخاري شريف کښي اختلاف دنسخو بيخي ډيرراځي چي لفظ دباب اولفظ دبدء يې اولني دوه مثالونه دي ځکه چي په ځينو نسخوکښي دبخاري شريف لفظ دباب نسته له بسم الله څخه وروسته اول لفظ دکيف کان راغلئ دئ ،اوپه اکثرونسخوکښي بيا لفظ دباب موجوددئ ، اودارنګه په ځينو نسخوکښي دبخاري شريف دبدء لفظ راغلئ دئ کوم چي په معني دشروع دئ لکه دلته اوپه ځينونسخو کښي دابتداء لفظ راغلئ دئ چي هغه هم په معني دشروع دئ اوپه ځينونسخوکښي دُبدوّ لفظ راغلئ دئ کوم چي په معني دظهوردئ يعني ښکاره کيدل .

(الوحي)
پوسه چي دوحي لفظ په اصل اوپه لغت کښي ډيري معني وي لري چي تفصيل يې په دي شرحه دئ .

۱ ــ الاعلام في خفاء ،يعني پوه کول ديوچا په خفيه اوپه پټه کښيٍ
۲ ـــ الاشارة السريعة ، يعني اشاره تيزه يعني ويوشي ته په تيزي اوپه سرعت سره اشاره کول .
۳ـــ کتابت، يعني ليکنه کول
۴ ـــ رسالت،يعني پيغام.۵ــ الهام . ۶ــ کلام خفي .

اوپه شريعت کښي علماوو دوحي شرعي معني په مختلفوتعبيروسره بيان کړيده. ۱ـــ الاعلام بالشرائع ،يعني پوه کول دالله جل جلاله نبي اورسول خپل لره په شرعي احکامو۲ـــ کلام الله المنزل علي نبي من انبيائه ، يعني وحي کلام د الله جل جلاله دئ چي نازل کړسوئ وي پريوه نبي باندي له انبیاوودده . ۳ـــ اعلا م الله نبيامن انبيائه بشئ اما بکتاب اوبرسالة ملک اومنام اوالهام ، يعنی پوه کول دالله جل جلاله نبي خپله لره په يوشي يا په واسطه دکتا ب اويا په واسطه دورليږلو دفرشتي اويا په واسطه دخوب اوياپه واسطه دالهام .

دوحي تقسيم .
پوسه چي کومه وحي چي دالله جل جلاله له طرفه وي هغه پردوه قسمه ده اول قسم وحي دنبوت ده چي وحي شرعي هم ورته ويله کيږي ، دوهم قسم وحي دغيردنبوت دئ کوم چي وحي لغوي هم ورته ويله کيږي بيا دغه دوهم قسم پردري قسمه دئ، اول وحي فطري دئ دوهم وحي ايجادي دئ ،اودريم قسم وحي عرفاني دئ ، وحي فطري وحيوانانوته هم له الهي لوري څخه ثابته ده لکه الله جل جلاله چي فرمايلي دي (واوحينا الي النحل .. الاية) يعني اووحي کړيده موږ ومچمچيودعسلوته ، اووحي ايجادي بيا ترذوي العقولوپوري خاص ده عام له دي که مومنان وي اوکه کافران وي، وحي ايجادي ودي ته ويله کيږي چي يوڅوک مثلاً ديوشي په جوړولوکښي ياپه بل عبارت ديوکارپه کولو کښي فکراوسوچ ته دوام ورکړي چي دغه شي به په څه طريقه سره جوړکړم يا ودغه کارته به څنګه نقشه برابره کړم نو اخيرالله پاک دده په ذهن کښي دهغه شي دجوړولو يا دهغه کار دکولو نقشه ورواچوي

دمثال په ډول اول وار چي په دنياکښي دموټراوتياري اختراع اوايجاد کوم چا کړيدئ نوهغه ددغودووشيانو دايجادولو په باره کښي تدبر اوتأمل کاوه چي په نتيجه کښي ددي اخرالله جل جلاله دموټر اودتياري دجوړولو نقشه په ذهن کښي ورواچوله ددغه قسم وحي اثبات ځينوعلماووپه دي قول دخداي پاک سره کړيدئ ( کلا نمدهؤلاء وهؤلاء من عطاء ربک وماکان عطاء ربک محظورا .،اووحي عرفاني وهغه الهام ته ويل کيږي کوم چي دالله جل جلاله ل طرفه واولياء کرامو ته کيږي دغه قسم وحي په امثالوسره ددغه قول دخداي پاک ثابته ده چي (واوحيناالي ام موسي ... الاية ) .

دوحي شرعي قسمونه .
پوسه چي په بيان کښي داقسامو دوحي شرعي علماوو مختلف تعبيرونه کړيدي چي تفصيل يې په دي شرحه دئ .

امام حليمي ذکر کړيدي چي دشرعي وحي څلويښت قسمونه دي کوم چي څلويښتم قسم يې خوب ليدل دنبي دي دده ددغه قول مأخذ هغه مبارک حديث دئ چي امام بخاري يې له حضرت ابوهريره رضي الله تعالي عنه څخه دبخاري په کتاب التعبير کښي چي رسو ل الله صلي الله عليه وسلم ( روياالمومن جز من ستة واربعين جزءًا من النبوة)
يعني خوب ليدل د مومن يو جزده له شپږڅلويښتواجزاوو څخه دنبوت .

دوهم : امام سهيلي په الروض الانف کښي ټول قسمونه دوحي اوه بللي دي او داداکثرو شارحينو نظردئ چي بيان ددغو اوو قسموپه دي ډول دئ ، اول خوب ليدل دنبي ، پردي مسئله باندي اتفاق د ئ چي خوب ليدل دنبي شرعي وحي ده حضرت ابراهيم عليه السلام دخوب دليدلو په وجه د خپل ځوي پر‌‌‌‌ ذبحه کولوباندي اقدام وکړ همداسبب دئ چي علماوو فرمايلي دي چي دنبي په حيات کښي که نبي ويده واۍ نو داروانه ووچي يوڅوک دَي له خوب څخه راويښ کړي ځکه چي دده دخوب په وخت کښي ددي احتمال وو چي په خوب کښي به وده ته وحي کړه کيږي .
دوهم قسم وحي القاء في القلب ده يعني که به چيري دنبي پرزړه باندي کوم شي واردسو نوهغه به شرعي وحي وه اوکه چيري دنبي علي السلام دامتي پرزړه باندي کوم چي ولي وي
يوشي وارد سي نووهغه ته کشف ويل کيږي ددغه قسم وحي اودکشف فرق دادئ چي کشف دولۍ پرزړه باند ي وارديږي اودصواب اودخطاء
ددواړو احتمال لري او وحي دنبي پرزړه باندي وارديږي اواحتمال دخطانلري .
دريم قسم وحي من وراءالحجاب ده لکه الله پاک چي له حضرت موسي عليه السلا م سره دطور په غره کښي من وراءالحجاب خبري وکړي ، اويا لکه چي دمعراج په شپه يې له رسول عليه السلام سره خبري وکړ ي اويالکه چي په خوب کښي الله پاک له نبي عليه االسلام سره خبري کړيدي لکه چي دترمذی شريف په يوه حديث کښي راغلي دي .
(اني قمتُ من الليل فتوضأت وصليتُ ماقُدرلي فنعسُت في صلاتي حتي استثقلتُ فأذاانا بربي تبارک وتعالي في احسن صورة فقال: يامحمد، قلتُ لبيک رب ، قال فيم يختصم الملأالأعلي؟ ..
څلوم قسم دوحي داده چي ملک اوفرشته په خپل اصلي شکل کښي ونبي ته راسي او الهي کلام ورته ووايې.
پنځم قسم دادئ چي ملک به دانسان په شکل کښي ونبي ته راغلئ اوالهي کلام بي ورته ووايه .
شپږم قسم هغه وحي وه چي دصلصلة الجرس په مثل به ونبي عليه السلام ته وسوه کومه چي تفصيل بي په وروسته کښي انشاءالله راسي.
اوم وحي په واسطه داسرافيل عليه السلام ده .


دريم قول دادئ چي وحي پرڅلورقسمه ده اول قسم وحي من وراء الحجاب ده.
اودوهم قسم وحي د تلقي بالقلب ده .دريم قسم وحي دخوب ده. څلورم قسم وحي په واسطه دفرشتي ده دهري فرشتي په واسطه چي وي اوعام له دي څخه که دغه فرشته په خپل اصلي شکل کښي ونبي ته راغلي وي اوکه دانسان په شکل کښي .
څلورم : علامه آلوسي فرمايلي دي چي وحي پردري قسمه ده ، اول قسم وحي داده چي الله پاک له نبي سره بي له کومي واسطي څخه خبري وکړي، اودوهم قسم يې دادئ چي الله پاک له نبي سره دملکي اودفرشتي په واسطه سره خبري وکړي ، دريم قسم يې دادئ چي دتلقي بالقلب له لاري وحي ورته وکړه سي اوتلقي بالقلب عام دئ که په خوب کښي وي که په بيداري کښي .

پنځم دحنفي فقهي علماووفرمائلي دي چي وحي پردوه قسمه ده اول ظاهري اودوهم باطني ، باطني وحي ودي ته ويله کيږي چي نبي عليه السلام په يوحکم کښي مثلاً اجتهاد کړيوي بيادالله جل جلاله له طرفه وده ته پرهغه اجتهادباندي قرار ورکړسويوي ، اووحي ظاهري پردري قسمه ده ، اول قسم يې دادئ چي ونبي ته فرشتي بالمشافهه بيان کړيوي ، اودوهم قسم يې دادئ چي له شفاهي بيان څخه پرته ديوقسم واضح اشاري له لاري څخه يې و نبي ته خبره رسولي وي چي په ځيني احاديثو کښي له دي قسم څخه په نفث في الروع تعبيرسويدئ ، دريم قسم وحی دالهام ده وحي دالهام ودي ته ويله کيږي چي دنبي په زړه کښي به دفرشتي له اشاري اوله شفاهي بيان څخه پرته له الهي لوري څخه کومه خبره ولويدله .

فايده :
پوسه چي الهام دنبي په اتفاق شرعي حجت دئ ليکن په الهام کښي دولي اختلاف دئ په دي ‌ډول چي دبعضي صوفيه وو په نزد الهام دولي په شرعي احکامو کښي حجت ګرځيدلاۍ سي هم دصاحب دالهام په حق کښي اوهم دنورو په حق کښي ، اوامام رازي اوابن صباغ اوامام سهروردي فرمايلي دي چي الهام دولي دده دخپل ځان په باره کښي حجت دئ مګر دبل چا دپاره دده الهام دليل اوحجت نسي ګرځيدلاۍ البته تنها پرده باندي عمل کول په مقتضي دالهام خپل واجب دئ ، صاحب دميزان دغه قول دجمهوروعلماوو قول بللئ دئ ، اوځنو علماوو فرمايلي دي چي الهام دولي نه دده دپاره حجت دئ اونه دبل چا دپاره ځکه چي له نبي څخه پرته دبل چا په حق کښي داسی قطعي دليل نسته چي کوم شي چي دده په زړه کښي ولويږي نودادالله جل جلاله له طرف څخه دئ اودنفس اودشيطان په هغه کښي کومه برخه نسته .
التقرير والتحبير شرح التحرير لابن الحاج الحلبي ج۳ ص۲۹۵ او۲۹۶ .

(الي رسول )
پوسه چي درسول لفظ دفعول وزن دئ کوم چي په معني دمفعول دئ په لغت کښي وليږل کړه سوي ته ويل کيږي يعني وهغه چاته ويل کيږي چي ديوچاله طرفه دقاصدپه توګه وليږل کړسي ، اوپه شريعت کښي وهغه نارينه انسان ته ويل کيږي چي دالله جل جلاله له طرفه وخلګوته لپاره درسولودشرعي احکامو مقررسويوي اونوي شريعت اونو ئ کتاب هم ورکړ سويوي ، اونبي په لغت کښي په ډيرومعنا وو راغلئ دئ .

اول طريق ، لار، دوهم مخبر، خبرورکونکئ ، دريم مرفوع ، لوړکړسوئ، څلورم مرتفع، لوړ .
اوپه شريعت کښي نبي وهغه نارينه انسان ته ويل کيږي چي الله پاک لپاره دشرعي احکامووخلګوته مقررکړيوي عام له دي څخه چي صاحب دنوي شريعت اودنوي کتاب يې هم ګرځولئ وئ اوکه يې نه وي ګرځولي بلکي دمخکښي نبي دشريعت تبليغ کوي نظرودغه بيان ته دنبي اودرسول رسول خاص دئ اونبي ترعام دئ اودا مشهورقول هم دئ اوځني علماء دنبي اودرسول په منځ کښي تباين ثابته وي اوځني ددوۍ دواړو په منځ کښي دعموم اوخصوص من وجه نسبت ثابتوي اوځني رسول ترنبي عام بولي.

(صلي الله عليه وسلم)
پوسه چي د(صلي) اود(سلم) لفظونه دفعل ماضي معلوم صيغي دي دتفعيل له باب څخه دي چي اصلي معني د(صلي الله عليه ) داده چي، رحمت کړيدئ الله پاک پرده باندي ،اودوسلم اصلي معني په دي ډول ده، اوسالم کړيدئ الله جل جلاله دي يعني نبي عليه السلام، اودلته ددواړو څخه ددعامعني مراد ده په دي ډول چي (صلي الله عليه )په معني ليصل الله عليه ،يعني رحمت دي وکړي الله پاک پرده باندي او(سَلم )په معني دليسلم ده يعني سالم دي وګرځوي الله پاک رسول عليه السلام مراددادئ چي امت دده اودين دده دي الله پاک سالم کړي اويايې داسي معناده چي سلامتيادي نازله کړي الله پاک پرده باندي يعني پردين اوامت دده باندي .

پوسه چي ځينوعلماوو ( صلي الله ) دامرحاضر په معني کړيدئ يعني اللهم صلي عليه ، اودارنګه يې وسلم دتفعيل دباب دامرحاضر په معني ګرځولئ دئ خوځما په فکر داخبره مناسبه نه ده ځکه چي دغه دواړه فعلونه دواحدمذکرغائب صيغي دي نوبايد په معني دامرغائب وګرځولي کړي سي نه دامرحاضر مخاطب ..

پرنبي عليه السلام باندي ددردويلوشرعي حکم .
پوسه چي علامه کرخي رحمه الله تعالي فرمايلي دي چي په ټول عمر کښي يوځل درود ويل پرنبي عليه السلام باندي فرض دئ اووروسته بيامستحب دئ او علامه طحاوی فرمايلي دي چي هروخت چي دنبي عليه السلام مبارک نوم ذکرکړسي نودرود ويل پرده مبارک باندي فرض دئ ، امام کرخي فرمايې چي په دغه مبارک ايت کښي چي، صلوا عليه وسلموا تسليما ، امرپه درود ويلو سره راغلئ دئ او امرخو تقاضي دتکرار نکوي بلکي محتمل دتکراردئ اوامام طحاوي فرمايلي دي چي ددرود شريف دويلوحکم پريوه سبب باندي بنادئ چي هغه دنبي عليه السلام دنوم ذکر کيدل دي اودادعلم اصول قاعده ده چي دسبب په تکرار سره مسبب هم مکرر ګرځي

(وقول الله )
پوسه چي دقول لفظ مرفوع اومجرور دواړه ويل کيدلاۍ سي دمرفوعوالي په صورت کښي به دقول لفظ مبتداء سي او مذکوره ايت د انا اوحينا بي خبر سي اويا به دمحذوف فعل فاعل سي اودعبارت تقدير به دي ډول سي ويدل عليه قول الله يعني اودلالت کوي پرثبوت دوحي باندي ورسول عليه السلام ته دغه قول دخداي پاک او يامبتداء دئ خبريې محذوفه ده اي وفيه قول الله، يعني اوثابت دئ په اثبات کښي دوحي ورسول عليه السلام ته داقول دخداي پاک، دغه ټول صورتونه پردي تقدير باندي دي چي دباب لفظ منوّن يا موقوف وويل کړسي اودمجرور والي په صورت کښي به دغه قول دباب دلفظ پرمضاف اليه جمله باندي معطوف سي اوتقديربه په دي ډول سي ،وباب ذکرقول الله عزوجل، يعني اودارنګه دغه باب دذکرکولوددي قول د خداي پاک دئ چي ،انااوحينا الخ ، ځني علماء دذکردلفظ پرځاي دمعني دلفظ تقدير کوي خوزما په فکردغه تقدير مناسب نه دئ ځکه چي په دغه باب کښي دمذکوره ايت دمعني بيان نه دئ سوئ .

همدارنګه پوسه چي د، وقول الله ، لفظ دکيف ترلفظ هم نه سي لاندي کيدلاۍ ځکه چي قول دالله جل جلاله کيفيت نلري ځکه چي کيفيت له اعراضوڅخه دئ او دالله جل جلاله ذات اوصفات محل داعراضو نه دي ځکه چي اعراض ټول حادث دي اوذات اوصفات د الله جل جلاله قديم دي .

دمذکوره ايت له راوړلوڅخه دامام بخاري مقصد.
پوسه چي په دغهباب کښي ددغه ايت له راوړلوڅخه دامام بخاري مقصدمتعدداموردي،اول امر دادئ چي په قصد دتبرک يې راوړيدئ ،دوهم امردادئ چي په راوړلوسره ددغه ايت ددي خبري ښه وضاحت راسی چي ونبي عليه السلام ته وحي دنبوت اودرسالت وحي وه ، اودريم امردادئ چي امام بخاري رحمه الله تعالي په دغه ايت سره اثبات دوحي ورسول عليه السلام ته کړيدئ .
په ذکرسوي ايت کښي دحضرت نوح عليه السلام بالخصوص ذکر په څه وجه سويدئ اودادم عليه السلام ذکريې سره له دي چي هغه ترټولو مقدم اواول نبي وونه دئ فرمايلئ ؟

ددغه سوال په مختلفوجوابوسره جواب سويدئ .
اول دا چي حضرت نوح عليه السلام اول دمرسلوانبياوودئ کوم چي اصحاب د جديدجديد شريعت وه ځکه حضرت ادم اوحضرت شيث اوحضرت ادريس علي نبينا وعليهم السلام که څه هم نبيان وه مګررسولان نه وو، خودغه جواب په دي وجه کمزورئ بلل سويدئ چي داخبره غيرمسلمه ده چي ادم عليه السلام صاحب دشريعت نه وو اودوهم جواب دذکر سوي سوال په دي وجه سويدئ چي حضرت نوح عايه السلام اول له هغونبيانو څخه دئ کوم چي قومونه يې دايمان د نه راوړلو په وجه دالله پاک په عذاب سره هلاک سويدي ، نوپه دي کښي درسول عليه السلام دوخت وکفاروته اشاره سويده چي که تاسي دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم نبوت ونه منئ نوتاسي به هم دالله جل جلاله په عذاب سره هلاک سي او قابيل که څه هم دحضرت شيث عليه السلام په زمانه کښي شيث عليه السلام دادم عليه السلام دوصيت مطابق په قتل ورساوه خوهغه يوسړي وو اوسره له دي چي په اسماني عذاب سره هم نه دئ هلاک سوئ بلکي حضرت شيث عليه السلام دي قتل کړ،دارنګه نور جوابونه هم سته چي ذکرکول يې مفضي دتطويل ګرځي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery