مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تراويح، د کسوف او استسقا لمونځونه

د كسوف لمـونځ
كله چه لمرتورشى (تندرى ونيسى) امام دى دخلګوسره په جما عت دوه ركعته نفل لمونځ وكړى په هرركعت كښى دى په خفيه سره اوږدقرائت وايى اويوه ركوع دى كوى، امام ابو يوسف (رح) او امام محمد(رح) وايى چه قرائت دى په لوړ آواز وايى بيادى په ګډون دټولوخلګو دعا وكړى ترڅوچه لمرله تندرى نه خلاصيږى امامت دى دجمعى دورځى امام وكړى، كه امام حاضرنه وو نو هريودى ځان ته لمونځ وكړى، كه سپوږمۍ توره شى (خسوف) دپاره دجماعت لمونځ نشته هرڅوك دى ځانته لمونځ وكړى همدارنګه دخسوف په لمانځه كښى خطبه نشته .
داستسقـاء لـمـونـځ
امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى چه دباران غوښتلودلمانځه دپاره سنت لمونځ په جماعت سره نشته كه هرڅوك ځانته لمونځ كوى روادى، امام ابويوسف (رح) اوامام محمد(رح) وايى چه په جماعت سره دى دوه ركعته نفل لمونځ وكړى امام دى قرائت په دواړو ركعتوكښى په لوړآوازووايى وروسته له لمانځه دى پرځمكه خطبه ووايى يعنى خطبه دى پرمنبرنه وايى چه خلګ له ګنهونه توبه وباسى، بيا دى مخ پرقبله ودريږى دعا اوزارۍ دى وكړى امام دى خپل څادر واړوى اومقتديان دى څادرونه نه اړوى، اړول دڅادر د نيك پالۍ دپاره كيږى كه څادرڅلوركنجه وو نولوړدى كښته او كښته دى لوړ كړى اوكه څادرګردئ وو راسته پلودى چپ اوږى ته او چپ پلودى راسته اوږى ته واړوى داستسقاء دپاره دى دكفارو اهل ذمه نه حاضيريږى .
د روژى دميـاشتـى قـيـام (تـراويـح)
د روژى په مياشت كښى دماخستن وروسته دخلګوراغونډيدل مستحب دى امام دى پدغه خلګو سره پنځه ترويح لمونځ اداكړى (ترويح څلورركعته دى) او هره ترويح دى په دوه سلامه اداكړى او په مابين كښى ددووترويحودى په قدرديوی ترويح ناسته وكړى بيادى امام دخلګوپه ګډون وترلمونځ اداكړى، بيله د روژى دميا شتى بل وخت دى وترلمونځ په جماعت نه كوى .
د قدورى ملاصاحب تراويح مستحب وګڼلى چه دا روايت ضعيف دى، په صحيح مذهب او روايت سره چه دحنيفيانودلوړو فقهاوو(رح) غوره دى شل ركعته تراويح سنت مؤكددى، همدارنګه و نارينو ته تراويح په جماعت سره سنت مؤكددى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery