مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د شـهيـد بـيـان

شهيدهغه مسلمان دى چه مشرك يامشركان ئې مړكړى يائې مسلمان يامسلمانان په ناحقه مړكړى او پر وژلوئې ديت واجب نه وى بلكه قصاص پرواجب وى، ياهغه څوك چه دغزاپه ميدان كښى دټپ سره مړپيداشى، ياهغه څوك چه دباغيانو او دلارى د غلوله خوا ووژل شى، مشرك هغه دى چه خداى (ج) ته ئې شريك نيولى وى لكه هندو، يهود، نصارا او داسى نور، كه ښكارى ښكار يانښان ويشتى ناببره ئې مسلمان وويشت اوهغه مړشو يا چابل مسلمان په لغته ووهى اوهغه مړشوپه شريعى حكم سره شهيد نه دى .
په فقهى حكم دڅلورومذهبواوپه حكم داحاديثواوتفاسيرو درى (٣) وژنى حق دى :
١. چـه يومسلمان داسلام دمقـدس دين څخه وبل دين ته واوړى ٢. قصاص يعنى هغه څوك چه په ناحقه ئې مسلمان يااهل ذمه وژلى وى ٣. رجم يعنى هغه نارينه چه ښځه لرى ياهغه ښځه چه ميړه لرى زنا وكړى اوڅلورشاهدان ئې د زناپرعمل شاهدى اداكړى بيله دغودرو(٣) وژنوڅه نورى ټولى وژنى ناحقه دى . وشهيدته دى دجنازى لمونځ وركړه شى اوغسل دى نه وركوى، امام اعظم ابو حنيفه (رح) فرمايى جنب شهيدته دى دجنابت غسل وركړه شى اوهمداراز نابالغه شهيدته دى غسل وركړه شى مګرامام ابويوسف (رح) اوامام محمد(رح) فرمايى چه نه دى جنب شهيدته اونه دى نابالغه شهيدته غسل وركوى، دشهيدنه دى جامى نه كاږى او وينه دى نه ور وينځى مګرپوستين، چپنه، بوټونه، موزى، خولۍ، توره، ټوپك اوداسى نوردى ورڅخه وكاږى، كه څوك وروسته له ټپى كيدونه خورك چښنګ، دوا او دارو وكړى ياژوندى پاته شى چه دلمانځه يومكمل وخت ورباندى تيرشى پرهوښ وى يا د غزاله ميدان نه ژوندى وايستل شى ياپه رجم يا قصاص سره ووژل شى نوغسل اودجنازى لمونځ دى وركړى، كه څوك دباغيانوله خوا ووژل شى يا د لاروهونكوله خواه ووژل شى غسل دى شى خولمونځ دى نه وركوى، كه چاخپل ځان پخپله په قصد ياپه سهوه سره مړكړدامام حنيفه (رح) په مذهب غسل دى وركړه شى اولمونځ دى وركړه شى مګرامام ابويوسف (رح )وايى چه لمونځ دى نه وركوى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery