مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دحيض بيان

كه څه هم بيان دحيض دى دنفاس احكام ورسره مل دى، مصنف (رح) ځكه عنوان دحيض وركړچه حيض ډيرواقع كيږى، ډيرى ميندى اوخوندى دپښتواودرى ليك اولوست نشى كولاى دحيض نفاس اواستحاض له احكامونه بى برخى پاته دى، كه څه هم بعضو په وړكتوب كښى سه پاره، قرآنكريم، پنج كتاب او شروط الصلوة لوستى دى چه په هغوى كښى ددغه احكاموبيان نشته اوس چه لوى ښځى شويدى له يوى خوامحرم ښوونكۍ نه لرى او له بلى خواښونكۍ دشرم اوحياپه سبب تفصيلى ښوونه نشی كولاى اونه هم زده كونكې دشرم اوحياپه سبب تفصيلى پوښتنه كولاى شى، له نيكه مرغه نننۍ ميندواوخوندودپښتواودرى سواد ترلاسه كړيدى كولاى شى په ډيره آسانى سره دغه پښتو قدوري نه يواځى دځان ښوونكۍ وګرځوى بلكه بى خبروميندو اوخوندوته دى هم ښوونه وكړى .
حيض هغـه وينـه ده چـه دبالـغى ښځى داولاد دجـوړيدولـه ځاى (رحيم) نه راوزى، دحيض كمه مده درى ورځى اودرى شپى ده كه دوينى راوتل تردرو(٣) ورځواودرو(٣) شپولږ وه نوداحيض نه دى بلكه استحاضه (مريضى) ده، ډيره مده دحيض لس (١٠) ورځى اولس (١٠) شپى ده، كه له لسو (١٠) ورځواوشپووروسته هم وينه راوتل نوداهم حيض نه دى بلكه استحاضه (مريضى) ده، ښځه چه دحيض په مدت كښى له رحيم نه سرى، ژړى اوسپيرى اوبه راوتل ووينى هغه ټول حيض دى، كله چه خاص سپينى اوبه را ووتلى نوحيض خـلاص شو، حيض له حـايضى ښځى نه لمـونځ ساقطوى يعنى ښځه به دحيض په مدت كښى لمونځ نه كوى كله چه له حيض نه پاكه شوه نودلمونځونوقضاء هم ور باندى نشته همدارنګه ښځى ته دحيض په مدت كښى روژه نيول حرام دى خوكله چه له حيض نه پاكه شوه اودروژى مياشت هم تيره شوه نوبيابه دروژوقضاء راوړى، كه دښځى روژه وه حيض ورته راغى روژه ئې ماته شوه ترروژه مات پورى روژه ساتل حرام دى، كله چه له حيض نه پاكه شى ددغى ورځى دروژى قضاء به راوړى همدارنګه كه دروژى په مياشت كښى ښځه په حيض كښى وه دورځى په مابين كښى له حيض نه پاكه شوه ترروژه مات پورى دى امساك وكړى اوهم دى ددغى روژى قضاء راوړى، كومه ښځه چه په حيض كښى وى مسجدته دى نه داخليږى اودخداى پركور (بيت الله) دى طواف نكوى، دميړه سره دى يوځايوالى نه كوى حايضه ښځه اونفاسه ښځه ياكوم څوك چه جنب وى د قرآن كريم لوست دى نه كوى، هرهغه څوك چه بى اودسه وى قرآن شريف ته دى لاس نه وروړى (جنوب، حايضه، نفاسه) درى واړه بى اودسه دى قرآن شريف ته لاس وروړل ناروادى، مګرپه يوه پاك ټكرى ياكوم بل پاك شى سره ئې نيول روادى، كه دحائضى ښځى دوينو بهيدل دلس (١٠) ورځواوشپونه مخكى ودريدل ترڅوچه غسل ئې نه وى كړى ياپوره ديوه لمانځه وخت نه وى تيرشوى دميړه سره وطى (يوځايتوب) كول ناروادى، ځكه چه دحيض وينه كله كله ودريږى اوبيابيرته جارى شى نوبايد دوينى كامل دريدل په غسل يا د لمانځه په يوه مكمل وخت تيريدلوسره وپيژندل شى، امام محمد (رح) فرمايلى دى چه ښځى ته دلمانځه ديوه وخت تيريدلو نه مخ كښى دتيمم په وهلوسره دميړه سره يوځاى كيدل روادى مګرپه دغه تيمم سره لمونځ ورته روانه دى له ښځى سره دحيض په وخت كښى دنارينه يوځاى كيدل لويه (كبيره) ګناه ده چه علاج ئې په توبه اوخيرات سره كيږى، همدا رنګه كه دښځى دوينى بهيدل پرلسمه ورځ ودريدل نوله غسل نه مخكى دميړه سره يوځايوالى ورته روادى ځكه چه حيض له لس ورځونه زيادنشته مګرغسل ته انتظاركول مستحب دى .
پاكى د دوو وينوچه په مابين كښى د دوو وينوراشى هغه لكه جارى وينه يعنى ټوله حيض ګڼل كيږى چه په عربى (طهرمتخلل) ورته ويل كيږى، دطهرمتخلل په باب ډيرقولونه اواختلافات شته چه د فتاواوو په كتابوكښى ئې په تفصيل سره ذكرشويدى، په ټولو كښى دحضرت امام ابى يوسف (رح) قول آسانه دى چه فرمايى كه ميانګړى پنځلس ورځى ووفاضل ګڼل كيږى يعنى مخكنى او وروستنى وينه سره ګډيږى، كه ترپنځلس ورځوكم ووهغه فاضل نه دى، كه تردرو ورځوكم ووهغه په اتفاق سره فاضل نه دى بلكه ټوله پرله پسى وينه ګڼل كيږى، مګرامام اعظم ابوحنيفه (رح) وايىكه طهر(پاكى) درى ورځى يااضافه تردروورځووى هغه فاضل دى، ولى امام ابى يوسف (رح) ئې فاضل نه ګڼى كه څه هم لس ورځى وى، په كتابوكښى ذكرشويدى چه امام اعظم (رح) وقول ته دامام ابى يوسف (رح) رجوع كړيده اوډيرفقها(رح) هم دامام ابى يوسف (رح) قول تائيدوى . كم مدت دپاكۍ پنځلس ورځى دى ډيرمدت ئې پاى نه لرى ځكه چه دښځوطبيعتونه مختلف دى بعضى ښځى له عيال زيږولونه وروسته په مياشتومياشتو پاكى وى، ترڅوچه وينه ښكاره كيږى ښځه به هم لمونځ كوى اوهم به روژه نيسى كه څه هم كال يادوه كاله يابالاتيرشى، كله چه د ښځى دبولوله ځاى نه وينه په بهيدلوشروع وكړى كه دغه دوينو بهيدل له درو(٣) ورځواوشپونه كمه وه ياله لسو(١٠) ورځواوشپو نه زياده وه استحاض (مريضى) بلل كيږى پس داستحاض دوينو حكم دپوزى دوينوحكم دى يعنى نه دلمونځ پريښودل شته نه د روژى خوړل شته اونه له خاوندسره ديوځايوالى پرهيزشته وليکن هرلمانځه ته به اودس نوى كوى، كه اميدوارى ښځى درى ورځى يالس ورځى له بولوله ځاى نه دوينوبهيدل وليدل نومريضى يا استحاضه بلل كيږى، همدارنګه كه كومى ښځى شپږورځنى د حيض عادت درلودى اوپه يوه مياشت كښى دوينوبهيدل ترشپږ ورځوبالاشونوترلسوورځوپورى دى نه لمونځ كوى اونه دى روژه نيسى، كه پرلسمه ورځ دوينى بهيدل قطع شوه نوټولى لس ورځى دحيض دى كه دوينى بهيدل ترلس ورځوبالاشوه د اوو(٧) ورځونه وروسته ټول استحاضت دى، داښځه به له اوو(٧) ورځونه وروسته دلمونځونواوروژو قضاء راوړى، همدارنګه كه دښځى نفاس ترڅلويښت (۴٠) ورځوتيرشى هغه مرض دى، كه ځوانى نجلكۍ ته دحيض سره سم دوينى دبهيدلوناروغى ورپيښه شوه نودامام اعظم اوبوحنيفه (رح) په مذهب اودامام محمد (رح) په مذهب اولى لس (١٠) ورځى ئې دحيض اوپاتى شل (٢٠) ورځى ئې د استحاضت (مريضى) دى، كه دغه نجلكۍ لنګه شى نفاس ئې څلويښت ورځى اوشپى دى متباقى ورځى اوشپى ئې مريضى (استحاضت) دى، مګرامام ابى يوسف (رح) وايى چه حيض ددغى نجلكۍ دلمونځ اودروژى په حق كښى درى ورځى اوشپى دى چه كمه مده دحيض ده اودطلاق دعدى په حق كښى دحيض مدت لس ورځى اوشپى دى، مستحاضه ښځه يا هغه څوك چه بولى ئې هميشه بى اختياره څڅيږى يائې له پوزى نه هميشه وينى څاڅى يائې هميشه بى اختياره ګيډه بهيږى يائې هميش بى اختياره بادجارى وى ياكـوم زخـم وى چه وينه ئې نـه دريږى د هـروخت لمانځه ته دى اودس نوى كوى اوپه دغه اودس دى دهغه وخت ټول لمونځونه چه خوښ ئې وى كه فرض وى كه سنت وى كه نفل وى اداكړى، ددغومعذوركسانوجامى كه دلمانځه په وخت كښى مردارى شى باك ئې نشته مګردبل اودس نوى كولوپه وخت كښى به هغه مردارى جامى وينځى، امام شافعى(رح) وايى چه دهر لمانځه دپاره به جدااودس نوى كوى يعنى دوه فرض لمونځونه په يوه اودس نشى اداكولاى، كله چه دلمانځه وخت تيرشونوددوى اودسونه هم باطل شوه، دبل وخت د لمانځه دپاره به اودسونه نوى كوى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery