مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تعـــــــــــــــــزیه

سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاعت کی تردریوورځو پوری ناست وی اونورخلګ ورته راځی ورته تعزیه کـوی چی ددی دپاره دنیالیواو بالښتونوخاص انتظام وی اوله نوروکورونو چـایونه راځی چی دمــــړی دوارث دکــــورچـــای هم پکښی وی ایـاداعمل صحی ده اوکنه ؟
ځواب :-دغه عمل بعضی کتابونومطلقاًمکروه بللی ولوکـه تعزیه مستحب ده لکه چی رد المحتارلیـــکی
وفی الجلوس للتعزیه فـــی غیر المساجد وامافیــــــــــه فیکره وفی الامدادقــــــــال کثیر من ائمتنایــــــــــــــــکره الاجتماع عندصــــــــــــاحب البیت ویکره له الجــــــلوس فی بیته حتــــــــــی یاتی الیه من یعزی الـــــــخ قـلت وهل تنتفی الکرهـت بالـجـــلوس فی المـسجد وقرأة القــــران حتـی اذافرغو اقــــــــام ولی المیت وعزاه الناس کمـــــــایفعل فی زمننا قال الـظاهر لالکون الجلوس مقصـــودا للتعزیه لالقرأةالقــــــــــــــران ردمحتارص۶۶۴ج۱ خبره په کـښیناستلولپاره دی تـــعز یــــی په غیردی مسجدکی ده اوکوم چی پــــــه جماعت کی تعزیه اخیستل دی دامکروه ده اوپه امـــــداد کی دی چی ډیروزمــــوږ امامانوعلماوویلی چـی دی دمــــــــړی په کورکی جمع کیدل دا مکروه ده او دمړی دوارث لپاره هم دامکروه ده چـی په کور کی په دی نیـت کښینی چی خلــګ ورته راشی اوتعــــزیه یی وکړی علامه شامی وايي چی مــــــــاوویل چی په دی کراهته ختمیږی چی په جـــماعت کی کښینی اوقرأت ووايي اوبیاخلګ دمړی وارث ته تعزیه کوی کوم چی زمـــــوږپه زمانه کی رواج ده ده وویــــل چی ظــــاهره داده چی صحیح نـده ځکه مقصــــــودکښیناستل لپاره دتعزیه وی نه لپاره دقــــــراة قران اوهمدارنګه فتاوی تاتارخانیه لیکی
الجلوس فی المسجدثـــــلاثه ایام للمصیبة مکروه ص ۱۸۳ج۲ په مســجدکی دری ورځی کښیناستل دمصـــــــــــــــیبت دپاره مــــــــــکروه دی اوفتاوی عالمګیریه دخزانة الفتاوی په حواله سره لیکې
وفی خزانة الفتاوی والجلوس للمصیبة ثلاثه ایام رخصــــــــة وترک احـســـــــــــــــــــن ج۱ص۱۶۷ اوپــــــــــــــــه خزانة افتاوی کی دی چی کښیناستل لپاره دمصیبت دری شپی رخصت ده خــو پرښودل یی ښه دی که په بعضی کتابوکی تردریوشپوپوری تعزیه فـاتحه اخیستل جائز لیکل شـوی هم دی خو ددی خاص انتظام سره چی پــــه مروجه فاتحه کی دی هغـه هم جوازنه ورکوی .
لکه په تبیین الحقایق کی لیکی
ولاباس بالجـلوس الی ثـــلاثه ایام من غیر ارتکاب محضور من فرش البسط والاطمـــــــعه لانهاتتخذعندالسرور ج۱ص ۲۴۶ څه بـــاک نشته لپاره دکښیناستلودی فاتحی تـر دیریو ورځوپوری ترڅوچی ممنوع شــــی نــــه وی ورســره پیوسته شوی لکه غوړول دفرشواودخـــوراکوبرابرول ځکه چی دادخوشحالی په وخـت کی وی نه دغم--- له دینه عــلاوه مروجه فاتحه نوروډیـرمفسجداتو لره مستــــلزمـــه ده لکه په جـــماعت کی منجلس کول نسوار کـــول اونورحـــالانـکه چی مســــجدونه صــــرف دذکـــر لپاره دی علاوه پـردی چی په مـروجــــه فاتـــح کـی لاسونه پورته کول اودعا کول احسن الفتاوی بدعت بللی لهـــذاددی عمل پریښودل لازم دی دتعزیه اخیستـلوصحیح طریقه داده چــــی دې مــــرده وارث یاولی په خپل کورکی تعزیه واخلـی خوهلته هم بایـدڅه خــــاص انتــــظام نه وی خـــــوراک څښاک بـرابرول صحیح نده اوداهــــــم ضــــروری نــــده چی وارث به بلکل نورهـرڅه پرېږدې اوددی لپاره به ناست وی بـل هیــڅ کاربه نکوی

تـــــــــــــــــــــــــــــــــــکرار دتعزیه
سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوورتـــــه تعزیه کوی ولوکه مخته هم تعزیه کړی وی ایاداعمل جائزده اوکه ناجائز -بینواتوجروا.
ځواب :- دوهم وارتعزیه کول مــکروه ده که ده عیدپه ورځوکی وی اوکـه په
نوروورځوکی البته دمسافریــادهغه چادپـــاره چـــی تعزیـــه یی نه وی کړی جائزده که څه هم ددی غائب دپاره چی فاتحه یی نده اخیستی ښه خبره داده چی دعیـــدپه ورځـــوکی ورته تعزیه ونـــــه کړی بلـــکی دعیــــدمخکی اویا وروسته دی وکړی ځــکه چی داده خوشحالی شپې اوورځی دی اوپه تعزیه سره تجدیددحزان راځې . ردالمحتارپه دې هکله داسی لیکې
واولهاافضـــــــل ای بعد دفن وتـــــــــکره بعدهالانها تجــــــدد الحزن الی لغـــــــائب وتکره التعزیه ثانیا
له دفن (خښیدولو)دمړی نه بعــدفاتحه اخیستل بهتردی او له هغه وروسته مــکروه ده ځـــکه چی دادمړ ی واریثانوته غــم ورنــوی کـــوی البته که کوم غائـــب وی تعـــزیه یی نه وی کړی نوکولايي شـــــــــی اودوهــم ځــــــل تعــــــــزیــــــه مــــــکروه ده
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery