مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دنفلی عباداتولپاره له خپل ځان نه وختونه اوکیفتونه معومول بدعت دی

سوال :-ځنی صوفیان حضرات دجمعی دورځی اویاشپی ډیرزیات اهتمام کوی چی په شپه کی نفلونه کوی اودورځی روژی نیسی په شریعت نبـــوی ﷺ
کښی ددی اهتمام اوتخصص حکم څه ده؟
ځواب دجمعی په ورځ د شریعت نه صرف دجمعی لمونځ ثابت ده چی ښـــار وی اوشرائط پوره وی ددی نه علاوه نورڅه تردی وختوپوری خاص ګرزول دشریعت خلاف ده حضرت نبی کریم ﷺ فرمايي قال لاتختصوالیــــــــــــــلة الجمــــــــــــــــــعة بقیام من بین اللـــــــــــــــــــــــیالی ولا تـــــخـــــتصـــــــــــــوایــــوم الجمـــــــــــــــــــــــعة بصیام من بین الایــــــــــــــــــام الی ان یکون فی صوم یصوم احدکم مســــــــــــــــلم ج۱ ص۳۶۱ مه خاصه ؤی شپه دجمعی په لمانځه باندی له نورو شپــــونه اومه خاصــــه ؤی ورځ دی جمعی په روژه نیولو له نـورووځونــه چی د جمعی په شپه زیـــادت لمنځونه کوی اوپـه ورځ کی يـــي روژه نیسی مګر هوکه جـمعه راغله ستاســــــــوپه هغـــوروژوکــــــــی چی دقضايي دپاره نیــــــسی یــــانــــذروغـــــیره اوجمعــــه پــــکښی راشـــی پــروا يي نشته
علامه اسحاق شاطبی (رح)لیکی
ومنهاالتزام العبادات المعینه فی اوقات معینه لم یوجدلهاذالک التعین فی شریعة الا عتصام ج۱ ص ۳۴ یعنی بعــضی له هیغوبـــدعاتونه لازمول دی عباداتودی په اوقاتو معـــینه ووکی چی شریعـــت دغـــه تعین تردغه وخته پوری نه وی ورکړی
حضرت مولاناشاولی الله صاحب (رح)لیکې
ومنهاالتشـــــــــــــــــددو حقیقة عبادات شاقــــــه والتبتل وترک النکاح وان یلتزم السنـــــــــــــــن والاداب کا لـــــــــــــتزام الواجبــــــــات فا ذاکان هذاالمتعــــــــــــــــــمق او المتشدیدمعلم قـــــــوم ورئسهم ظنواان هـــــــذا امر الشـــــرع ورضــــــــاه وهذاادارهبان الیـهودو النصری حجة الله ج۱ ص۱۲۰ اوبعضی لـــه هغـــونـــه شـــدت اختــــیارول دی اوددی حقیقت داده چی داسی مشـکل عبادات اختیارکړی چی شریعت دهـــغوی حکم نه وی کړی مثلاً همیــشه روژه نـــیول اوشپی ویــــښی تــــیرول په نفلوبـــاندی او ګوښــــګی اختــــیارول اونکـــاح پریښودل دسنــــتواوادابـوداسی التزام کول لکه دی واجــــوکه داســــی مــــتعمق اومتــــشدیــد دکوقوم لارښودیارئس وی نو قوم داګــمان کوی چی د ده دغه عمل دشــریعت حکم ده اودده خــــــوښ ده او هـــــمدغـــــه حــــــــــــال دیهودواونصــــــــری وودصـــــوفــــیانـووو بالاخــــیره دی عــــمل تـــه علماووبدعت ویلی دی په خاصوشپوروخوکی د عباداتوالتزام کول صحح ندی البته بغیردلازم والی که دجمعی په شپــه او یاورځ کوم عمل اجراشی پروانلری په شریعت کی التزام (همیــشه ګرزول ) منع دی مثلاًکه یوسړی دجمعی په شپه صلوة تسبح کوی اودجمعی پـه هره شپه يي کوی کله يي هم نه پریږی نوداالتزام ده اوپه شریعت کی منـــع ده او ددی نه بغیرجائزده یعنی بغیردهمیشه توب نه

دعیددمبارکې حکم
سوال :دعیدپه ورځ خلګ په مسجدکی دچای خوړلونه ورسته یوله بل سره مصافحه یامبارکې کوی همدارنګه دعیددلمانځه نه ورسته اویاد جــمعی دلمانځه نه ورسته اویادسهــاراوماذدیـــــګردلمانځه نه ورسته مصــــافحه یامعانقه په ځینوځایوکی رواج ده په شریعت کی ددی عمل حکم څه ده ؟
ځواب :-مصافحه یعنی یوبل ته لاس ورکول یامعانقه یعنی یـــوبل ته غیږو رکول سنت ده خوالبته په اول دی مـلاقات یعـــنی چی دوه نفرسره مـــخامخ شونومصافحه یامعانقه کول سنت دی پدی خـــاص وختوکی چی ډیروخت ناست وی بــــیاراولاړشـــی اویوله بـــل سره مصافحه کـــوی داعمـل مکروه اوبدعت ده ردمحتارلیکی صرح بعض علـــمأناوغیر هم بکرهــــة المصافــــــحه المعتادة عقیب الصـــلوة مع ان المصافحه سنـــة و ماذاک لالکونهالم توثـــر فی خصوص هذه الموضع ج۵ ص ۲۷۰تصریح کړی بعضی علمأزمونږاونــورو علماوو په مکروه والی دمصافحی چی عادت ده ورسته له لمانځه ســــره له دی چی مصافحه سنـــــت ده ددی بله وجـــــــه نشته مګرداچه په دی خاص وخـــت کی دی مصافحی کولوکوم روایـــــت نشته
همدرنګه حضرت ملاعلی قاری (رح)لیکی
ولهذاصرح بعض علمأنابانهامکروهة وحینئذانهــامن البـــدع المــــذمومه حاشیه مشکوة ص۴۰۱ یعنی له دی وجی بعضی علمأوزمونږپه دی تصــریح کړی چی دامصافحه مــــکروه ده اوپه دی خاصووختوکی له بدعاتوقبیـحه وو څخه ده شیخ عبدالحق محدث دهلوی لیکی انکه بعضــــی مردم مصـــافــحه میکنندبعدازنمازیابعدازنمازجمعه چیزی نیست وبدعت است ازجهت تخصص وقت اشعاة اللمعات ج۴ ص ۱۲ یعنی داچه بعـــضی خلــــــګ مصـافحه کوی دلمانځه نه ورسته یادجمعی د لمانځه نه ورسته هیڅ شی هم نده اوبدعت ده له جهته دخاصوالی دوخت نه
علامه طبی (رح)لیکی
یکره المصافحة بعداداءالصلواة علی کل حال لانهامن سنن الروافض وهکذاالحکم فی المعانقه بحواله لجنه ص ۱۳۰ یعنی دلمانځه ورسته مصافحه کول په هرحال کی مکروه ده ځکه چی ددادشیعه ګانوطریقه ده اوهمداحکم ده په معانقه کی حضرت مولاناظفراحمدعثمانی (رح)لیکی داخترونونه پس چی کومه مصاحفه رواج ده دابدعت ده امدادالاحکام ج۱ ص۹۶ همدارنګه احسن الفتاوی ج۱ ص ۳۵۴ هم داعمل بدعت بللی بدعت کبیره ګناه اویومهلک عمل ده اوددی مذمت مخته په حدیثوکی په تفصیل سـره ذکرشوبایدمسلمانان له غفلت څخه کاروانخلی پخپله هم له داسی اعمالو نه ځان وساتی اونورهم له داسی منکرواعمالونه راوګرزوی اودی غــــفلت په صــــورت کی به ټول مسئول یوځکه چی بدعــــت ډیر عظیمه ګناه ده کوم چی مونږمخته تفصیلی بحث پری وکړلهذامونږبایدخپلی غــاړی خلاصی کړوداسی بایدنه ووایوچی دااوس رواج ګرزیدلی دانشی کیدای

دهګۍ جنګولوحکم
سوال:-دعیدسعیدپه ورځوکی خلګ هګۍ جنګوی دی خلګودی عمل تــه شریعت په کوم نظرګوری ؟
ځواب :-دخلګودغه عمل دی عیدپه مبارکوشپوکی په ډیرګناهونو اوبــــد بختیومشتمل ده اودی شریعت له نظره داعمل کبیره ګناه ده له دینه علاوه په دی عمل کی دی انسان قیــــمتی وخت عبـــث تیریږی اوپه حدیث شریف کی راغلی چی هرعبث کاحــرام ده اوبـــل داچه په دی عــــمل کی ضایع کول دمال هم راځی اوضــــــایع کول دمال حرام دی الله تعالی ﷻ فـــرمايي چــــی مبزرین یعنی دخپل مال بیځایه مصرف کونکی دشیطانانووروڼه دی اوبل داچــــه پــه دی مذموم عمل کی دډیرشغل له وجی ډیرخلګ فـرض لمنځونه پریږیدی حالنکه چی په قصدلمونځ قضأکول دی بعــــضی علمــــأوپه نــــزد کفرده اوپه حدیث شریف کی راغلې دی چی څوک په قصدلمونځ قضاکړی هغه ته به دوه حقبــــه په جهنــــم کــــی سزا ورکول کیږی ددینه علاوه داعمل یعنی هګۍ جنګول قمارده اوقمارکبـــــیره ګنــــاده الله تعالی ﷻ ورنه مــــنع فرمایلی لکه چی فرمايي انماالخمروالمیسرولانصاب والازلام رجس مــن عمل الشطان فاجتنبوه لعلکم تفلحون - یعنی شراب اوقماروابت وغـــیره اودی قرعی غیسی داله اعمالودی شیطان نه دی اونجس ده نوپرهیــزورنه وکړی تاسوبه فلاح خلاصوالی پیداکړی . الله تعالی ﷻ په دغه ایات کـــی داخبره واضحه کړه چی قمار شـراب وغیره دانجس دی لهذاهغه جنګیدلې ماتې شوی هګۍ مرداری دی حکماًاوخوړل يي حرام دی بلکی دی سـود تر روپوهم په حرام والې کی زیاتی دی په هدایه ج۱ کتاب الکراهة کی لیــــکی چی قمارکوونکی قاسقان دی شاهدی يي نـــــه قبلیږی دی امام ابویــوسف (رح) اوامام محمد(رح)په نزددغوخلګوتـه سلام وراچـول هـم صحح نـدی � بالاخیره دغه عمل دیوی ګناه په شکل کی پـــه ډیـــروګنـــاهونومشـــتمل ده بیاخاصکردی عیدپه مبارکوو ورځو کی داسی ناوړه اعـــمال ترســـره کول لالویه ګناه ده ځکه چی په کومووختونــوکی ثـــواب ترنوروورځوزیات وی هلته ګناه هم ترنورووختوزیاته وی حضـرت نبیﷺ ددی ورځوپه هکله داسی فرمايي مامن ایام العمل الصالح احب الی الله من هـــذالایام العشره ای عشرذولحجة مشکوة ص ۱۲۶ یعنی نشته له ورځونه چی نیک عمل الله تعالی ﷻ ته ډیرکی خوښ وی ماسواء له دغوورځودی ذالحجی .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery