مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

خالونه وهل حرام دی

سوال :-دډیروپښتنوښځورواج ده چــــی دی ودیـــدوپروخت پــه مخ خالونه وهی اوبعضی سړی هم پـــه لاسونوخالونه لګوی په شریعت کی ددی عــمل حکم څه ده ؟
ځواب :-خالونه وهل حرام دی اوپه داسې عمــل کوونکی دخداي ﷻ لعـــنت ده اوپه کوم ځای چی خال وهل شوی وی هغه نجس ده که په علاج سره لـری کیدونولری کـــول يي واجــب دی حضرت نبی ﷺ په دی هکله داسی فرمــايي لعن الله الوصلة والمستوصله والواشمه والمستوشمه مشکوة ص ۳۸۱ یعنی لعنت کړیده الــه تـــعالی په ویښتانولګـــونکی ښـــځه باندی اوددی عمل په طلب کوونکی بانـــــدی اولعنت کړیده الله تعالی په خال لــــګونکو ښځوباندی اوددی عمل په طلب کونکی بـــــاندی حضـــرت امام نووی (رح)
ددی حدیث په شرحه کی لیکی داحدیث شریف صریح ده په حراموالی دی خال وهلواوویښتانولګــولوکی اودادواړه حرام دی مطلقاً په فاعل اومفــعول دواړوباندی اوپه کوم ځـــای چی خال ولګیږی هغه نجس ګرزی که چیـــری لری کول له منځه تلل يي پـــه علاج سره کیږی نولری کول يي واجب دی اوکه نه لرکیدومګرپه زخم ســـره په داسې حال کی چی ټول اندام يي ضایع کیږی اویا له کاره لـویږی اویايي حســـن ښایـــست بلــکل ختــــمیدونوبیــايي لری کول واجب ندی البته توبه ایستل ضروری دی اوپه تاخیرسره يي ګنهګاریږی حاشیه مشکوة ص ۳۸۱ خوبدبختانه چی ددی عمــــل کوونکی تــــه داعمل بلـــکل حرام نه ښــکاری نولری کول خويي خود نشته اوتوبه ایستل له دی عمــل نه يي په خاطـــرکی هم نه راځې بالاخیره داډیربدعمل ده او نن صبا په ډیرکثرت سره اجراکیږی ددی کتاب مطالعه کـــوونکی نه زمــا داهیله ده چی بایددامسئله په خـــپل اهل عیال باندی هم عملې کړی اونوروته يي هم ورسوی

دالله تعالی ﷻ نه پرته په بل شې قسم کول
دډیــــرونــــاعلمه خلګوخاصکردپښتنوعادت ده چی دالله تعالی نه پرته په نوروشیانوهم قسـمونه کوی لــــــــکه په جماعت ،کعبه اوپه پیرصاحب ایــا داسی قسمونه کول جائــزدی اودحضـــرت عمر(رض) ددی حدیــــث شــــریف مطلب څه ده من حلف بغیرالله فقداشرک وفی روایت فقدکفر یعنی څوک چی دالله تــــعالی نه پرته په بل څه قسم وکړی نوهغه شرک وکـړ اوپه یوه روایت کی دی چی هغه کافرشو؟ ځواب :-حــــلف قســم کول دالله تعالی نه پرته په بل څه حرام دی اونـــه دغه قسم پوره کول ضروری دی او نه دالله تعالی نه پرته په بل څه قســــم کولوته قسم ویل کیږی هدایة په باب الیمین کی لیکی فالیــــمین باالله دون غــیره یعنی قسم صرف دالله تعالی په نوم کیدای شی نه په بل څه په بــــل ځـــای کی لیکی ومن حلف بغیرالله لم یکن حالفــاکا لنبی ولکعبه وکذااذاحلـــف بالقران لانه غیرمتعارف یعنی چاچی قسم وکړ دالله تعالی نه ماسواء په بل شی هغه قسم کونکی نده لکه په نبی ،کعبه اوقران قسم کول ځــــــکه چی دا متعارف مشهورنده . اودحضرت عـــــمر(رض)حــــدیث علــــمأوو د حدیث په کفران نعمت اویاشرک خفی باندی حمل کړیــــده یعنی شرک نــده خوبیــــاهم یوخـــطرناک قول ده ځکه چــی یوخودالله تعالی نه پرته په بل څه قسم کول حرام دی اوبل دهغه سړی چی دالله تعالی نه پرتــه په بل څــــه قسم کړی ددپه دغه عمل دده نیک اعــمال ختمیږی لهذاله داسې اعمالونه ځان ساتل ضروری دی (مأخذهدایة باب الیمین والفجرصادق ص ۷۵)

یوصاحب رتبه شخص ته دلټیدلوحکم
سوال :-داکثرخلګورواج اوعادت ده چی کله یومجـــلس ته یوصــاحب رتبه شخص راشی نوپه دی مجلس کی ناست خلګ دهغه لپاره تعظــــیماًلټیږی دمسلمانانودغه عمل دشریعت موافق ده اوکه نه ؟
ځواب :-په دغــــه مسئله کی علـــمأمخـــتلف دی بعـــضی علمــــاوايــي چی دچادپاره تعظیماً لټیدل مطلقاً جائزندی ځــــکه چی حضرت نبی کریم ﷺ پـــه تعظیم سره ښه لایق ووخوهغه صحابه (رضی الله عنهم )له دغه عمل نه منـع کړل اوځنی نورعلماوی چی که دالوړرتبه شخص داغواړی چی ماته دی خـــلګ ولاړشی نوورته لټــــیږی دی اوکه نه غواړی نونه دی ورته لټیږ ی حضــرت مولاناعبدالحی (رح)لیکی چی حقه خبره داده چی کومه حضرت امام غزالی (رح)اختیارکړیده چی لټیدل تعظیماًمطلقاًجائزدی که هغه لوړرتبه شـــخص غواړی اوکه نه دهغه دخوشحالی اوعزت لپاره نفع المفتی والسائل ص ۱۲۷ خوبایــــدووایوچـــی صاحب رتبه سړی په زړه کی داتقاضابایدو نکړی چی ماته دی خلګ ولاړشی ځکـــــه چی په حـــدیث شریف کی په دی ډیرســـخت وعیدموجودده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery