مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دطریقت اثبات دقران اوحدیث نه

سوال :-بدبختانه چی ځینی خلګ له طریقت اوبیعت نه انــــکارکــوی وايي چی داله کوم ایات اویاحدیث نه ثابت نده که په دی هکله معلومات راکړی څودوهابیت پسنده خلګوغلط فهمی زائله شی ؟
ځواب :- بیعت یاطریقت یاپه پښتوساده ژبه لاس نیوی دقران اوحدیث نــه ثابت ده اوورنه انکارکول صرف جهل اواتباع دهواده اودشیطان دوسوسو پیروی ده دطریقت څلورطریقې نقشبندیه قادریه سروردیه چشــتیه دنـــړی په ګوټ ګوټ کی موجودی دی اوحق دی په لکهاوواومــــیلیونوعامــــلین لری اوپه څلورومذهبوکی تراوسه په دی طریقوهیــڅ یوعالم نه ردکړی نـــه يي داعمل دشریعت خلاف بلــلی بلکی ټـــــولوعلــــمأووداعمل په دین کی یوضروری عمل بللی ده اوپه خپله علمأ ووچی دصحابه وونه ورسته دوی دحق لارښوددی دطریقت دغه عمل اجراءکړی اوځانونه يي پکښی داخــــل کړی اونوروته يي هم په دی عمل باندی توصیه کړیده بعضی اهل حـــدیث یا غیرمقلیدین دبعیت نه انکـــــارکوی حالانکه چی دادنیـــاپه ســــریومفسده اوبی ادبه اودشیطان دخوهیشاتوتابع فرقه ده دبیعت ثبوت له قرانه علمـــأ په لاندی ایات کې ښيی یاایهاالنبی اذاجاءک المومنات یبایعنک الایة ترجمه اي پیــــغمبره چی کله تاته مسلمانی ښځی راځی اوله تاسره په دی خبره بیعت کوی چی له الله تعالی سره به شریک نه چوړوی اونه به غلاکوی اونه به زناکوی اونه به خپل بچیان قتلوی اونه به په کوم بهتان راتګ کوی چی دخپلولاسو اوپښـــوپه مابین کی يي جوړکړی وی نه به ستانافرمــــانی کوی په مشروع اورواووکاروکی نوروسره بیعت وکړه بیان القران حکیم الامت مولانااشرف علی تهانوی ددی ایات په حاشـیه لیکی چــی دا ایات په دی خبره واضح دلالت کوی چی بیعت په اسلام اوقران کی ثابت ده اوله حدیث نه دبیعت ثبوت دعباده بن صامت روایت ده قال علیه الصلوة والسلام وحـــــــوله عصابة من اصحابه بایعونی عــــلی ان لاتشرکوابالله ولاتسرقواولاتزنوا الخ بخاری ترجمه چی حضرت نبی ﷺ وفرمایل اودده اردګردپه شااوخوادصحابه وویـوه ټولی وه چی ماته بیعت راکړی په دی چی تاسوبه له الله تعالی سره شـریک نه نیسی اونه به غلاکوی اونه به زناکوی اوتراخیره دحدیث شریف حضرت مولاناذکریا(رح)ددی حدیث شریف لاندی لیکې دحضرت نبی ﷺ دغه بیعت دصحابه وونه نه بیعت داسلام ده نه بیعت دجـهاد بلکی داعینی هغه بـــیعت ده چـــی صوفیه حضرات خلیفه ګان يي په امورو داسلام باندی دټینګښت لپاره اخـــلی حضــرت مولاناعبدالغفورعباسی لیـــکی چی داحدیث په دی تــصریح ده چی دبیعت اسلام اوجهادنه علاوه په ترک دګناهواوپه التزام دنیـــکواعمالوهـــم بیعت دنبی ﷺ پـــه زمــــانه کی موجودوو دمحدث جلیل مولاناخلیل احمدسهارنپوری نه سوال وشو ایاستاسویعنی داهل سنت والجماعت په نزدباندی مشغولیدل په اعـمالو دصوفیه ؤباندی اوورنه بیعت کول جائزدی اوایاتاسوپه دی قول کوی چــه رسیــــدل دهیغوفـــیوضـــوباطـــنه چی لــــه سینودبزرګانواویاله قبروددوی چی نوروته به رسیږی اوهغه فایده ځنی اخلې داحق دی ؟ په ځواب کی لیکی یستحب عندنااذافرغ الانسان من تصـــحیح العقاید وتحصیل المسائل الضروریه من الشرع ان یــــبایع شیـــخاراســـخاالـــقدم فی الشریعة زاهدافی الدنیا راغبافی الاخرة الخ یعنی مستحب ده زمونږداهل سنت په نزدباندی چی کله یوانسان فارغ شی له صحح کولودعقایدوڅخه اوله حصـــلولودضروری مســــائلودشریعت نه نوبایدبیعت وکړی له یوه شیخ څخه چی هغه راسیـــخ القدم وی په شریعت کی اوبې پرواه وی له دنیا نه اوطلب کونکی داخیرت وی عقایداهل سنت والجماعت ص ۲۶


دبیعت ضرورت اودصحبت شیخ ثبوت له قران نه
سوال :- ایابیعت کول ضروری دی ؟
ځواب :- ددی متعـــلق حضرت اشـــرف عــــلی تــــهانوی (رح) په خپل کتاب التکشف ص ۱۲۶ کی لیکی چی لکه څرنګه دمرض ظاهری دعـــلاج لــــپاره دیوداسی طبیب ضرورت ده چــی په خــــپله هم صــــحح اوتندرست وی اود نوروعلاج هم کولای شی همدارنګه دمرض باطنی دعـــلاج لپاره دداســـی شــــخص اومــــرشــــد ضرورت ده چی په خپله هم متقی اوصالح وی مبتدع اوفاسق نه وی اودنوروهم تکمیل اوتصحح کولای شی (انتهی) لکه څرنګه چی مخته تیرشوحضرات صحابه باوجودددموره کمالاتــــوچی هریويي ددین ستوری اورڼــــاوه اودهــــــدایت وړانګی ددوی په اقتداءکی مستوری وی چی دیوه ادناصحابی درجه اومرتبه يي داوسنی زمانی له یوه غټ ولی نه اوچته اوبلنـــده وه خوبــــیاهم دوی دحضرت نبی کریم ﷺ ســــره په ترک دمعصیاتوبیعت کاوه نودنن زمـــــان مســلمانان چی دډیروبد بختـــیو اونارواووښکاراومرتکب دی څنګه کولای شی چی دجهل اوضـــلالت پـــه توره تیاره کی خپل مقصدته ځان ورسوی ترڅوچی يي یورهنمادځان لپاره نوی غوره کړی داسی رهنمایان اولیالادنړی په ګوټ ګوټ کی موجــوددی هرانسان ته لازمه ده چی داولیالاووسره تعلق پیدا کړی اوپه هغوی دشـــــو
یوبرکاتواوانواری الهی فیوض څه ناڅه ځان ته راجلب کړی لـــکه چی یوشاعروايي  دعطارپه دکان کښینه چی عطارشی - خودبه سوزی چی ملګری دلوهارشی
اوالله تعالی دنیکوبندګانوسره په تعلق درلودلوسره مسلمانانوته توصـیه کوی اوفرمايي واتبع سبیل من اناب الی ترجمه متابعت کوه په دین کـی دلاری دهغه چاچی رجوع يي کړیده ماته یعنی له هغوسره تعلق جوړکړه بل ځای الله تعالی فرمايي واصــــبرنفســــک مع الذین یدعون ربهم بالغداوة والعشی یریدون وجهه ترجمه اوبند کړه نفس خپل له هیغوکســـانوســره چی بولې رب خپل په سهاراوبیګاه کی اوارده کوی په دی سره رضـــــادالله تعالی بل ځای الله تعالی فرمايي یاایهالذین امنوااتقولله وکونومع الصادقین ترجمه اي مؤمنانووویریږی دالله تعالی نه اودصـــادیقـــــینو ریښتینو)سره وواوسی مولاناذکریا(رح)لیکې چی مفســـــرین وايي دریښتینونه مراددتصوف شیخان دی څوک چی ددوی ددرشل خدمتـــګار شی نوددوی دتربیت اوروحانی قوت په برکت دابنده لويــــي لويـــي تــرقی کوی تبلیغ نصاب ص۳۱ الله تعالی په مذکروایاتونوکی صراحة بیان کــړی چی که تاسوتقوی کـــوی نودصادیقیـــنواولیالاؤمعیت یوځای والی اولـــه هغوسره صحبت اختیارکړی
دبعضی شــاعرانواقوال هم دی طرف ته رابلل کوی لـــــکه یوشاعرلیـــــکی صحبت صالح تراصالح کند  ـ صحبت طالح تراطالــــــــح کند
یعنی دنیک صالح مجلس به تانیک کړی اودبدمجلس بــــه دی بــــدکــــړی یوبل شاعرلیکی
هرکه خواهدهمنشینی باخدا ګونشینــــددرحضـــوراولیـــاء
هرڅوک که غواړی یوځای والی له الله تعالی ســــره ورته ووایه کښــــینه په حضورداولیاؤکی

دشیخ شرائط
سوال :- له څنګه شخصیت څخه بایدبیعت وشی ؟
ځواب هغه شخص چی ورنه بیعت کیږی دهغه دپاره علماوولاندی شرائــط بیان کړیدی بایدمتقی اوصالح وی دســـنت تابــــع وی مبتدع بایــــدنه وی دینی علم په قدردضرورت ورته حاصل وی عاقلان عالمان دهغه طــــرف ته مائل وی دهغه صحبت اومجلس بایدمؤثروی اودهغه دصحبت اومجـــلس نه دمریدانودعمل اصلاح کیـږی هغــــه اشـــخاص چی په مذکوروشرائـــطو سنبال نه وی قابل دبیعت نده .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery