په کمپیوټر کې د پخپل سر راخلاصیدونکو کړکیو مخنیوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10242
ډاکټر ثواب ا دین مخکښ
دخبریدو نیټه : 2006-11-19

ډیر ملګري له دې ستونزې سرټکوې چې کله هم انټر نیټ کا روم نو ځینې کړکۍ بغیر زما له غوښتنې وازیږي.ډیر ځله خو داسې غیراخلاقي کړکۍ راوازیږي چې د انسان خصیت تر پوښتنې لاندې راولې. په هر حال څنګه کولاې شو دداسې کړکیو له وازیدو څخه مخنیوی وکړو.

۱- د خپلDesktop پر مخ دInternet Explorer په Icon با ندې غبرګ کلیکونه وکړۍ تر څو یوه انټرنیټ پا ڼه را وازه شي.

۲- اوس نو په نوموړې وازه شوې کړکۍ کې د Tools له مینو څخه  Internet Options…غوره او کلیک پر وکړۍ. نو دا لاندې کړکۍ به درته وازه شي.

۳- په پورتنۍ کړکۍ کې د Privacy په برخه کلیک وکړۍ. اوس نو د دغې کړکۍ په لاندېنۍ برخه کې د Pop-up Blocker تر برخې لاندې چې په شنه آسما نې رنګ ښودل شوی دی په لاندیني غوراوي(Option) باندې کلیک وکړۍ.

۴- د Block pop-ups غوراوی(Option) غوره او کلیک پر وکړۍ اوس با ید نوموړی غوراوی د   Tick() په علامه نښه شوی وي. لکه په پورتنۍ کړکۍ کې دا کار شوی.

۵- اوس د Apply او بیا د Ok پر تڼیو کلیک وکړی نو کړکۍ به بنده شي نور به تا سو ته په خپل سر کړکۍ ګا نې نه راوزیږي.

په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ