د رم RAM حافظې ډولونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10456
ژباړن:ب.بهیر وردګ
دخبریدو نیټه : 2006-11-30

د RAMحافظه په لاندې دوو ډولونوویشل شوې  ده:
• ديناميکي رم(Dynamic RAM)
• ثابت رم(Static RAM)
دديناميکي رم په جوړښت کې له خاذن څخه کار اخيستل شوی دی او بايد د هغه منځپانګه په پ له پسې ډول د کنترول د برخې په واسطه تازه شي له هغې پرته خپله منځپانګه له لاسه ورکوي.
په هرو۱۵ ملي ثانيو کې ددې تازه ګۍ مقدار يو ځلې دی.دديناميکي رم قيمت او چټکتيا د ثابت رم په پرتله لږده.د ثابت رم په جوړښت کې له ت انزستورنو(Transistors) څخه کار اخيستل شوی او پرله پسې تازه کولو ته اړتيا نه لري.له هغه څخه د د معلوماتو د اخيستلو او په هغه کې د ساتلو پر مهال دلوړې چټکتيا لرونکی دی.
ثابت رم د هغه د قيمت د زياتوالي له امله لږ د ګټې اخيستو وړ ګرځي.
د CMOS(Complementary Metal Oxide Simi-Conductors)ساتنځی چې د سيستم عيارسازي، د معلومات ذخيره یې په غاړه  او دبطرۍ په واسطه چارچېږي،د ثابت رم بيلګه ده.