عبيدالله محک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2040
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2005-01-30

 

ښاغلی عبيدالله محک د لغمان په ولايت کې زيږيدلی دی . لومړنی زده کړې يې په هم هغۀ ولايت کې ترسره کړي وروسته يې د کابل په پوهنتون کې لسانس اخيستی دی .

ښاغلي محک ډير کلونه د ښوونکي په توګه کار کړی دی . وروسته بيا پر ځينو نورو څوکيو هم ګمارل شوی خو د شوروي اتحاد د ځواکونو له يرغل سره ډير کلونه د څرخي پله په زندان کې بندي و .

په ١٩٩٤ کال کې ښاغلی محک لندن ته راغی او د بي بي سي له پښتو څانګې سره يې همکاري پيل کړه . دوی اوس هم په لندن کې اوسيږي .

عبيدالله محک د پښتو ژبې تر ټولو اوږد ناول کښلی دی چې زمرده نوميږي او تر ١٢٠٠ ډير مخونه لري .

ښاغلي محک ډيرې لنډې کيسې هم کښلي دي . د دوی د لنډؤ کيسو يوه ټولګه او دوه ناولونه تر اوسه چاپ شوي دي . دوی  ډيرې کره کتنې هم کړي چې د افغانستان په پخوانيو مطبوعاتو کې خپرې شوي وې .