صفيه حليم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2041
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2005-01-30

 

ميرمن صفيه حليم په پېښور کې زيږيدلې ده . د پېښور په پوهنتون کې يې زده کړي دي وروسته په هم هغۀ ښار کې د يوۀ ښوونځي ښوونکې وه خو د سکاټلينډ په يوه پوهنتون کې يې د نورو زده کړو لپاره بورس ترلاسه کړ .

تر هغه وروسته په لندن کې د بي بي سي پښتو خپرونې ته راغله او تر ٢٠٠٣ کال پورې هلته وه چې په وروستۍو کلونو کې يې مشري هم په غاړه لرله .

ميرمن حليم په پښتو ژبه لنډې کيسې او يو ناول کښلی دی . د دوی د لنډو کيسو دوه ټولګې  چاپ شوي دي . د سيند باد په نامۀ يې د ماشومانو لپاره  د فولکلوريکو کيسو يوه ژباړه هم چاپ کړې ده .

د ښکلي کتاب په نامۀ يې د نثرونو يوه ښکلې مجموعه څو کاله وړاندې چاپ شوه . اغلې حليم اوس هم له بي بي سي سره په کارونو بوخته ده خو د پښتو په ډيرو خپرونو کې يې په پرله پسې توګه ليکنې خپريږي .