نصير احمد احمدي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2044
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2005-01-30

 

نصير احمد احمدي په کابل کې زيږيدلی دی خو پلرنی ټاټوبی يې دغزني ولايت دی  .

دوي خپلې لومړنۍ او منځوۍ زده کړي په کابل کې کړي دي خو په پلازمېنه کې د تنظيمي جګړو له امله له لوړو زده کړو پاتې شوی دی .

ښاغلي احمدي اوس په کابل کې د بي بي سي له تعليمي پروژې سره همکار دی .

دوی په دې وروستيو کلونو کې ګڼ شمير لنډې کيسې وليکلې او د لنډؤ کيسو يوه ټولګه يې هم د سړه سيلۍ په نامۀ چاپ شوه .

ښاغلي نصير احمد احمدي له نورو ژبو په پښتو ځينې ژباړې هم کړي دي چې يو کتاب يې په دې لنډ وخت کې د بېنوا کتاب خپرونکې ټولنې له خوا چاپيدونکی دی .

 دژوندليک يوه برخه پاپوره پاته ده ، وروسته يې بيا وګورئ .