دورځني توليد دپلان څارل - اکسیل (نهم مطلب)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26044

دخبریدو نیټه : 2009-05-22

 

لاندي کار پاڼه (Worksheet) دتولیداتو لپاره د پلان څارنه ښکاره کوي چي د  ټاکل سوي تولید کچه په ورځ کي ۱۵۰۰ دانې په نظر کي نیول سوې. ددې لپاره چي دورځني تولید پلان وڅارئ  نو تاسو ودې لاندي لارښووني ته ابولم .

۱:- د B1 حجره  انتخاب او د ټاکل سوو تولیداتو لپاره شمېره (چي دلته موږ ۱۵۰۰ په نظر کي نیولې) ټایپ کړئ .

۲:-  له C4 حجرې څخه نیولې تر C11 حجرې پوري انتخاب او دغه فورموله (     =B4/$B$1) پکښي وکاروئ .

۳:-   د فورمولې د ټایپولو وروسته د Ctrl تڼۍ ونیسئ او د Enter تڼۍ پسي کښېکاږئ .

۴:- له فورمت غورنۍ (Format Menu) څخه د Cells بولۍ (کمانډ) انتخاب او وروسته پسي د Number Tab  ټوپ انتخاب کړئ .

۶: -  دPlaces Decimal  مخي ته دوه (۲)  عدد راوړئ .

۷:-  د Ok تڼۍ ووهئ .

 

 

برېښنالیک پته : techafghan@hotmail.com

یوسفزی - هرات