د خوشال خان د عصر او چاپېريال عسكري څېړنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3224
علي احمد جلالي، كابل
دخبریدو نیټه : 2005-05-11

علي احمد جلالي، كابل
 
 چي مغلو ته مي وتړله توره
 درست پښتون مي و عالم و ته ښكاره كړ
 اتفاق په پښتانه كي پيدا نه شو
 كه نه ما به د مغول ګرېوان پاره كړ
 مقدمه:
 د خوشال خان خټك دغه منظوم كلام، كه له يوې خوا په لنډ عبارت د هغه نوميالي پښتون، د اوږدو مبارزو اغېزي او انجام څرگندوي، نو له بله پلوه په كي د هغه لښكري طاقت د داخلي كمزورتيا انعكاس پروت دى، چي په قبيلوي ټولنيز نظام باندي اتكا لري او له يوې مسلطي فيوډالي واكمنۍ سره يې د پوځي ازمايښت په ډګرونو كي د تكتيكي نتايجو په منځ كي د اړيكو، د نشتوالي او بېلتون په وجه مجموعي اغېزي هېڅكله په يوه ستراتيژيك لوري مرام په مطلوب ډول ترسره نه شو او بيا خو څرگنده ده، چي د ستراتيژيكي تمايلاتو او ستراتيژيك عمل په ساحه كي سياسي، اقتصادي، ټولنيز، سايكالوژيك او لښكري عوامل له يوه بل سره د دوه اړخيزو څو اړخيزو اړيكو په درلودلو سره هر يو ځانته ارزښت لري او اغېزمن رول لوبولاى شي.
 د گورگاني حكومت له پوځونو سره د پښتنو، د قبايلي لښكرو په دوه سوه كلنو جګړو كي په قبيلوي جګړه ييز طاقت باندي د فيوډالي پوځي قدرت ستراتيژيكه لاس بري، په سيمه ييزو شرايطو كي پرفيوډالي جڼي طاقت باندي د قبيلوي پرگنيز محاربوي طاقت تكتيكي تفوق او د ټولني، د اقتصادي، ټولنيز جوړښت له مخي د قبيلوي، پرگنيز او محاربوي طاقت تكتيكي تفوق او د ټولني د اقتصادي، ټولنيز جوړښت له مخي د قبيلوي وروسته پاتي نظام په پرتله د فيوډالي نظام، د جڼي پوتانشېل لوړوالى هغه واقعيتونه دي، چي د خوشال خټك په زمانه كي د ګورگانيانو او پښتنو، د تودو او سړو جړو په برخليك باندي اغېزمن شوي دي. د دې اوږدو جړو په ترڅ كي، كه له يوې خوا راجابېربل له خپلو ۸۰۰۰ منظمو سپاهيانو سره د پښتنونخوا په غرونو كي خپل سرونه بايللي، د تيرا په كوټ كي د احداد توره، د ګورگاني لښكرو بهيرونه ماتوي. د خيبر، د غريب خانې په غاښي كي د شينوارو، اپريدو او مومندو جڼيالي د محمد امين خان بخش په لښكرو ماتوونكى توپان جوړوي، يا شجاعت خان له خپلو لښكرو سره د كړپې په غاښي كي د ايمل مومند په توره د ګورگاني لښكرو له حشمت سره تر خاورو لاندي كېږي، نو له بلي خوا د ګورگاني حكومت سياسي ستراتيژۍ، د پښتنو قبايلو په منځ كي د زور او زر، چل او هنر له لاري د نفاق او بېلتون داسي اورونه لوي، چي په نتيجه كي يې د پښتنو تكتيكي گټني په ستراتيژيكي محصول پراختيا نه مومي.
 هغه انسان ته چي موږ ?د توري او قلم خاوند? عنوان وركړى دى، په رښتيا سره يې د خپلي زمانې او چاپېريال دې واقعيتونو ته پام شوى او ښه پوهېدلى دى. هغه څه چي ګورگانيانو له پښتنو سره په جګړه كي د هنر له لاري تر لاسه كړي دي، ډېر ځلي تر هغه زيات دي، چي د جړې په ډګرونو كي يې گټلي دي او دا په دې وجه چي د پښتنو په لاس كي خو ښه كاري توره وه او د تاريخ ستر توريالى او جڼيالى هم و. خو د خپل ټولنيز محدود نظام په چوكاټ كي يې د سياسي ستراتيژۍ نورو قواوو بشپړه وده نه وه كړې.
 څو په تورو، په توبريو، په نېزو شي
 صد چندان شي په تدبير په هنرونه. (۱)
 ?توره? او ?تدبير? خو د خان، د فلسفي او سياسي افكارو په دنيا كي پراخ مفهومونه دي او ښايي وكولاى شو، د پوځي او سياسي عمل، د جګړې مادي طاقت او مانيز (معنوي) قدرت، عسكري ستراتيژي او سياسي ستراتيژي ، جګړه او دپلوماسۍ له تفسير سره اړوند وبولو او كه څه هم دغه تعبير او تفسير، د اوسنۍ زمانې د اصطلاځانو له مخي وشي، بدلون به يې لفظي وي او كلي معنى به يې ډېر توپير ونه شي او يا ښايي وكولاى شو، د اړوندو قواوو، د دوه اړخيزو او څو اړخيزو مناسباتو په برخه كي ?توره? او ?تدبير? په طاقت باندي د متكي سياست (ower politics) د بنسټيزو وسايلو، د څرگندولو سمبولونه وگڼو، چي د عمل په صحنه كي يې د ريموند ارون په بنا عسكرو سياستمدار دوه سمبوليك اكتوران دي (۲).
 د همدې احساس په رڼا كي وو، چي خوشال خان له گورگاني واكمنۍ سره د خپلو تودو او سړو جړو په ډگرونو كي د يوې روحي وسلې په توگه له خپل قلم نه هم توره لا تېره كړه، كه څه هـم په خپله خوشال د ګورگانيانو په وړاندي، د ډېرو جړه ييزو ډگرونو له تكتيكي ګټلو سره، سره د ژوند تر پايه د غليم د سياسي ستراتيژۍ قرباني و، خو څرڼه چي خوشال په ۱۶۱۳كال په يوه جړه ييزه فضا كي دنيا ته راغى او بيا د تورو په شور او زوږ كي په ۱۶۸۹كال كي مړ شو، جنګي عمل يې د درست ژوند په دوران كي همېشنۍ مشغولا وه. كه دا مشغولا قبيلوي جړې وي، يا د مغلو، د ملاتړني او بيا ملاماتوني لپاره جڼي هڅه وي، توپير نه لري.
 كه برى، كه هزيمت واړه ليدلى
 خوى خصلت لرم د قتل د قتال
 پلار، نيكه مي شهيدان و گور ته تللي
 پشتاپشت مي هنر دا دى آل په آل
 كه د جڼ د پرهارونو درته وايم
 چي له درده به مي تن و لكه تال
 يو پرهار به مي لا روغ په وجود نه و
 بل پرهار به مي په تن شو يا په ډال.
 (۳)
 د دې همېشني پوځي عمل په ترڅ كي د خان قلم هم توره وگرځېده او يا د ده په وينا په قلم كي يې هم توري رژولي.
 افرين دي په ويلو شه خوشاله!
 چي د توري رژول كړې په قلم كي. (۴)
 دا لا څه كوې، چي د خوشال خان، د اسلافو تاريخ هـم تر زياتي اندازې د جڼي تاريخ پاڼي لري.
 توره بخره د خوشال ده
 كان په كان خلق خبير
 تر اوو پېړيو پوري
 واړه مړه په تېغ او تير. (۴)
 يحيى خان او پلار يې شهباز خان درې واړه، د قبيلوي جړو په ډگرونو، يا د قبيلوي دښمنيو په ترڅ كي وژل شوي دي. (۶)
 خو د خوشال خان، د ژوندانه د جڼي اړخ پراخوالي سره، سره چي د زياتو عواملو محصول دى، تر اوسه په دې برخه كي زياتي څېړني نه دي شوي او په تېره بيا مسلكي او تخنيكي څېړني خو په دې باب هېڅ نشته.
 برسېره په دې د خوشال خان، د زمانې او چاپېريال د عسكري حالاتو او تشكيلاتو د مسلكي او تخنيكي څېړني لپاره په لاس ته راغليو منابعو كي جوت او څرگند مواد هم لږ او له مجهولاتو ډك ليدل كېږي. همدا رڼه د وسلو او تجهيزاتو، جړه ييز تخنيك او مهماتو، د څرڼوالي او كيفيت د عملي څېړني امكانات هم محدود دي. په دې برخه كي هغه څه چي زه يې تر اوسه په ليدلو بريالى شوى يم، د خوشال خان خټك يو پلته يي ټوپك دى، چي غالباً له خپل پلار، شهباز خان خټك نه ورته پاتي شوى او اوس هم په همدې نامه د افغانستان، د خلكو د وسله وال پوځ د لرغونو وسلو په موزيم كي خوندي دى. په دې وجه هغه څه چي په دې ليكنه كي څېړل كېږي، د خوشال خان د زمانې د عسكري حالاتو او تشكيلاتو په هكله به يوه لومړنۍ مقدمه وي، هيله ده په راتلونكې كي پراختيا ومومي او د خان، د عصر او چاپېريال د عسكري حالاتو بشپړه مسلكي او تخنيكي پېژندنه پرې وشي.
 په دې ليكنه كي زما اصلي پاملرنه دا ده، چي د خپل توان په اندازه، د خوشال خان د زمانې او چاپېريال د عسكري حالاتو او تشكيلاتو په باب دا لاندي موضوع گاني وڅېړم:
 ۱. د عصر او چاپېريال ستراتيژيكي تمايلات او د هغو سياسي، اقتصادي او ټولنيز بنيادونه.
 ۲. د دښمنو قواوو، د پوځي قدرت بنسټ او د هغو د جوړښت، تشكيلاتو، وسلو او تجهيزاتو لنډه پېژندنه او د هغو ستراتيژيكي او تكتيكي اغېزې.
 ۳. د ګورگاني حكومت او پښتنو په جګړو كي د ستراتيژيك او تكتيكي عمل څرڼوالى او نتيجې.
 ۴. د خوشال خان، د عصر چاپېريال ستراتيژيك تمايلات او د هغو سياسي، اقتصادي او ټولنيز بنيادونه.
 د خوشال خان ټول ژوند په ۱۷ميلادي پېړۍ كي تېر شوى دى او كارنامې يې هم زياتره، د كابل سيند په كوزه جله، يا يې د پېښور په وادۍ كي منځته راغلي دي. خو د زمان او مكان په حدودو كي د منځته راغلو واقعيتونو او پېښو بنيادونه له دې حدودو نه ها خوا تېرېږي او د زمان او مكان په اعتبار، د تېرو پېړيو او نورو جغرافيايي سيمو له پېښو او واقعيتونو سره اړيكي لري. نو په دې وجه، ان په يوې لنډي څېړني كي هـم دا مجبوريت منځته راځي، چي د ستراتيژيكو تمايلاتو، د ستراتيژيكي واقعيتونو او تمايلاتو ته په خاص ډول يو ځغلند نظر واچوو او په دې زمينه باندي د خوشال، د زمانې چاپېريال عسكري څېړنه وكړو
 هغه څه چي د سيمي، د عمومي تاريخ په هينداره كي له ورايه څرگند ښكاري، دا دي چي د خراسان په ستراتيژيك موقعيت باندي د مسلطو سترو قواوو لپاره نسبتاً اسانه وه، چي د هند په نيمه وچه كي د سياسي نونو او مركزي قوت، د تجزيې په وخت كي د ختيز په لوري د پرمخټ دروازې پرانيزي او په شمالي هند باندي د پښتونخوا او په تېره بيا د خيبر له لاري په لښكري غلبې توفيق ومومي. خو بيا د دې تسلط ساتنه ډېره گرانه او له دايمي ستونزو ډك كار و. اسانه خو په دې وه، چي په داسي شرايطو كي د سياسي نظر، كمزوري هند او د اقتصادي پلوه شتمن هند، د تېري كوونكو او پراختيا غوښتونكو سترو لښكرو قواوو لپاره يو تشويش كوونكى ستراتيژيك هدف گرځېده، په تېره بيا چي د هند د داخلي بېلوالي په وجه د داسي بهرني يرغلونو په هڅولو كي د هند سيمه ييزو راجاگانو، نوابانو او واكمنانو هم له خپلو كورنيو سيالانو سره د زور او ازمويني په ډګر كي پردۍ توري ته لاس غزاوه، چي موارد يې په هند باندي واكمن، د خپل هندي رقيب د ماتولو په تمه بلنه وركړه، نو په دوولسمه پېړۍ كي د جمو راجا چكره، د يوه غوري سلطان شهاب الدين، د پنجاب او شمالي هند د نيولو لپاره وهڅاوه. (۷)
 د شپاړسمي پېړۍ په لومړيو وختونو كي دولت خان لودي، د پنجاب حكمران او راناسڼرام سڼ، د ميوار غښتلي او نامتو راجپوت مشر، بابر ته د يرغل بلنه وركړه او مرسته يې هم ترې ونه سپموله. (۸) او بيا د اتلسمي پېړۍ په لومړۍ نيمايي كي نادر افشار هند ته د يرغل په هلو ځلو كي د دكن د والي نظام الملك او د اوده صوبدار، سعادت خان بلني تر لاسه كړي وې. (۹)
 څو كاله وروسته دا كار، د احمدشاه ابدالي او لمسي يې زمان شاه د هندي سوقياتو په وخت كي هم شوى دى.
 اڼرېزانو خو د همدې راز كورنيو رقابتونو، د غم لږولو نتيجو په اثر دوه سوه كاله د هند شتمني وڅټله. خو په شمالي هند باندي د داسي يرغلونو د لومړيو څپو له برياليتوب وروسته به يا يرغلر طاقت يوازي، د هند په تاراج او يوه تش په نامه نفوذ قناعت وكړ او د هند له خزانو سره به بېرته خپل وطن ته ستون شو او يا به يې هلته واړول او په هند باندي به يې د دايمي تسلط هلي ځلي پراخي كړې. په لومړي صورت كي په دې يرغل يوازي يو خونړى او تالاكوونكى ټ او راټ وكړ او په دويم صورت كي به په دې يرغلر طاقت په هند كي د يوه غښتلي او متحد دولت، د جوړولو په تلاښ كي د هند له بېلو، بېلو سيمه ييزو طاقتونو سره داسي په پراخ او همېشني جڼي عمل بوخت شو، چي په خراسان كي به يې د ستراتيژيكو پولو ساتنه يوه لويه ستونزه وگرځېده. د سياسي، اقتصادي، فرهڼي او ټولنيزو موسساتو په يوه غير متجانس جغرافيايي چاپېريال كي د يوه پردي او په لښكري طاقت متكي واكمني (super group) د ټينګېدو په ترڅ كي چي استعماري او استثماري خصلت يې درلود او د خپل خصلت له مخي يې د نوموړي چاپېريال داخلي تضادونه په سوله ييز ډول نه شو حل كولاى، داخلي جړې يو اوږد جريان و. كه څه هم په شپاړسمه پېړۍ كي جلال الدين اكبر، د ?االهى دين? د نظريې په وړاندي كولو سره په موقتي ډول د اورڼزېب، د شديد تعصب له مخي دغه داخلي مخالفتونه په داسي طاقت سره راغونډ شول، چي په اتلسمه پېړۍ كي يې د ګورگاني حكومت،د سياسي طاقت زيات برجونه والوزول. ځكه نو په داسي چاپېريال كي په هماغه توگه چي د داخلي تضادونو په وجه د مركزي تشكيلاتو نشتوالى، يا كمزورتيا د بېلو، بېلو سيمه ييزو، سياسي او فرهڼي واحدونو رقيبانه جړې هڅولې، نو د مركزي مطلقه تشكيلاتو په تمركز سره چي د يوه لښكري حكومت له لاري منځته راته، په داسي حال كي چي سياسي، فرهڼي او ټولنيز پخلاتوب تر سره شوى و، نو سيمه ييزو جړو د همېشنيو داخلي جړو بڼه نيوله، چي د واكمن طاقت په وړاندي به جاري وې. راناسڼ، د راجپوت قوي مشر، بابر ته په هند باندي د يرغل بلنه وركړه، خو كله چي يې د بابر په وړاندي په جڼ لاس پوري كړ، دې ډول كورنيو جړو په هند كي د ګورگاني حكومت په درسته دوره كي دوام درلود. د همدې حقايقو په رڼا كي بابر په ۱۲۲۶كال كي وروسته له هغه چي د پاڼي پت ميدان يې وګاټه، ډهلي ته د خپلي واكمنۍ د مركز په لېږدولو سره ښه پوهېده، چي د شمالي هند له ستراتيژيكي اډې نه د هند په ختيزو، جنوبي او جنوبي لويديزو سيمو باندي د تسلط لاره چي د بڼال، كشمير راجستان، دكن، كجرات، مالوه او خانديژ په شان سياسي او لښكري قوې په كي پراتې وې، ډېره اوږده او له ستونزو ډكه ده . نو ځكه په داسي حال كي چي تر خپلي مړيني، يعني ۱۵۳۰ كاله پوري يې په شمالي هند كي يوه كم سوري تړاڼه نيولې وه او حدود يې په شمال كي له پتنيې، سرهند، سيالكوټ او اټك او په جنوب كي له چاندرۍ، بيا نه موار او بنو نه تېرېده. (۱۰)
 په هند كي يې د خپل د ريحې، د قوي كولو لپاره د خپل قدرت مركز په خراسان اډه، يعني كابل او كندهار كي ليده. د هغه د قدرت برخه لا د هند په پراخه نيمه وچه كي د وسعت له نظره ډېره وړه وه، كه څه هم ستراتيژيكي اهميت يې زيات و، خو د دې ستراتيژيكي اډې اهميت د پنجاب او خيبر له لاري له كابل او كندهار سره د ارتباط په ساتلو كي پټ و، ځكه چي د هندي بېلو، بېلو قوتونو په وړاندي د ماتو په صورت كي يې د خراسان په ساتلو سره واكمني خوندي پاتي كېده او په دې هكله بابر له خپلي ستري ماجراغوښتني سره، سره ډېر په احتياط چلند كاوه. وروستيو پېښو دا خبره ثابته كړه، ځكه كوم وخت چي همايون په ۱۵۴۰كال كي د سوري شېرشاه په وړاندي ماتې وخوړه او د هند پرېښودو ته مجبور شو، نو په افغانستان كي ګورگاني واكمنۍ خوندي پاتي شوه او كه څه هم همايون په لومړي سر كي د خپل ورور، كامران له لاسه د دې واكمنۍ د مسند په نيولو بريالى نه شو، خو بيا يي د لسو كلونو خونړيو جړو په نتيجه كي د كابل صوبه وګټله او له همدې ځايه و، چي له خپلي ماتي نه پنځلس كاله وروسته يې يو ځلي بيا د خپل پلار په پله گام كښېښود او د افغانستان په ستراتيژيكي طاقت يې د ډهلي تخت تر لاسه كړ. په دې توگه په هند كي د كورنيو عواملو سياسي، اقتصادي او ټولنيز ديناميزم، د گورگاني واكمنۍ په درسته دوره كي د افغانستان په سيمو باندي د هغه حكومت سياسي، اقتصادي او ستراتيژيكي اتكا ورته ډېره ضروري گرځولې وه، چي د دې سيمي او ورسره تړلو ستراتيژيكي لارو ارتباطي كړيو، د ساتلو لپاره نوموړي واكمن د خپل توان تر وروستۍ پولي پوري جڼېده.
 د دې كورنيو عواملو په څڼ كي د ګورگاني واكمنۍ، د سياسي او ستراتيژيكي تمايلاتو په جوړښت كي هغو بهرنيو عواملو هم ستره اغېزه درلوده، چي له هند نه بهر له نورو سترو واكمنيو سره د سياسي او ستراتيژيكو اړيكو په مسئلو پوري اړوند وو. په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ كي چي ګورگاني واكمنۍ، د افغانستان او شمالي هند له حساسي ستراتيژيكي سيمي نه د خپل تسلط مڼولي د هند د نيمي وچي په پراخو سيمو باندي ټنيګولې، د ايران صفوي واكمنۍ، په تېره بيا وروسته له هغه چي شيبانيان يې د افغانستان په شمال او لويديځ كي مات كړل، ستر قدرت وموند. په ماوراء النهر كي د شپاړسمي پېړۍ په دوران كي شيباني حكومت او په اوولسمه پېړۍ كي جنيدي استراخاني واكمني مسلط طاقت و، چي د امو په جنوب كي يې په بلخ او ورسره تړلو سيمو باندي هم نفوذ درلود او د هندوكش په جنوبي برخو باندي يې د تسلط تمه هېڅكله له زړه ونه ايستله.
 په دې ډول د دې دوو پيړيو په ترڅ كي افغانستان د درېيو فيوډالي واكمنيو، د رقابتونو او پراختياغوښتنو د پرله پسې هلو ځلو ډګر ګرځېدلى و، چي د سياسي، ستراتيژيك، اقتصادي او تجارتي گټو په سر باندي يې همېشنى كش او كړپ روان و.
 په دې ترڅ كي د دې درې واړو تېري كوونكو او پراخيتا غوښتونكو رقيبو قدرتونو په منځ كي چي په سياسي او پوځي عمل كي يې د واكمنو طبقو ګټي لټولې، تسلط او نفوذ درلود. له يوې خوا د جغرافيايي تماسونو او له بله پلوه د ګټو، د تصادف په نتيجه كي پوځي نښتي او جڼي عمل (په بله وسيله د سياسي عمل، د دوام په توگه) يوه بالقوه غوښتنه او تمايل و، چي د شرايطو له ډلي نه له پروفيسر رايت د جڼ د څېړني په بنسټ (۱۱) جغرافيايي واټن له منځه تللى و، په داسي حال كي چي د سولي او پخلاتوب د شرطونو د بېلو، بېلو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اړخونو په منځ كي واټنونه زيات او خلاگاني پراخې وي. دې وضعيت د نوموړو واكمنيو په اړيكو كي په قوه باندي د متكي سياست (Power politics) تسلط ټينګ كړى و، چي د قدرت د توازن (Power Equilibrium) په له منځه تلو سره د هغوى په منځ كي د جڼ پېښېدل حتمي و، نو په دې وجه د بالقوه جڼي تصادم په حالت كي تل د دې قواوو له خوا هڅه كېده، چي خپل موقعيت د بل په وړاندي قوي وساتي. په دې ترڅ كي د متحدينو د پيدا كولو، د اقتصادي او تجارتي امتيازونو تر لاسه كولو، د ستراتيژيكو برترو جغرافيايي سيمو د لاسته راوړلو او حتى دايديولوژيك نفوذ د خپرولو په اړخونو كي رقابتونه همېشني او د سولي او جګړې په دوران كي جاگېرونو، سركاري زر او لښكري زور له لاري د سيمه ييزو قبايلي مشرانو، د ملري كولو لپاره په ستراتيژيكي لارو او ورسره تړلو ستراتيژيكي اډو باندي د نفوذ او كنټرول، د ساتلو په مقصد د هندوكش په شمال كي د دفاعي ستراتيژيكي پولو د خوندي ساتلو او د كندهار تر لاسه كولو په لاره كي تر سره كړي دي او حتى په داسي شرايطو كي چي د مرټه وو او راجپوت قواوو په دوامداره توگه د هند په نيمه وچه كي د ګورگاني امپراتورۍ طاقت د مبارزې ډګر ته ورباله، د ډيلي سياسي او ستراتيژيكي اساس پاملرنه لويديځ ته ځيره وه، چي يوې خوا د هند دروازې د رقيبو قدرتونو په وړاندي خوندي وساتي او له بله پلوه د افغانستان له لښكري، سياسي او اقتصادي منابعو نه بې برخي پاتي نه شي.
 په خراسان كي د ګورگاني واكمنۍ د نفوذ د خوندي ساتلو په هكله د بابر شاه تمايل د بابر نامې په ډېرو پاڼو كي انعكاس كوي. همايون لس كاله د پرله پسې او خونړيو جړو په بيه خپل نفوذ بيا په بدخشان او كابل كي ټينګ كړ او دا يې اكبري مولف، ابوالفضل علايي د اكبر په زمانه كي په دې ياد داسي ليكي: ?خرد پژوهان باستان كابل و قندهار را دو دروازه هندوستان بر شمرند، ازيكى به توران بروند و از دېري به ايران و از ڼهبانى اين دو فراخناى هندوستان از بېانه ايمنى، يابد و نيز جهان نوردى بدين دوراء سزاوار?. (۲)
 د دې سياسي او ستراتيژيك تمايل په چوكاټ كي د ابا سيند، د لويديځي غاړي سيمي چي د پښتنو قبايلو وطن دى، د هند او خراسان په منځ كي د مهمي ارتباطي كړۍ په توگه ستر اهميت درلود. خيبر، كورمه او بولان د ختيځ په لوري د لښكري يرغل د څپو لپاره له ډېرو لرغونو زمانو نه هغه طبيعي پلونه وو، چي د تجارتي او ستراتيژيك ارتباط اساسي ټكي گڼل كېدل. په خپله افغانستان د تاريخ له لومړنيو دورو نه د طبيعي جوړښت او جغرافيايي موقعيت له مخي داسي و، چي د سترو لښكري پراختياغوښتونكو قواوو په سياست او ستراتيژۍ كي يې د هند په لوري د پرمخټ ستراتيژۍ، د شمال په لوري يې دفاعي ستراتيژۍ او د لويديځ په لور يې د توازن ستراتيژۍ تشويق كوله.
 د دې واقعيت په جوړښت كي د خيبر، كورمي، بولان او په عمومي توگه د ابا سيند، د لويديځو غرنيو سيمو اهميت خورا زيات و، ځكه له هند سره د كابل او كندهار د سيمو ارتباط يوازي په همدې لارو باندي د حاكميت په اثر ترلاسه كېداى شو. دې مسئلې په نولسمه پېړۍ كي د اڼرېزي استعمار د عملي سرحد (scientific frontier) د استعماري فرمول په طرح كي هم اغېزه درلوده او حتى په هند باندي د بريتانوي استعمار، د تسلط په دوران كي د بريتانوي هند لښكري وضع الجيش هم د همدې واقعيت تر اغېزي لاندي راغلى و. په دې مانا چي د بريتانوي هند ټول وسله وال پوځ اساساً د دوو اردوگانو په چوكاټ كي تنظيم شوى و. په شمال كي د بڼال اردو، د بڼال، اله آّباد ډهلي، لاهور او پېښور په كرښه كي چي خيبر ته ورڅېرمه و او په جنوب كي د بمبيي اردو د جنوبي هند، حيدر اباد، سند او سيوۍ په كرښه كي چي مخه يې بولان ته وه، ځاى په ځاى شوي وو، په داسي حال كي چي د راجپوتاني صحرا د دواړو په منځ كي د طبيعي مانع په توگه حايل وه (۱۳)
 نو په عمومي ډول، د ګورگاني واكمنۍ دې سياسي او ستراتيژيكي تمايل په طبيعي توگه د هند او خراسان په منځ كي ستراتيژيك ارتباط يو اصلي او حتمي شرط گرځېدلى و، چي په خوندي لارو او د هغو په اوږدو كي په اوپراتيفي اږو باندي كنټرول په كي شامل وو، دې شرط د خيبر او بولان له لاري اهميت په تجارتي ارزښت سربېره، د ستراتيژيكي غوښتنو له مخي ډېر مهم گرځولى و او په تېره بيا د خيبر لاره د دوو عمده دليلونو له مخي ګورگاني حكومت ته ډېره مهمه وه:
 لومړى دا چي د خيبر لويه لاره يوه جاده نه وه، بلكي يو او پراتيفي استقامت و، چي د لښكري سوقياتو لپاره يې په دواړو خواوو كي نوري لاري هم موجودي وې، چي كه څه هـم د خيبر له لاري په شمال كي د كړيې غاښي لاره او په جنوب كي يې د بازار د درې او د كورمي لاري وې، چي د خيبر، د تړل كېدو په وخت كي د لښكري سوقياتو لپاره ترې كار اخيستل كېداى شو. لوكهارت داراكلي له خولې، چي له نادر افشار سره د هند په سوقياتو كي ملرى و، ليكي: ?كوم وخت چي نادر واورېدل، پښتنو د خيبر دره د هغه په مخ تړلې ده او نه شي كولاى دغه قوي سڼر مات كړي، نو له باريكاب نه يې د جنوب په لوري خپله لاره بدله كړه او د څڅوبي غاښي او بازار درې لاري يې د خيبر له جنوبه يو اړخيز مانور اجرا كړ او له دې لاري نېغ علي مسجد ته ووت او د شا له خوا يې د خيبر په سڼرونو يرغل وكړ?. (۱۴) همدارڼه د اورڼزېب، د واكمنۍ په ترڅ كي مهابت خان په ۱۶۷۳او شجاعت خان په ۱۶۷۴كال كي د كپې د غاښي له لاري او لږ څه وروسته اغوخان، بازار د درې له لاري ګورگاني پوځونه سوق كړل. (۱۵)
 برسېره په دې د خيبر او پراتيفي استقامت په اوږدو كي ستراتيژيك مهم موقعيتونه، لكه اټك، نوښار، پېښور او كوهاټ پراته وو، چي د لويو لښكرو د ستراتيژيكي تاميناتو لپاره مساعد وو.
 دويم دا چي د خيبر استقامت په مستقيم ډول شمالي هند ته ورڅېرمه و، چي هلته د ګورگاني واكمنۍ، د قدرت مركز او د ستراتيژيك ارتباط لنډه لار وه، په داسي حال كي چي د بولان او پراتيفي استقامت مستقيماً كوز هند ته متوجه و او يوازي د يوه اوږده قوس په پرې كولو سره يې د شمالي هند له لويي لاري سره ارتباط ټينګاوه، هغه هم د ابا سيند د غاړو په اوږدو كي او دا ځكه چي له هغه نه ختيځ پلو ته د راجپوتاني صحرا واقع ده. دې سياسي او ستراتيژيك تمايل چي د پښتونخوا په هكله يې په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ كي د هند، د ګورگاني حكومت په سياست او ستراتيژي بنياد اغېزه درلوده، د پېښور د جلي ستراتيژيك اهميت يې په خاص ډول او د ابا سيند، د لويديځي غاړي د سيمو ستراتيژيكي اهميت يې په عام ډول زيات كړى و. په دې وخت كي د اټك او خيبر، د لويي لاري په شمال كي يوسفزي او په جنوب كي يې د ابا سيند نه د لويديځ په لور خټك او بڼښ اوسېدل او د خيبر په شا و خوا كي اپريدي، مومند او شينواري اباد وو، ځكه نو د خيبر دره او پراتيفي استقامت په شا و خوا كي ګورگاني حكومتونه د خپل سكري او سياسي نفوذ په ارتباط په لومړۍ كرښه كي له همدې قبيلو سره مخامخ وو.
 (نور په بله ګڼه كي )
 اخځليكونه:
 ۱. د خوشال خان كليات، د دوست محمد خان كامل په مقدمه او شرح، د پېښور چاپ، 1960كال،220مخ (وروسته له دې د كليات په نامه معرفي كېږي).
 Raymand Aron, Paix ET Guerre Enter Les Notions, Paris, P _ 56
 
1. كليات ، 542 مخ
 2. كليات ، 431 مخ
 3. افضل خان خټك : تاريخ مرصع، د دوست محمد خان كامل په مقدمه او تصحيح (وروسته له دې د مرصع په نامه معرفي كېږي) پېښور، 1974 كال، 266،267او 270مخونه.
 4. The Cambridge History of India, vol 3, Turks and Afghans, p_ 40
 5. Alfred David , Indian Art of war, Delhi, 1953, p_ 64
 6. Lockhart, Nadir Shah, London , 1938, P _ 125
 7. Ishwari Prasad, The Life ad Times of Humayun, Calcutta, 1955 _ 22
 8. Wright Q, A study do war , Chicago, 1942, PP 50_ 210
 9. ابوالفضل علامي . ايين اكبري\" دنوولكشور چاپ\" 1310 هـ ، دوهم ټوك 192مخ
 10. The Cambridge Itistory of ndia , vol 1, pp 29 ? 30
 11. Lockhart, Nadir Shah , London , 1938 , P ? 177
 Sarkar, History , of Aurangzib , pp 265 ? 276

دميوندمجلې څخه په مننه