د قـمـرګـلې سـلـګۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3261
پيرمحمد کاروان
دخبریدو نیټه : 2005-07-17

زه لا ماشوم ومه چې سندرې مې خوښېدې. ډېر لوى ارمان مې و، چې كاشكې موږ هم راډيو درلوداى. خو دا ارمان مې نه پوره كېده. يوه ورځ مې د كلي دكان ته په لمن كې غنم راوړي وو چې پتاسې پرې واخلم. غنم مې د دكاندار په تله كې ورتوى كړل او زه په راډيو كې د قمرګلې سندرې ته غوږ شوم.
 قمرګلې دا سندره ويله:
 په ما مينه وى، سترګې دې سرې دي
 او نن خو دې ډېر ژړلي دينه ___په ما مينه وى
 دا سندره په ډېر ژړغوني اواز ويل كېده او په سندره كې د قمرګلې مترنمه سلګۍ ورګډه وه. پر ما يې زښت زيات اثر وكړ، بېخي سندرې له ځان سره وړى وم. دكاندار راباندې غږ كړ:
 _ ?ماشومه! په څه سوچ كې لاړې؟ هه واخله، پتاسې دې?.
 ما په لمن كې پتاسې راواخيستې. يوه پتاسه مې خولې ته واچوله او د دكان تر دروازې دباندې د قمرګلې سندرې ته غلى ودرېدم. تر پتاسې خوږه سندره پايته ورسېده او زه د پتاسو له لمنې سره كور ته راغلم. بيا به مې همېشه د قمرګلې دا سندره چې:
 په ما مينه وى، سترګې دې سرې دي
 او نن خو دې ډېر ژړلي دينه___ په ما مينه وى
 له ځان سره زمزمه كوله. تاسې به يې ونه منئ چې په هماغه ماشومتوب كې تر پتاسو زيات پر سندرو مين شوم. وختونه واوښتل، زمانې تېرې شوې، پاچهۍ واوښتې، حكومتونه بدل رابدل شول. لنډه دا چې پر وطن روسان هم راغلل. يو شى چې پر خپل ځاى پاتې شو، هغه زما له سندرو سره مينه وه.
 د جنګونو په ټس او د خونړيو بمونو په لوګيو كې موږ هم له كلي څخه غره ته راغلو. ښوونځي، وظيفې، تعليمونه او كتابونه پاتې شول. د غواوو او مېږو شپون، د ځمكې بزګر او د اوښانو اوښبه شوم. كله غره ته اوښ بېولى، په لرګيو رابار، كله د غنمو په لو لګيا او كله هم د غواوو او مېږو په څړ پسې ځنګل ته راغلى. لنډه دا چې هر چېرې به چې تلم، كوچنۍ راډيو به راسره وه. د ځنګل د مرغانو د نغمو تر څنګ به مې د راډيو سندرې هم اورېدې.
 د چوركونډي د لوى ځنګله په غېږ كې يوه تكه شنه پراخه ورشو ده، چې نژدې د الوتكو د ميدان په اندازه ده. تر غرمې وروسته به موږ شپنو خپلې رمې همدې ميدانۍ ته راوستلې. غواوې او مېږې به په څړ بوختې شوې او موږ ستړو شپنو به د ونو تر سيوري لاندې ډډې وهلې او رمې به مو له ليرې څارلې، چې پړانګ او يا لېوه يې ونه داړي.
 يوه ورځ ټكنده غرمه وه، چې په راډيو كې قمرګلې، د حمزه بابا مشهور نظم ?راځه چې يوه جوړه كړو جونګړه په ځنګل كې? زمزمه كاوه. دا نظم او د قمرګلې دا خوږ اواز له همدې تكې شنې ورشو او چاپېره لوى ځنګله سره، ډېر مناسب لګېدلى و. په زړه كې راتېر شول: ارمان چې له يوې سندرمارې ښاپېرۍ سره مې همدلته جونګړه واى. ارمان چې ټول هغه څه چې قمرګله يې په خپل بلبلي غږ د حمزه بابا له قوله وايي، دا ټول مې په سترګو ليداى او د زړه په لاسونو مې لمس كولاى. د غره او ځنګله په غېږو كې راته هرڅه سندره- سندره كېدل. د شاهين شغ، د غرنۍ بلبلې غږ او د زاڼو قلقلې. په دې منځ كې كله ناكله د الوتكو غړمبا هم راتله او يو نيم بم يې هم غورځاوه. كله ناكله كلي ته هم راتلم.
 كله ناكله د جنګ تاوده مورچل ته هم تلم. د سر په سترګو مې وليدل چې د جګړې اور، شنه فصلونه وسوځل. الوتكې زموږ پر كلي راغلې، زلمي يې شهيدان كړل، زاړه يې شهيدان كړل، ښځې او ماشومان يې شهيدان كړل. زموږ د كلي د هيليو د ډنډ اوبه يې ووژلې. د ګودر د غاړې چنار يې ارې- ارې كړ. د كلي د جومات پر دېوالونو د بمونو ټوټې ولګېدې. زما له سندرو سره مينه يې هم زخمي كړه، خو ويې نه وژلاى شوه. د سندرو له همدې زخمي مينې سره پېښور ته رامهاجر شوم.
 پېښور د جوماتونو او اذانونو وطن و. د ترنم وطن و. تغزلي او سندريز و.
 يوه ورځ مې شاعر ملګرى افضل ټكور له كابل څخه پېښور ته راغلى و. نوى- نوى نامزد شوى و. د كوژدې په خوشحالۍ كې يې صفيه جانې (صفيې صديقي) په خپل كور كې د خوشحالۍ محفل جوړ كړى و. زه هم دې محفل ته ورغلى وم. كه ګورم چې قمرګله سندرې وايي. ياران چاپېر ناست وو. له ما سره مې خپل ماشومتوب هم تر څنګه ناست و، چې لمن يې د پتاسو پرځاى د قمرګلې له سندرو ډكه وه. زما په سترګو كې اوښكې وې. قمرګلې د سندرو ويلو پر وخت موسكي- موسكي او مهربان راكتل. لكه مهربانه استاده، چې خپل ماشوم شاګرد دلاسا كوي.
 په ما مينه وى، سترګې دې سرې دي
 او نن خو دې ډېر ژړلي دينه __ په ما مينه
 د دې سندرې وار شو. ما ته ژړا راغله، په زړه كې خپل كلى او خپل ماشومتوب راوګرځېد. قمرګلې موسكي راوكتل. ما هم له اوښكو په ډكو سترګو وروكتل. لكه يو مرور ماشوم چې له خپلې مور سره د پخلا كېدو تلوسه لري، كټ مټ همداسې.
 د قمرګلې د سندرو څپې پسې وغزېدې. د سندرو ويلو پر وخت يې موسكي كاته هم پسې ډېر شول. موسكا يې دومره ښكلې وه، لكه يوه مور چې زلمي زوى ته د ده د خوښې پر نجلۍ د مركې خبره وكړي. زما په زړه كې د موسيقۍ د يوه پوه خبره راوګرځېده:
 هغه ويلي وو: ?كله چې يو لوى سندرغاړى په يوه ګڼ محفل كې سندرې وايي، نو په محفل كې شا و خوا ګوري. يو داسې څوك لټوي، چې د ده سندرې د زړه په غوږونو اوري. كله چې داسې څوك پيدا كړي، نو د سندرو ويلو امد يې ډېرېږي. بس هغه ته موسكي- موسكي ورګوري او په ټول قوت سندرې وايي?. د موسيقۍ دې اورېدونكي ته حسن رهګذر وايي. نو زه هم نن د قمرګلې د سندرو حسن رهګذر وم. قمرګلې د سندرو او موسكا په زور زما د ماشومتوب ارمان، زما مخې ته درولى و.
 يا خدايه! په دې هنر كې څومره زور دى. دا خبره لكه د قمرګلې سندره په زړه كې راوګرځېده. نن زموږ د ټولو د زړونو پر غاټولو د قمرګلې د ترنم باران اورېده. د سندرو په منځ- منځ كې به قمرګلې په مستانه انداز چغه كړه:
 ?راځه چې يوه جوړه كړو جونګړه په ځنګل كې?
 ټولو چكچكې كړې. دا سندره نه وه، د سرو زرو لينده وه او زه يې په يوه وخت كې لكه دوه غشي يوه، يوې خوا ته او بل، بلې خوا ته په هوا كړم. دلته نژدې د پېښور د ډبګرۍ په يوه جونګړه كې د حمزه بابا سر ته ولاړ يم. حمزه بابا دا د غزل زمرى بيمار پروت دى او د غزلونو غزالان يې د خيال په غرونو او دښتو كې خواره واره دي.
 داسې ښكاري چې حمزه بابا د خيال او غزل شاعرانه جونګړې ته روان دى او د ابديت له معشوقې سره په هماغه جونګړه كې د دنيا له سترګو ځان پټوي. دا و هغه يو غشى چې په ډبګرۍ كې د حمزه بابا جونګړې ته رسېدلى و. دويم غشى د چوركونډي د ځنګل په هغه پراخه ورشو كې لګېدلى و. هغه ورشو چې د جنګ په شېبو كې مې رمې په كې څرولې. دا دى اوس بيا قمرګلې د خپل اواز په جادو د حمزه بابا د شعر په مرسته هماغې ورشو ته رسولى يم.
 له هغو تېرو شېبو سره مخ يم، چې د راتلونكي په باب مې په زړه كې شنه او سره باغونه جوړول او په خيال كې به مې د ورېښمو شنه او سره ټالونه زنګول، خو آه چې اوس خبرې نورې دي. نه مې سره او شنه باغونه ليدلي او نه مې د ورېښمو په ټالونو كې ماشوم ژوند ته ټالۍ وركړې دي. دا دى بيا وختونه بدل رابدل دي، حكومتونه اوښتي او پرځاى يې نوي ولاړ دي. روسان تللي او امريكايان راغلي دي. ژوند لكه د قمرګلې سلګۍ د درد په ستوني كې نښتى دى.
 خبره مې د قمرګلې د سلګۍ كوله. يو دوې مياشتې وړاندې له كابل څخه خپل كلي ته تللى وم. د بي بي سي راډيو له پښتو څانګې ولي عبدالله په ټلېفون كې له قمرګلې سره، چې نن سبا په امريكا كې اوسېږي، مركه كوله. ولي عبدالله ترې وپوښتل:
 ?قمرګلې! نن سبا ولې نوې سندرې نه وايې؟?.
 قمرګلې په ځواب كې وويل:
 ?ډېرې سندرې مې په زړه كې ګرځي، خو څوك راسره په موسيقۍ او كمپوز كې مرسته نه كوي?.
 ولي عبدالله وپوښتل:
 ?خو څوك، مثلاً څوك؟?.
 قمرګلې د پښتو ژبې د يوه ډېر خوږغږي سندرغاړي استاد شاه ولي نوم واخيست. نوموړي سندرغاړي نن سبا د استادۍ لقب هم ګټلى دى. قمرګلې سخته ګيله ترې وكړه. ولي عبدالله تسلي وركوله.
 قمرګله په ژړا شوه، سلګۍ- سلګۍ شوه او خبرې يې په سلګو كې وركې شوې. د قمرګلې سلګو او ژړا ما ته هم ژړا راوسته او د دې غرنۍ بلبلې په ياد مې يو شعرګوټى وليكه:
 
 ګلونو! په جرګه ورشئ بلبله مروره
 اواز يې اوښكې- اوښكې قمرګله مروره
 
 دا داسې يو اواز ته وا جادو نه راوتلى
 د غرونو د قُمري له كوكوكو نه راوتلى
 له زړه نه كه د شاتو له كندو نه راوتلى
 دا چا رانجه وركړي، چې غزله مروره
 اواز يې اوښكې اوښكې قمرګله مروره
 
 اواز د قمرګلې په اوبو كې ګلابونه
 ګډېږي په نرګسو په شبو كې ګلابونه
 شيخانو ته موسكي شي په تسبو كې ګلابونه
 له خپل جنتي غږ نه نو بيا څله مروره
 اواز يې اوښكې- اوښكې قمرګله مروره
 
 نيلى د نغمو زين راوله، راشه په ركاب كې
 كړه جوړه هنګامه په سرينده او په رباب كې
 ورګډه په څپو شه د سندرو په درياب كې
 موسكۍ شه، كه څه هم يې په زر ځله مروره
 اواز يې اوښكې اوښكې قمرګله مروره
 1382_12_17ل كال، خيرخانه مېنه، كابل