ګام په ګام لټون غیرفعاله کړئ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32991
تېمورشاه یوسفزی
دخبریدو نیټه : 2010-02-13

 


وینډوز ایکس پي  داخلي لټون پروګرام لري چي تاسو ته ددې توانايي په برخه کوي  ترڅو فایلونه ، پوښۍ او پروګرامونه خپل په کمپيوټر کي ولټوئ .

په خودکاره توګه  لټون پروګرام ستاسو ورکړل سوی فایل ، پوښۍ او یاهم پروګرام  د ګام په ګام پروسې له مخي لټو ي  او دشتون په وخت کي ئې په لاس درکوي ، البته داپروسه  که څه هم  پڅه ګڼل کیږي ، خو په ډېر دقت سره ئې څاري  .

بعضي کمپيوټر کاران بیا دغه خصوصیت نه خوښوي  او غواړي چي لټون ئې سرسري او تېز وي .
که تاسو هم دغه ډول خصوصیت او پروسې څخه غواړئ خپل لټون ترسره کړئ ، لاندي مطلب ته عملي جامه واغوندئ .

۱:- سټارټ مېنو کلیک کړئ .
۲:- د Search پروګرام راخلاص کړئ .
۳:-  د  Search Companion له کړکۍ څخه دChange  Preference پيوند کلیک کړئ .
۴:-  اوس د  Changese Files and Folders Search Behavior پیوند کښېکاږئ .
۵:- د Advance راډېو تڼۍ (Radio ) انتخاب کړئ

۶:- د Ok تڼۍ کښېکاږئ .

 

 

تېمورشاه یوسفزی

۲۰۱۰/۰۲/۱۴