دغیرفعاله آیکنونو ښکاره کول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33029
تېمورشاه یوسفزی
دخبریدو نیټه : 2010-02-14


که تاسو خپل پرکمپیوټر ډېرپروګرامونه انسټال کړي وي ، دابه درته څرګند ه سوې وي چي دوینډوز په ښي لاس کي چي په انګرېزي ژبه ورته آیکن ترې (Icon Tray) ویل کیږي ، پټ پاته سوي وي ، البته دغه آیکنونه چي دوینډوز په ښي اړخ کي پټ پاته سوي ، د پروګرامونو لپاره دشارټ کټ په صفت کارول کیږي .
ددې لپاره چي پټ  سوي پروګرامونه درته وښودل سي  باید دکمپیوټر دتنظیماتو څخه د Hide Inactive Icons خوښ بکس غیر فعاله کړئ .
ددې خوښ بکس دلیدو او غیرفعاله کولو لپاره :
۱:-  سټارټ مېنو کلیک کړئ .
۲:- کنټرول پانل  راخلاص کړئ .
۳:- دکنټرول پانل له پروګرامونو څخه د Taskbar and Start Menu کلیک کړئ ترڅو راخلاص سي .
یادونه : ددې پروګرام خلاصولو لپاره څو طریقې شته ، چي ترټولو آسانه  او ساده طریقه ئې پر Taskbar دښي لاس کلیکول دي .
۴:- له خلاصي سوي کړکۍ څخه د Taskbar  ټوپ کلیک کړئ .
۵:- دHide Inactive Icons جعبې (خوښبکس) څخه د ټیک مارک علامه لیري کړئ .

۶:- د Apply  او بیا د Ok تڼۍ دموس په ذریعه کښېکاږئ .

 

 

تېمورشاه یوسفزی

نېټه

۲۰۱۰/۰۲/۱۴