خپل کمپيوټر ته تېزوالی وبخښئ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33070
تېمورشاه یوسفزی
دخبریدو نیټه : 2010-02-15

 

کمپيوټر کي بعضي انسټال سوي وینډوزونه له لږ  وخت وروسته یوڅه پڅ سي ،او هرفایل یا مېنو چي راخلاصوئ  باید ورته صبر وکړئ.
ددې لپاره چي مېنو ګاني ، فایلونه ، پروګرامونه او ... یوڅه ژر راخلاص سي ، دغه لاندي کار ترسره کړئ :

۱- My Computer ښي لاس کلیک کړئ .
۲:- له ښکاره سوي مېنو څخه د Properties کمانډ انتخاب کړئ .
۳:-  د System Properties کړکۍ څخه د Advanced ټوب انتخاب کړئ .
۴:- د Performance څخه د Settings تڼۍ کښېکاږئ او له ښکاره سوي کړکۍ څخه دغه لاندي کمانډونو څخه د ټیکمارک علامه لیري کړئ .

Fade or slide menus into view
Fade or slide ToolTips into view
Fade out menu items after clicking
Show Shadows under menus
Slide open combo boxes
Slide taskbar buttons
Use a background image for each folder type
Use common tasks in folders

کله چي پورتني کمانډونو څخه ټیک مارک ایسته کړل سو ، د Ok او بیا داصلي کړکۍ څخه د Apply او وروسته ئې دok تنۍ دموس په ذریعه کلیک کړئ .

 

تېمورشاه یوسفزی
نېټه
۲۰۱۰/۰۲/۱۵