په ډېري آسانۍ سره وینډوز مسینجر غیرفعاله کړئ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33071
تېمورشاه یوسفزی
دخبریدو نیټه : 2010-02-15

 

ډېریو کمپيوټرانو کله چي وینډوز دلومړي ځل لپاره راپورته کیږي ، وینډوز مسینجر Windows Messenger په اتومات ډول بېله داچي تاسو ورڅخه کار واخلئ مخي ته درېږي ، اوبل داچي ددې مسینجر څخه اوسمهال ډېری خلک کار نه اخلي ، نوددې لپاره چي دغه پروګرام څخه کار نه اخیستل کیږي ، اړینه ده  چي باید غیرفعاله سي .
دغیرفعاله کېدو لپاره ئې دغه آسانه کار ترسره کړئ :

لومړی : د C ډرایو ته ولاړسئ .
دوهم : له دې پوښۍ څخه د Program Files پوښۍ کلیک کړئ .
درېیم : له Program Files پوښۍ څخه د Messenger پوښۍ نوم و MessengerOff ته واړوئ .

 

تېمورشاه یوسفزی

نېټه

۲۰۱۰/۰۲/۱۵