مایکروسافټ وینډوز کله وړاندي سو؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33513
تېمورشاه یوسفزی
دخبریدو نیټه : 2010-03-02

 

 

د ۱۹۸۳ کال په نومبر میاشت کي دلومړي ځل لپاره مایکروسافټ وینډوز اعلان سو .

د ۱۹۸۵  کال په نومبر  میاشت کي دمایکروسافټ وینډوز لومړۍ نسخه (۱.۰) بازار ته وړاندي سوه .

د۱۹۸۷ کال په اپریل  میاشت کي دمایکروسافټ وینډوز دوهمه نسخه (۲.۰) بازار ته وړاندي سوه .

د ۱۹۹۰ کال په مې  میاشت کي دمایکروسافټ وینډوز درېیمه نسخه (۳،۰ ) بازار ته وړاندي سوه .

د ۱۹۹۲ کال  په  اپریل  میاشت کي دمایکروسافټ وینډوز (۱ ، ۳) درې اعشارې لومړۍ نسخه بازار ته وړاندي سوه .

د ۱۹۹۵ کال په اګسټ میاشت کي وینډوز ۹۵ بازارته وړاندي سو .

د۱۹۹۸ کال په جون میاشت کي وینډوز ۹۸ بازار ته وړاندي سو .

د ۱۹۹۹ کال په مې میاشت کي د ۹۸ وینډوز دوهمه ایدیشن بازار ته وړاندي سو .

د ۲۰۰۰ م کال په جولای میاشت کي د وینډوز مي (Windows Me ) په نامه نسخه ئې بازار ته وړاندي سوه .

د ۲۰۰۱ م کال په فیبروري میاشت کي وینډوز اکس پي بازار ته وړاندي سو، چي وروسته څو کلونو بیا ویستا وړاندي سوه .

 

 

تېمورشاه یوسفزی

۲۰۱۰/۰۳/۰۲