څنګه په Blogger.com کي وړیا ویب لاګ جوړلی سم ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33952
تېمورشاه یوسفزی
دخبریدو نیټه : 2010-03-17

 

 

دانټرنیټ اکسپلورر بروسر په ذریعه د Blogger.com ویب سایټ راخلاص او د Create  a Blog تڼۍ تري کښېکاږئ  ترڅو دنوي ویب لاګ جوړلوپروسه پيل سي

دوهم ګام :

دګوګل يو اکونټ جوړ کړئ

که تاسو دګوګل اکونټ نه لرئ، باید لومړی یو اکونټ جوړ کړئ او ورسته دغه فورمه (انځور ۲)  داړینو مالوماتو له مخي ډکه کړئ .
دې فورمه کي غوښتل سوي مالومات په دې ډول دي :
Email Address: - دې خونه کي باید مخکي جوړ سوی یو اکونټ ټایپ کړئ .
Retype Email Address :-  هغه ایمیل ادرس چي د Email Address په خونه کي مو ټایپ کړی وي هغه باید  دې خونه کي هم ټایپ کړئ .
Enter a password: - دې خونه کي دایمیل اړوند پسورډ ټایپ کړئ.
 Type password again :- ورکړل سوی پسورډ دوهم ځلي بیا دې
خونه کي ټایپ کړئ .

Display Name: - دلته یو نوم ټایپ کړئ.


Email Notification: - که غواړئ چي د دویب لاګ جوړوني دویب سایټ
په هکله تبلیغاتي خبرتیا وي ، مالومات او داسي نور ... خپل دایمیل په
ذریعه لاس ته راوړئ ، دغه خوښ بکس انتخاب کړئ .
Birthday: - دې خونه کي خپل زوکړي نېټه ټایپ کړئ.

بېلګه : 01/01/1984

Word Verification: -   دلته لاندي درکړل سوي انځور کي توري (یاهم کلیمه) ټایپ کړئ.
کله چي فورمه ډګه سوه ، له لاندي برخي څخه د I accept the Terms of Service خوښ بکس انتخاب او د Continue تڼۍ ته د موږک په ذریعه فشار ورکړئ .

 

دې برخه کي (انځور ۳) خپل ویبلاګ لپاره یو نوم انتخابوئ ، داسي نوم چي مخکي کارول سوی نه وي .

 

دې کړکۍ کي دغه درې کارونه باید سرته ورسوئ .

۱:- د Blog Title په خونه کي دویب لاګ لپاره یو نوم ټایپ کړئ ، البته کله چي ویب لاګ په کوم بروسر کي خلاصوئ دانوم به دهغې په تایټل بار کي ښکاره کيږي .

۲:- د Blog Address (URL) په خونه کي خپل دویب لاګ لپاره باید یونوم ټایپ کړئ ، البته داسي نوم چي مخکي دکوم کس لخوا نه وي کارول سوي .

۳:- د Continue تڼۍ کښېکاږئ .

یادونه : blog address د ډومین نوم په نامه هم یادیږي .

څلرم ګام :-

دې ګام کي خپل دویب لاګ لپاره یوه څېره (ټیمپلیټ ) انتخابوئ ، دسکرول بار په ذریعه صفحه کښته او پورته کړئ او دخپل دخوښي وړ ټیمپلیټ تري انتخاب او د Continue تڼۍ کښېکاږئ

پنځم ګام :-

مبارک مو سه!

ستاسو ویبلاګ جوړسو ، اوس کولای سئ چي خپلي لیکني او تغیرات پکي راولئ