اتل جنرال غازي محمدجان خان وردګ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40399
محمد سلیمان خرم وردک
دخبریدو نیټه : 2010-11-21

 محمدجان خان وردګ دافغان غازي ټولنې يونوميالي غازي دي چې دافغان انګليس په دويمه جګړه كې يې دتورې ځلاداستعمار ګرانګليس سترګې وبريښولې اودنورواتلواوغازيانوپه ملتيايې تېښتې ته اړكړل.

محمدجان خان وردګ دوردګو ولایت دجغتو ولوسوالیْ په بیدمشک كې دنيا ته راغي په همدې غازي اوشهيدپاله ټولنه كې لوي شو،بياوروسته دهېواداوهېوادوالودخدمت اودفاع لپاره پوځ ته لاړاودتوپ خانې دجرنيلۍ منصب ته ورسيده. .

كله چې د(۱۸۷۹) زيږدي كال په مۍ كې انګريزان كابل ته ننوتل محمدجان خان وردګ له يو ټولي عسكروسره دكوهستان له لارې راغي،پرآسمايي غره كې يې په انګريزانوبريدوكړاوله دې وروسته جرنيل محمدجان خان په غازي محمدجان خان وردګ يادشو.
خوڅنګه چې دغه مهال يې دجنګ لپاره ټولى كوچنى وه،نوترسختې جګړې وروسته يې بيرته وردګوته په شاه تګ وكړاوهلته يې له ملي اومذهبي مشرانولكه دغزني دشلګروملادين محمدچې په ملامشك عالم مشهور وو اودخوات له ملاعبدالغفور لنګري سره سلامشورې وكړې اوترسترلښكر تيارولووروسته (۱۸۷۹) زيږدي كال دډسمبر پرلومړۍ بياكابل ته راغي پرانګريزانويې بريدوكړ،تارو،مارو يې كړل اوسخته ماتې يې وركړه.

كله چې پر(۱۸۸۰) زيږدي كال عبدالرحمان خان اميرشو،مركزي حكومت ترټينګيدووروسته يې دغازيانودله منځه وړلوپه لړكې غازي محمدجان خان وردګ اوملاعبدالغفورلنګري د(۱۸۸۱) په وروستيوكې ددولت پرضددتوطيې په تورونيول اومزارشريف ته يې تبعيدكړل چې ډير ژرددغودواړودمرګ خبرخپورشو.

داسې ويل كيږي چې ددغه خبر دخپرېدوپرمهال غازي محمدجان خان اوملاعبدالغفورلنګري دامير عبدالرحمن په امربلخ ته نږدې په عبده كوتل كې ووژل شول اوس ددوي دواړو مزارونه څرګند نه دي ،خداى (ج)خبرچې په كومه بيديا به ددوي پرمزارغاټول ټوكيږي.