آیا ستاسو DVD یا CD ROMنور کار نکوی؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42422
شهیم نجات
دخبریدو نیټه : 2011-02-23

 

  آیا CD Rom مو عجیبه آوازونه کوی او یا ډیر وخت نیسی ترڅو ډیسک ولولی ؟ آیا ستاسو ډیسک سطحه ډیره زیاته خط شوی ؟ په دی حالت کی د حل لارڅه ده؟

حل لاره:

که چیرته ستاسو ډیسک خراب شوی وی نو مجبور نه هستی چی خپل ډیسک وغورځوی او نوی ډیسک له بازار څخه واخلی نو د پالش (صفا ) کولو لپاره صرف د غاښونو کریم او یو نرم دستمال ته ضرورت لری . لږ غاښونو کریم رواخلی او په دستمال ئی واچوی اوس په دایروی شکل ډیسک د دستمال پوسیله پالش یعنی صفا کړی د یو څو ځل حرکت ورکول وروسته په اوبو ئی ومینځی او د یونرم او پاک دستمال پوسیله ئی پاک کړی او خپل Cd Rom ته ئی داخل کړی او زر تر زره د هغه ډیسک یو کاپی واخلی.