سرطان د انتان لامل ګرځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43290
ډاکټر محسن هوتک
دخبریدو نیټه : 2011-04-03


سرطاني ناروغی انتاني ريښې نلري خو يو شمير انتانات شته چې د سرطان لامل ګرځي او يا هم د سرطان د پيدا کيدو خطر لوړوي.
په پرمختللې نړی کې تقريباْ ۲۲ فيصده مرګونه د سرطان له سببه وي او په صنعتي هيوادونو کې ۶ فيصده مړينه د مزمنو انتاناتو له وجې منځ ته راځي. د بيلګې په ډول هپاټيټس بي او يا هپاټيټس سي د ځيګر د سرطان لامل پيژندل شوي، د انسان د پپيلوما وايرس د سرويکل ناحي له سرطان سره اړيکې لري او هيليکوباکتر پايلوري وايرس د معدې د سرطان خطر لوړوي.
ځينې ميتودونه لکه واکسينېشن، د انتان درملنه او د سلوک بدلونونه به د ځانګړو خطري فکتورونو په کمښت کې موثر رول ولوبوي.