دبلخ والي دیوملیارډ ډالرو په ارزښت ملکیتونه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43644
دبېنوا - نوم پټ همکار
دخبریدو نیټه : 2011-04-25

که څه هم د افغانستان د مامورینو د امتیازاتو به اساس والیان د رتبې او څوکئ  په اساس څه باندي  لس زره افغانئ معاش لري اما د جمهور ریس کرزی د فرمانون به اساس تقریبا څلویښت زره افغانۍ نوري هم اورته د میلمستیا او دسترخوان به نوم  ورکرل کیږي.
او دا هغه پیسې دي چي د جمهور ریس څخه نولې بیا د دولت تر هر مامور پوري ټولو ته معلومي دي چي د مستوفیت لخوا هر میاشت په قانوني ډول دمعاش په شکل هر والي ته ورکول کیږي خو په افغانستان کي ځیني والیان بیا که وڅيړو یوازي په هغه موټرونو کي چي دوی پکښي سپریږي  لګښت ئې په نظر کي ونیسو د هر والي د ټولو عمر په معاش هم نه پوره کیږي . تاسي خپله فکر وکړی  د کندهار والي توریالي ویسا ته ۵ سپین ۲۰۱۰ ماډل  زدمرمۍ ګروزین موټرونه ولاړ دي دهلمند والي ته څلور ۲۰۱۰ ماډل  او اوس ئې دوه ۲۰۱۱ ماډل هم رانیولي  د فراه والي ته ۳ د هرات والي ته ۵  د زابل والي ته ۲ د غزني والي ته ۲ د سمنګان والي ه ۴ او د بلخ والي ته هم پنځه ۲۰۱۰ ماډل او یو ۲۰۱۱ ماډل  زرع کروزین ولاړ دي  همداسي نور والیان هم درواخله  چي  د هریوه  موټر بیه دسل زره امریکائې ډالره څخه نیولې تر یوسلو څلویښت زره ډالرو پوري رسیږي .مخامخ خو دا وائې چي دا دولتي دي خو کله چي له دندي لیري کیږي نو ټول دځان سره وړي او په کور کي ئې دروي .
دا دوالیانو د دارائې یوه هغه بیلګه ده چي دملت هرفرد په خبردئ او دملت مخي ته په همدې موټرونو کي کښته پورته کیږي نه دچا پټ دي او نه هم دپټولو شئ دی .

خو دلته موږ نن دبلخ دوالي دارئې او ملکیتونوڅیړو چي ان یوملیارډ ( زرملیونه ډالره ) ته رسیږي . او دا هغه پیسې دي چي نه دپلاره ورپاته سوي او نه هم په کمه مزدوری او کاروبار ګټل سوي دي بلکې یوازي په تیرو لسو کالو کي  د همدې ولایت د والي د چوکۍ  څخه په استفاده تر لاسه سوي  دي .

دبلخ دوالي ښاغلي عطا محمد نور پلار په همدې ښار کي یو عادي دوکاندار و چي دټول کال ګټه ئې ۱۰۰۰ امریکائې ډالره ته نه رسیده خو اوس ئې زوئ  په نړۍ کي د یوډیر لوی  سرمایه دار شخص په توګه یادیږي  .لاکن په افغانستان کي  په تیرو لسو کالو کي ډیرو وزیرانو او والیانو میلونه ډالره حیف کړي  چي دبلخ دوالي په څیر تر نن ورځي پوري نه د افغانستان دولت او نه هم ولسمشر کرزي تر اوسه  ددې پوښتنه ځیني کړې  ده چي دغه پیسې تاسو له کومه کړلې ؟ . په داسي حال کي چي د ولسمشر کرزي خپل ورونه محمود او ولي خان تر پورنه په امریکا کي په هوټلونو کي مزدوري کوله خو دکرزي په لس کلنه دوره کي دادي میلونران سول نو سړی دې نتجې ته رسیږي چي دکرزي ټول دولت له ماموره نیولی تر ولسمشره پوري په فساد کي تر کوپړیه غرق دی .

دبلخ دوالي دارائې :
دبلخ دوالي دارائې چي یوازي په مزار کي موږ په خبر یو په لاندي ډول ده  او هغه ملکیتونه چي په ازبکستان او نوره نړۍ کي ده رانیولوي دي تر اوسه ئې په حال یو خدای خبردی  .
کوم سیمي  چه تاسو ته موږ په مزار کي په ګوته کوو د نوموړي په اړه کوم ناروا  تبلیغ ندی بلکې  دا یو حقیقت دی هرڅوک کولای سي چي د یادو سیمو څخه لیدنه وکړي او په هکله يې د ځائې خلکو څخه معلومات تر لاسه کړي . زموږ دمعلوماتو لمخي چي موږ راټول کړي دي یوازي  په بلخ کي دښاغلي  عطا محمد نور ته منسوب  اوس مهال تر  ۵۰۰ زیات جایدادونه چي  شرعي قبالعې ئې  یا دده په خپل نوم دي او یا هم دده د میرمني ،ددو زامنو  اویو ې  لور په نوم په املاکو کي ثبت دي .

د ښاغلي عطامحمد نور د یوه زوئ نوم خالد (نور) دبل زوی نو ولید (نور ) او د لور نوم میترا (نور) دی .چي په همدی نومونو اوس تاسو ته  یو څو بیلګي بیانوو

۱- د خالد بن ولید په نوم یو ښارګوتئ :  چي دوالي لخوا ویشل سوی او اوس مهال په کی ۶۰۰۰ زره نمرې ویشل  سوي او هر یو نمره د ۸۰۰ ډالرو نه نیولې تر ۲۰۰۰۰ ډالر خرڅي سوي  او اوسنۍ بیه لسها زرده دالر ته جیګه سوې ده . په نوموړي ښارګوټي کي نژدې ۲۰۰ نمرې په اعلی موقیعت کي نوموړي دځان لپاره راګزځولي دي .

2- دباختر په نوم د سړک لاندي په یو عصري  مارکیت کي  تر ۲۰۰ دوکانونه دده په نامه دي .

۳- د سینا استدیو تر څنګ د بادامو مارکیټ  چي اوس دده ملکیت دی .

۴- د عجب خان په نوم پخوانئ  مارکیت څه اوس مهال په کي  کار روان دی او ویل کیږي چي ۵۰۰ دوکانونه په او پوړونو کي به جوړ سي هم دوالي دکورنۍ ملکیت ته داخل سوی دی .

۵- د نور بزنس سنتر څه ۸ پوړه دی او ۱۰۰ دوکانونه پکي دده  دي .

۶- د درمل پلورو مارکیت د مزار روغتون ته  مخامخ

۷-د نور د لایزرو کلینک

۸-د نور د تیلو شرکت د مزار په دروازه بلخ سیمه کي.

۹- د میترا نور په نوم څولوړ  پوړې  ودانۍ  چي  ویل کیږي  د ۴۰۰ کورنیو لپاره کورونه پکښي په څو ودانیو کي  جوړیږي او هره   ودانۍ ئې  ۸ پوړه ده .

۱۰- د مزار ښاروالۍ ته مخامخ لس پوړیزه نوی  ودانۍ چي د زرګرانو ترڅنک جوړه سوې او اوس  مهال  هم پکښي کار روان دئ . 

۱۱-د میترا نور ترانسپورتي شرکت چي تر  ۳۰۰ زیات کاماز بابري  موټرونه  لري .

۱۲- د میترا نور سرای د مزار کابل په لوی لاري باندي . 

۱۳ ـ د مزار پخواني سینما پر ځای جوړ  سوی نوی  مارکیټ چي  ۱۰۰۰ دوکانونه لری او څوبانګونه او د درمل پلورنکو شرکتونه په کي  موجود دي .

۱۴- خالد نور پمپ استیشنونه چي د مزار په ډيرو برخو کي موقیعت لري .

۱۵- د مولانا به نوم یو بنګله د مزار د امنیه قوماندنۍ  تر څنک .

۱۶ – د نوموړي  خپل کور چي پکښي اوسیږي  یوه څلور پوړیزه ودانۍ ده چي  د چوغدک په نامه سیمه ده  په دوه میلونه ډالره جوړه سوې او سنګار سوې ده .

۱۷- د ساسي دفتربه نوم دو لورړپوري ودانۍ د مزار ښار  به در وازه بلخ سیمه کي دي .
 
۱۸ –د اختر ابراهیم خیل کور شاته یو سرای چي درې  جریبه ځمکه ده او د شولګره استګاه پکښي  جوړه سوی ده .

۱۹-د ولایت شاته د قاضیانو په کوڅه کي یو لوړ پوړې ودانۍ.
 
۲۰-سلطان راضیه لیسه تر شاه یوه لور پوړۍ  ودانۍ چي یو کلینک ته په کرایه ورکرل سوې ده دده دمیرمني په نامه ثبت ده .

۲۱- د د اریا په نوم د لوړوزده کړو موسسه چي پکښي  نوموړی داحمدضیا مسعود سره شریک دی او په مزار کي فعالیت لري او ۵ لوړ پوړي  ودانۍ لري.

۲۲-د خالد نور د سړک جوړولو شرکت چي په مزار مهمان سرای کي چي هغه هم د والی خپل مارکیټ  دی فعالیت کوي  او ۴ پوړه دی .

۲۳- د مولانا جلالدین – الفلاح –په نوم دو روغتونونه .

۲۴- د سینا فر په نوم لوړ مارکیت چي ۴۰۰ دوکانونه لري او د بلخ پوهنتون ته مخامخ پورت دی . 

 په حیرتانو بندري  ښارګوتي کي د تیلو زیرمي  او جایدادونه، د انتر نشنل د تیلو واردونکي شرکت سره شراکت –د کمال نبی زاده سره شراکت – د ارزو په نوم تلویزیون ،د شمال په نوم یو پوردکشن څه اوس غواړي  د نو روز په نوم تلویزیون هم ترڅنګ ئې  جوړ کي ، د بلهیکا په نوم د بیل بورډونو شرکت چي  دمزار ټول اعلانات قرار داد ورته ښاروالۍ په انحصار کي ورکړی او داسي نور سلګونه  نوري ودانۍ او مارکټونه او شراکتونه دي چي  دټولو لیست راټولو ، پیدا کول او لیکل ورځي ورځي کار ته اړتیا لري .

دغه چي تاسي ته مو پورته ذکر کړل دا هغه ملومات دي چي د املاکو ریاست  او نورو ادارو څخه ترلاسه سوي دي او دا ئې هغه ملکیتونه دي چي ټول خلک په خبر دي  او  یو روښانه حقیقت دی . هغه چي په پټو پردو کي  په کور دننه او بهر ئې لري هغه خو پریږده .

عطامحمد نور  هغه والي و چي ددوهم ځل لپاره د ولسمشریزو ټاکنو کي ئې کرزي ته د فساد پیغور ورکاوه او په عامه ئې ویل چي  نور دقاچاقبرو د کورنیو سره همکاري نشي کولای تر څو یوځل بیا ئې په جمهوري ریاست کښېنوي .

دا به وخت ته پریږدو چي کرزئ به اوس ددې لیکني په لیدو نوموړي ته څه پیغور ورکړي او که به ئې دعدالت منګولو ته وسپاري  .

باید یادونه وکړو چي د فساد اداري  په ضد اداره هم د همدې معلوماتو څخه ښه ترا اګاه ده او په وازه خوله ئې تماشه کوي او لوی څارنوال صیب خو بیا ترشا څوک هم نه لري  او د جبارثابت برخلیک ئې په مغزو کي ناست دی نو ځکه د بیري  هیڅ نه نشي کولای .

موږ د وزیرانو دشورا  ، جمهور ریس د دفتر دریس کریم خرم  او دجمهور ریس دمشاورینو څخه  غوښتنه کوو چي په دې هکله دي د خپل زوریدلي ملت په خاطر ولسمشر   کرزي ته یوه نیکه مشوره ورکړي ترڅو ددې دونه پریمانه دارائې پوښتنه وکړي . ښاغلی عطا په جنګي جرمونو کي یو ښکیل جنایتکاره دی او هم د ۲۰۰۱ کال د څه باندي ۳ زرو تسلیم سوي  طالب بندیانو قاتل دی . چي په نړیواله کچه ئې هره دوسیه د قانوني تعقیب لاندي راتلای سي .

همدارنګه موږ د ټولو لیکوالانو او بین المللي ژورنالیستانو څخه غوښتنه کوو چي په دې هکله لیکني او تحقیق تر نړیوالو مطبوعاتو ورسوي ترڅو لکه د کابل بانک په څير ئې غاوو په نړیواله کچه راپورته او درسوائې سره مخ سي .

دداسي یوې ورځي په هیله چي  د ښاغلي عطا محمد نور د ملکیتونو قبالې هم  لکه د کابل بانک په څیر دمالیې وزارت ته وسپارل سي او دملت دوینو په بیه غصب سوی مال بیرته بیت المال ته  داخل سي

دهمدې ورځی په ارمان .