د افغانستان د كركټ ملى لوبډله له ايرلنډ سره لوبه كوى.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50259
محمدنسيم ستانكزى
دخبریدو نیټه : 2012-07-09

ټاكل شوى د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملى لوبډلى د دريم ځل لپاره په ايرلنډ هيواد كې سره سيالى وكړى. د ملى المپيك د كميټى چارواكې وايي چې دغه سيالى به نن دوشنبى پيل او د څلورو ورځو لپاره به دوام ومومى. كركټ په هيواد كې د ورزشى رشتو له ډلى څخه شميرل كيږى چې د تيره لسو كلونو په موده كې يي ډير مينه وال پيداكړى دي. د افغانستان د كركټ ملى لوبډلى د تيرو لسو كلونو په جريان كې تر اوسه له بيلابيلو هيوادونو سره لسګونه بهرنې سيالى كړي او توانيدلى چې په څو سياليو كې خپلو سيالانو ته ماته وركړي. د افغانستان او ايرلنډ د كركټ لوبډلو تر دى وړاندى هم دوه ځله سيالى كړى چې لومړى لوبه يي دسختو بارانونو د اورښت له امله ترسره نه شوه او په دوهمه لوبه كې ايرلنډ افغانستان ته ماته وركړه.