سل په زړه پورې خبرونه !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50270
سمیع الله
دخبریدو نیټه : 2012-07-09


د ځوان او تکړه لیکوال او ژورنالیست نجیب الله پیمان دوهم آثر دی چې په 102 مخونو کې د ګودر خپرندویه ټولنې لخوا د 1000 ټوکه په شمیر له چاپه راوتی دی، په کتاب کې د لیکوال په سریزې سربیره د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه سل جالب او په زړه پورې خبرونه را ټول شوی دی چې د ډیزاین چارې یې صادق الله او د پښتۍ ښکلې طرحه یې د عبدالهادی آثر په ګوتو جوړه شوې ده.
 کتاب د هېواد په لرې او پرتو سیمو کې هغه ځوانانو ته ډالۍ شوی چې کمپیوټر او انټرنیټ ته لاسرسی نلري، نجیب الله پیمان تر دې وړاندې هم د (برلین یونلیک) تر نامه لاندې آثر چاپ شوی، او اوسمهال دسپوږمۍ تر نامه لاندې په یوناول کارکوي چې ډیر ژر به د مینه والو تر ګوتو ور ورسېږي.
 
په درنښت