المپیک : دجودو په لوبه کي افغانستان ماته وخوړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50635
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2012-07-29

المپیک لندن ۲۰۱۲ دجودو یا غیږ ایستلو په لوبو کي دافغانستان  لوبغاړی، ۲۵ کلن اجمل فیض زاده د هنګري جودو کوونکي ۳۲ کلن سانچس ادمېز څخه په اولسمه ثانیه کي ماته وخوړل  خو وروسته خپله سانچس ادمیز هم د یو بل کس لخوا ماته ووخوړل .

نن د لوبو په دوهمه ورځ دجودو یاغیږ ایستلو په لوبو کي  برازیل ، روسیې ، شمالي کوریا او جورجیا تر اوسه یو یو د سرو زرو مډالونه خپل کړي دي او جاپان او هنګري یویو دسپینو او یو یو دمیسو مډالونه خپل کړي دي
همدا راز رومانیا او کیوبا یو یو دسپینو مډالونه او فرانسې ، ازبکستان ، بلجیم ، ایټالیا او جنوبي کوریا یو یو د میسو مډالونه خپل کړي دي
دیادولو وړ ده چي په دغه لوبو کي چین په درجه بندي کي لومړي مقام کي دي او ورپسې دامریکا نوم راځي په دریم قدم کي ایټالیا قرار لري .

دالمپیک په دوهمه ورځ چین شپږ دسروزرو مډالونه امریکا او ایټالیا دوه دوه دسرو زرو مډالونه خپل کړي دي .

همدا راز په څلورم کتار کي جنوبي کوریا په پنځم نمبر کي برازیل په شپږم نمبر کي هالنډ ، اووم شمالي کوریا او روسیه خو قزاقستان او استرلیا په نهم نمبر کي قرار لري .
چین ټول ټال ۹ مډالونه لري ، امریکا ۷ او ایټالیا ۶ مډالونه لري