المپیک : په فټبال کي اسپانیه په ارما ن کي ماته وخوړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50638
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2012-07-30

دالمپیک لندن ۲۰۱۲  لوبو په لړ کي د نارینه وو د فټبال په سیالیو کي اسپانیه  په خورا ارمان کي ددې لوبو د سیالیو ووتل .  اسپانیه چي د درستي اروپا سترګي ورته وې چي په دې لوبو کي به هم لکه د اروپائې لوبو په څير اتله وي خو دوی دلاتني امریکا د اندوراس هیواد څخه صفر دیو په مقابل کي وبایلل  او ددې لوبو څخه رخصت سول .

دیادولو وړ ده چي په ډي ګروپ کي جاپان مراکیش ته یو د صفر په مقابل کي ماته ورکړه او برازیل بیا بلاروس درې - یو مات کړ خو مصر او نیوزیلاند سره مساوي سول
همدا راز په بي ګروپ کي مکسیکو ګبان ته  دوه صفر ماته ورکړه او جنوبي کوریا بیا سویس زرلنډ ماته ورکړه .