المپیک : د توري وهلو په لوبه کي هنګري مخته سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50639
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2012-07-30

دالمپیک لندن ۲۰۱۲ لوبو د سیالیو په جریان کي دتوري وهلو په لوبه کي  هنګري د سرو زرو مډال خپل کړ او روسې د میسو خو ایټالیا د دوهم ځل لپاره هم دسپینو زرو مډال خپل کړ .

مخکي تر دې په لومړۍ ورځ ایتالیا په همدې لوبه کي د سرو ، سپینو زرو او میسو درې واړه مډالونه خپل کړي وه .

ایټالیا د همدې لوبو په لړ کي تر اوسه د ۷ مډالونه په خپلولو سره په دریم نمبر کي قرار لري چي په لومړي سره کي چین  د ۱۲ مډالو څښتن سوي او دوهم کتار کي امریک د ۱۱ مډالونو په خپلولو سره ځای نیولی دی .