المپیک :دلامبو وهلو په لوبه کي فرانسه مخته سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50652
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2012-07-30

دالمپیک لندن ۲۰۱۲ لوبو د سیالیو په لړ کي  د سړو دسل متره لامبو په لوبه کي فرانسې په حیرانوکې توګه دسرو زرو مډال وګاټه .
تر ډیره زیاته توجه په لامبو وهلو کي د امریکا لوبغاړي مایکل فلپ ته وه چي ۱۴ ځله ئې دغه مډال ګټلي و .
دیادولو وړ ده چي تر اوسه فرانسه په دغو روانو لوبو کي دوه د سرو زرو مډالونه چي دواړه ئې په لامبو وهلو کي ګټلي ، یو دسپینو زرو مډال په نښه ویښتلو کي اودرې د میسو مډالونه تر اوسه په جودو کي خپل کړي دي چي ټوله ټال ۶ مډالونه لري په درجه بندي کي دنړۍ څلورم هیواد دي  تر فرانسې یوه درجه مخته ایټالیا اته مډاله لري او په دوهم نمبر کي امریکا ۱۳ مداله لري

نن هم په دریمه ورځ چین په دغو سیالیو کي تر ټولو مخکي دي او په ټولیزه ټوګه ئې ۱۴ مډالونه ګټلي دي

دیادولو وړ ده چي تر اوسه ددغه لوبو د ۳۰۲ سرو زرو مډالونو څخه یوازي ۳۱  یوشمیر هیوادونو ګټلي دي